No-IMG

اسلامي ټولنې او اخلاقي ځوړتیا

یقینا چې په نړیواله کچه اسلامي ټولنې له اخلاقي اړخه خورا بې وزله دي، راکړه ورکړه، راشه درشه، دوستي او دښمني په  فاسدو اخلاقي معیارونو سره پالل کیږي، که څه هم دا حالت یادې ټولنې مزېدې رنځوي او وګړي ئې له دې حالت تر پوزې راغلي؛ خو دا حالت په اسلامي ټولنو کې د حاکمو فاسدو دولتونو له مهاره وتلي او یا هم ور باندې په زور تپل شوئ. محکوم ولسونه تر مزید رنځیږي؛ خو بې هوښه وجود دئ، د اصلاح لپاره ئې هیڅ غوره لار نشي موندلئ، پر وړاندې ئې د مبارزې لپاره هیڅ پرېکنده تصمیم نشي نیولای.

دا په دې معنی نه ده، چې د امت په دې پراخه لمنه کې هیڅ داسې یو ویښ احساس موجود نه دئ، چې یاد حالت ته د پای ټکئ کېږدي او خپلې ټولنې د اسلام د سپېده دم له لومړني اوبخور خړوبه کړي. بلکې د دې حالت د بدلون لپاره په پراخه کچه مبارزه روانه ده، ټول مسلمان ولسونه ئې پر وړاندې حساس دي، خو مسلمان ولسونه خورا مظلوم دي، د استعمار په لاس جوړ شوي مستبد نظامونه او بې رحمه حکام ورباندې مسلط دي، هغوي همدا غواړي چې له اسلامي ټولنې باید اصلي روح چې اخلاقي نظام دي وباسي. او همدا شان د رسول الله صلی الله وسلم د حدیث په بنا دین غوره اخلاق دي، خو کله چې زموږ له دین اخلاق حذف شي بیا نو تش کالبوت پاتې کیږي او بشریت ته له هر ډول خیر رسولو څخه عاجز دئ. زموږ دین د اخلاقو په ذریعه وسعت پیدا کړ، چې پېړۍ پېړۍ ئې په نړۍ حاکمیت کاوه، خو کله چې اخلاقي ارزښتونه پکې ونړېدل او ناوړه اخلاق (دروغ، جعل، تزویز، تهمت، غیبت، ظلم، فساد، بې عدالتي، قتل...) ئې پر ځای نصب شول نو همغه وخت دا امت په زوال محکوم شو او د هر ډول یرغل (فکري، فرهنګي او نظامي) پر وړاندې ئې د مبارزې توان له لاسه ورکړ.

قدرمنو وروڼو! زموږ په ټولنو کې د مروجو اخلاقي مفاسدو اصلي علت پردئ استعمار، د دوي په لاس را منځ ته شوې، چاپي او تصویري رسنۍ او تپل شوي مستبد نظامونه دي که دا علتونه ختم شي باور لرو چې مسلمان ولسونه تر بل هر چا د یوې مهذبې اسلامي ټولنې په جوړښت ښه توانېدلئ شي.

استعمار او استثمار باید ختم شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک