ټولنيزې ليکنې
د خیر په پیسو کې هیڅ کمی نه راځي
ژباړه : فهيم عمري
نړیوال عالم او داعي دوکتور زغلول نجار ليکلي وايي
د سوډان ختیځ ولایتونو کې د یو ریسټورانټ مالک راته کيسه کوله ؛
د مني شپې ورځې وی په رستورانت کې مو د ماښام ډوډۍ چمتو کوله.
د چمتو کولو وروسته ، ډیر تیز باران وشو ، اسمان تیاره شو ، بریښنا پرې شوه او د بازار خلک ټول په منډه له بازاره ووتل.
پداسې حال کې چې ما د هوټل کارکونکو سره خبرې کولې ، ما یو څه ولیدل چې د رستورانت مخې ته د لاټین په رڼا کې حرکت کاوه.
نو ما لاسي ګروپ او یو لرګی له ځان سره واخيست ، ما فکر کاوه چې کوم غل دی چې غواړي کوم دوکان مات کړي او...
نور ولوله
ونې چې زړې او وچې شي له ځينو څخه يې امساګانې جوړې شي
ونې چې زړې او وچې شي له ځينو څخه يې امساګانې جوړې شي او د يوه په ملا کړوپ انسان لاسنيوی وکړي
ځينو څخه يې د تبر لاستي جوړ شي د خپل نسل د پرې کولو لپاره.
له ځينو څخه يې د اورلګيت خلي جوړ شي د خپل ټبر د سوځېدلو لپاره.
او...........
ځينو څخه د ښوونځي تختې جوړې شي د تعليم او فکر د روزلو لپاره.
که تاسې ونې وئ له کوم ګروپ څخه به وئ؟
هيچا ځانته دا انتخاب ندی کړی چې په څنګه قيافه کې ،په کومه کورنۍ کې،او په څه شرايطو دنيا ته راشي.
هيڅوک د هيڅ شي لپاره مه مسخره کوئ او مه يې تحقيروئ.
د نورو په اړه قضاوت مه کوئ...
نور ولوله
سد ځلا ويناوي (عقل ځلونکې خبري)
ماتېدل تل د له منځه تللو په مانا نه وي
ځيني ځيني ماتېدل د يؤې نؤې زندګې پيل هم وي
هر هدف (مزل) ته رسيدل هم د بريا په مانا نه وي
ايغويې مزل ته رسيدل د يؤې سترې ماتې پيل وي
په ژؤند کي تر ټولو اړينه او ګټوره بريا ځان موندنه ده
چې له هر انسان څخه د هغه ايغو پټ کړى وي
د ايغويې کسانو لپاره تر ټولو اسانه کار په نورو نېوکې دې،
مګر ځانته رسيدلو خلکو لپاره تر ټولو ګران کار په نورو نېوکې دې.
دا رښتيا دې چې نړۍ کې تر بل هر جرم ډېر اځران (شخصيت) وژنه تر مختليفو نومونو لاندي روانه کړې تر ټولو ډېر کاريدونکى نومونه خدمت او تحصلات دي. کچيري د نړۍ انسانان ژمن شي چي د هېچا اځران (شخصیت) ته به زيانمن کار نکوې په همه...
نور ولوله
د دوستۍ او دښمنۍ ځانګړي معیارونه!
دا خبره خو هر مسلمان افغان ته معلومه ده، چې مونږه افغانان، که له چا سره دوستي، او یا دښمني کوو، نو هغه باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس.
لېکن، نن سبا په اوسني افغانستان کې متأسفانه، دوستي، او دښمني د چوکۍ او یا پیسو په خاطر، تر سره کیږي، او بس.
نو له هغو افغانانو څخه باید یو څوک ګیله ونکړي، او نه د هغوی خبرو ته کوم خاص اهمیت ورکړل شي، چې د هغوی د دوستۍ او دښمنۍ یوازینی معیار، قدرت او پیسې وي.
په اوسني وخت کې به ډېرو افغانانو، د ځینو نورو افغانانو وېدیوګانې لیدلې وي، چې په یوه وخت کې یوه چاته هغه سپکې سپورې واىٔي، چې په اصطلاح تار په قطي کې نه پریږدي؛ او بیا همدغه سړی، بل وخت د همهغه سړي دومره صفت کوي، چې سړی ورته حیران...
