No-IMG

يوه دقيقه مطالعه!

که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ!

که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر  لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د‌ دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ!

که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ !

که تاسې دا  پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له دری ميليارده هغو کسانو څخه چې نشي کولی ولولي، وويني او د ذهني شاته پاتې والي له امله پرې پوه شي نېکمرغه او خوشبخته يئ!

ژوند ټول شکايت ، ګيلې او غمونه هم نه دي، زندګي يانې د مهربانه خدای په دربار کې د شکر اېستنې او مننې په زرهاوو دليلونه!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک