خویندو ته څو خبرې!
که ژوند کې خوشحالی غواړې قناعت اختیار کړه.
څه چې لرې هماغه دې پادشاهي وګنه ګنې د شاهي ژوند په لټه کې به هغې ته ونه رسیږې شته ژوند به دې هم په غم تېر کړی وي.
هېچا سره سیالي مکړه، خصوصا د دنیوی مال په حصول کې.
دوې ګوتې یو رقم ندی څنګه غواړې چې ته د هر چا په شان ووسې یا بل دې ستا په شان نوي
که غواړې څوک ستا سیال ونه ووسي بیا تقوا اختیار کړه.
که دې کومه خور ولیده چې نفل یې کول ته ثوابي روژې ونیسه تهجد وکړه.
جامه دې که پیوند هم وه همدا تقوا به تا تر نورو لوړوی.
ته هېڅ زحمت مه وباسه رب دې خپله تر نورو لوړوی.
دا آزمایل شوې نخسه ده.
ژوند ساده اختیار کړه چې څومره دې ځان ته مغلق کړ خوښۍ به در نه کډه کوي.
ستا خوښي ستا قناعت کې ده.
د دنیا هېڅ مال او خواږه په دې نه ارځي چې ته دې خاوند پرې نا راحته یا ناراض کړې.
ستا ستره سرمایه ستا خاوند دی.