نور ولوله
ټولو سینما ليدونکو باندې یې د معدني اوبو بوتلونه ووېشل، دا یوه دوکه .. وه
ټولو سینما ليدونکو باندې یې د معدني اوبو بوتلونه ووېشل، دا یوه دوکه .. وه، خلکو چې د بوتلو په خلاصولو او ابو څښلو پیل وکړ؛ د بوتلونو سرونه نه خلاصیدل، هغه همدومره سخت بند کړل شوي وو چې سینما لیدونکو له ډېرو زورونو وهلو سره هم خلاص نه کړی شوی، کله چې هغوی بند بوتلونه په لاسونو کې ناامیده کېنستل؛ د سینما په پرده وچ کلک، تک تور، الوتې څېرې افریقایي ماشومان راښکاره شول، چې بالټۍ یې لاسونو کې وې، د خړو اوبو ډنډونو کې په بالټیو ډکولو بوخت وو .. او له دې وروسته یې دا جملې ورته ولیکلې:
د اوبو څښلو کوچنۍ ناکامه هڅه چې زوروونکې ده نو د دې ماشومانو د احساس په اړه هم لیږ فکر وکړئ...
...
نور ولوله
بنسټپالنه - درېمه برخه
کومي پوښتني چي تاسو نن ورسره لاس او ګريوان ياست لکه
انسانان له کومه شؤي?
څنګه خلق شؤي?
څه اړتيا چي خلق کيدل?
څه اړتيا چي دوئ ته دين ورکړ شوى?
انسان له کومه شو?
انسان چي مړ شي څه کيږي?
خلقت يا څړځن يا چګتال يعني کاينات څنګه له هيڅ څخه جوړ ترتيب او اداره شول?
دې ستر کاينات يا چګتال کي د انسان ارزښت څه دى?
د انسان تعریف څه دى?
د انسان کره پيزندنه څه ده?
موږ باندي ولي ژوند تحمل شوى...
نور ولوله
له پلرونو سره نیکي وکړئ؛ چي بچیان مو درسره نیکي وکړي
برالوالدین
یو سپین ږیری سړي کیسه کوي، وایي زه پنځوس کاله مخکې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره له خپل پلار سره یوځای د حجیانو د یو کاروان ملګري شوم. کله چې عفیف ته (د یوې سیمې نوم ده) ورسیدو، والد صاحب غوښتنه وکړه چې له اوښ څخه یې کوز کړم ترڅو ساراګښت ته تېر شي... همداسي مې وکړل، والد صاحب مې راته ویل ته له کاروان سره درځه زه به له شا درپسې درشم...سپین ږیری وای موږ مزل کاوو، ښه شیبه پس متوجه شوم چې پلار مې له کاروان څخه ډیر وروسته پاتي شوی... دا زما د ځواني وخت وو په یوه منډه مې ځان پلارجان ته ورساوو، او راپه شا مې کړ... تیز - تیز روان وم یو وخت مې اوږه لنده شوه، چي ومې کتل پلار مې ژاړي او اوښکې یې زما پر اوږه راڅاڅي...ما ورته وویل: پلار جانه! په الله سوګند چې ستا په دروندوالی او وزن زه خبر هم نه یم، ته په م...
نور ولوله
بنسټپالنه – دويمه برخه
که چا لومړۍ برخه نه وي لوستي لومړه هغه ولولئ
لومړۍ دوهمه او درېىمه برخه يوازى مقدماتي دى
د لومړى برخى مقدماتى وېستاړ يا ادامه
لومړۍ برخه کي موږ د څاړې يا موضوع د پوهني په خاطر 2 مثالونه ليکلي ول
لومړى مثال
د يؤې هغي ډلې چي لومړۍ دله د ټولو اساسي ياني بنستېزو اسلوبو سره ماڼۍ جوړوي دوهمه ډله د ارمانونو هوسونو فکرونو ارزو او خيالي فکره اغېزمن غواړي بس بي له هيڅ ارزوني، کره کتني، کره تدبر، کره تعقل تفکر څخه مانۍ جوړن کړي
دوهم مثال مو
څوسماره مافيا
او
ژواک پاله يا معنويات پاله يا بنسټپاله ډله ليکلي ول
ددې لرغوني مثالونه د زرتشت په ژبه د شو خداى او د بدو خداى (پاملرنه) خداى لفظ څخه قطعا زموږ د ټولۍ موخه يا د زرتشت موخه ستر بى مث...
