شرفاء په درې ډوله دي
۱: يو هغه دي چې د بې شرفي دليل پرې نشته ، که چېرې پيدا هم شي نو د خپلې ځيرکتيا لامله يې ژر ختموي ، يعنې خپله بې شرفي يې په هوښيارۍ پټه کړې ، ( په دې طبقه کې اکثره تاجران ، سياستوال او مخور خلک دي )
۲: دويم ډول هغه دي چې شرف او بې شرفي تعريفونه يې بدل کړي ، بې شرفي ته عين شرف ، مقام ، عزت او مرتبه وايې ، يعنې دوئ هرې بې غيرتئ ته يو نوی خودساخته تعريف او معنی ورکړې ، ( په دې طبقه کې اکثره ډمان ، فلمي ستوري ، غاصبين او غلامان خلک دي )
۳: دريم ډول شرفاء هغه دي چې په حقیقي معنا شرف لري ، په خپل قدر او د بل په قدر پوهه دي ، د سپکو او درنو تفکيک کوي ، خاطر او سترګې پيژني ، عزت نفس پيژني (په دې طبقه کې چې کوم خلک دي په چاپيريال کې د بې شرفو شتون لامله اکثره خاموش وي ، نو ځکه يې پيژندل لګ ستونزمن وي ، البته شرفاء په اهل علم ، اهل تقوی ، سياستوالو او نورو مخورو کې خال خال پيدا کېږي ......!