نور ولوله
بنسټپالنه - لومړۍ برخه
کچيري دوه ټولۍ خلک وينئ چى دواړه يوه ودانۍ جوړؤې
لومړۍ ټولۍ د ودانۍ د جوړولو ټول بنيادي يا بنسټېز قواعد اصول، تاکتيک، تخنيک، ډيزاين، کارتوګرافي دا ټول تر ودانۍ مخته يو يو تعريفوي زده کوي او ودانۍ تعریفوي د هغې سمه حسابي ارزيابي کوئ پر هغي د مصرف او ګټي ترمنځ بىلانس او توپىر، د هغي د مقاومت او خطرونو د هغي له مکان زمان امکان سره سنجول او اړتیا دا ټولو څخه وروسته پرېکړه کوي چې ودانۍ جوړه کړى
دوهمه ډله
پرته له دى چې د ځمکي د ظرفيت کره اټکل وکړي يا د ځمکي د ظرفيت په اړه زده کړي
پرته له دى چې د آب هوا موسمياتو لمر لويدو لمر ختمو ته پام وکړي
پرته له دى چي د سيمي د حشراتو، ګرمي يخني، زلزلو، بارانو واورو ګراف او سنجش وکړي
پرته له دى چي پخبله ځمکه کي ددغي ودانۍ له ...
نور ولوله
سوپرايګو چې ځينې ورته وجدان، د ګناه وجدان او ځينې يې اخلآقيات بولي
سوپرايګو چې ځينې ورته وجدان، د ګناه وجدان او ځينې يې اخلآقيات بولي، خو هر نوم چې لري ،هغې تنبيې، چوخولو او خبراوي ته ويل کېږي چې تاسې له ناسمو کړنو او اشتباه ګانو راګرځوي د مثال په توګه نه مو پرېږدي چې غير قانوني ،غير اخلاقي او بې رحمه کار وکړئ.
سل شکونه او وسوسې مو زړه ته در اچوي او له ناسم کار څخه مو منع کوي او که مو وکړ ملامتوي مو او ځان پړ بولئ، ځان ګناه ګار بولئ، سخت پېښمانه يئ او ان که کوم کار مو نه وي کړی لا له وړاندې يې چې په اړه سوچ کوئ وترېږئ او له ځان سره وايئ نه،نه قطعن دا کار نه کوم ډېره بده ده.
ځينې ارواپوهان وايي چې کله يو څوک ډېر بد، غيرقانوني او غير احلاقي کارونه وکړي...
نور ولوله
د نامتو کولمبيایي لیکوال ګبريل ګارسيا مارکيز له نظره ژوند
*په ۱۵ کلنۍ کې پوه شوم چې مورګانې تر ټولو هوښيارې او په هرڅه ښې پوهېږي خو کله،کله پلاران هم بيا يو څه ګوزاره کوي.
*په ۲۰ کلنۍ کې پوه شوم چې ناسم او خراب کار که په هرڅومره بهترينه او احسنه طريقه هم سرته ورسېږي چندان کار ندی او فايده نه لري.
*په ۲۵ کلنۍ کې پوه شوم چې تي خوری ماشوم مور له يوې بهترينې اته ساعته ورځې او پلار له ارامې اته ساعته شپې څخه بې برخې کوي.
*په ۳۰ کلنۍ کې پوه شوم چې قدرت هغه کشش او جاذبه ده چې نارينوو ته خلک ورماتوي او کشش و جاذبه هغه قدرت دی چې ښځينه وو ته خلک ورماتوي.
*په ۳۵ کلنۍ کې پوه شوم چې راتلونکی هغه څه ندي چې په ميراث راپاتې دي بلکې هغه شی دی چې خپله يې جوړوو...
نور ولوله
خلک حمام کې ولې سندرې وایي؟!
په حقیقت کې دا پوښتنه په ډېرو څېړنو کې رامنځته شوې ده، خو تر اوسه مناسب او په زړه پوري ځواب نه دی ورته پیدا شوی...
خبره له سندرو اوښتې ده، ویل کیږي د تشناب کاغذ د اختراع فکر هم په تشناب او حمام کې رامنځته شوی و، اډیسون هم وای حمام کې ناست و چې د برېښنا ګروپ جوړولو فکر یې په ماغذو کې راوټوکیده. ان تر دې چې د فزیک ځینې مهم قواعد له حمامونو راوتلي دي، ویل کیږي ارسطو به ډېر ځله په منډه له حمامه راووت او نارې به یې کړې، چې دغه ده دلته مې پیدا کړه...
حمام کې نور نوادر او عجایب هم رامنځته شوي دي، دا خبره موږ ټول په یوه خوله منو، زموږ اکثره فکرونه او پرېکړې حمام کې ترسره کیږي، موږ چې حمام ک...
نور ولوله
ښه خبره اوریدل او منل
هغه څوک چې خبره په غور سره اوري او د تر ټولو ښې خبرې پیروي کوي؛ دوی هغه خلک دي چې الله سمه لاره ورته ښودلې ده او همدوی پوهان دي. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُۥٓ ۚ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ هَدٰىهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمْ أُولُوا الْأَلْبٰبِ. [سُوۡرَةُ الزُّمَر : 18]
د بېلګې په توګه ته حالات څارې یا خواله رسنیو کې لیکنې لولې، نو د ایت له دې برخې نه شوې ﴿الذين يستمعون القول﴾، کله چې ښه خبره مخته درشي، پر هغه له غور کولو وروسته هغه ومنې او عملي یې کړې؛ نو ته له ﴿فيتَّبعون أحسنه﴾، څخه شوې. کله چې ژوند کې دا طرز العمل او کړندود جاري ولرې؛ نو ته له هوښیارانو وګرځیدلې او سمه لاره دې بیا موندله. (أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ هَدٰىهُمُ ا...
نور ولوله
د غلامانو په ژغورنه کې تر ټولو سخته مرحله کومه ده؟
کله چې په امريکا کې د تور پوستو غلامي رواج وه، يوې مخکښې تور پوستې مېرمنې چې هاريټ نومېده داسې مخفي ډله جوړه کړې وه چې هر تور پوستي غلام ته د بادار له کور د تېښتې لاره برابره کړي او بل ايالت ته يې ورسوي.
وروسته له دې ښځې وپوښتل شول د غلامانو په ژغورنه کې تر ټولو سخته مرحله کومه وه؟
دې ژور سوچ وکړ بيا يې وویل: د يوه غلام قانع کول چې ته بايد غلام نه يې او باید ازاد واوسې.
...
نور ولوله
د حسن البصري او دکاندار ګټوره کیسه
وتلی امام او تابعي حسن البصري رحمه الله وایي: مکة مکرمة کې یوه رخت پلورونکي دکاندار ته ودریدلم چې رخت ورنه واخلم، هغه په سختو قسمونو سره د رختونو صفتونه راته پیل کړل، نو ورنه روان شوم، سودا مې ورنه ونه کړه، مال له داسې قسم خواره نه سودا په کار نه ده. او ولاړم له بل دکانداره مې سودا واخیستله.
امام رحمه الله زیاتوي: له دې کیسې دوه کاله وروسته بیا حج ته ولاړم، د سودا لپاره چې بازار ته ووتلم هماغه دکاندار ته ودریدلم او رخت مې ورنه وغوښت، خو دکاندار چوپه خوله و! نه یې د رختونو صفتونه کول او نه یې قسمونه خوړل! ورته ومې ویل: زه دوه کاله مخکې درته راغلی وم، تا د خپلو رختونو صفتونه او قسمونه راته کول اوس ولې داسې خاموش ناست یې؟!
...
نور ولوله
