ټولنيزې ليکنې

زمونږ په ټولنه کي زنا او فحشا کې زيات رول د چا دی!

بېګا مې د زنا او فحشا اړوند يو پوسټ کړی و، هدف مې دا و چې زنا داسې عمل دی چې طرفین (نارينه او ښځينه) په کې دخيل وي، خو مونږ د زنا په مذمت کې پړه يوه طرفه په ښځينه طبقه اچوو. د پوسټ په کمنټونو کې ځينو ملګرو ليکلي و چې زنا کې ښځينه زيات رول لري، دا په کې مخکښه وي ځکه نو ملامتي هم په دوی زياته ده! زه په دغه ځای کې خپل نظر داسې ليکم: عام تصور دا دی چې ښځينه طبقه د فحشا په خپرولو او تعميل کې ډېر رول لري، دا خبره ممکن په ځينو حالاتو او ځينو سيمو کې سمه وي، مګر په هر حالت او هر ځای کې سل سلنه منل شوې کليه نه ده. راځئ له خپلې ټولنې به يې پيل کړو چې زنا او فحشا کې زيات رول د چا دی! ...
نور ولوله

د ملتونو عروج او زوال

محمد ابراهيم شينورای   ملتونه په زرونو او لسګونو زرو کلونو ژوند کوي او د عروج او زوال دورې پرې راځي. په دغه عروج او زوال کې شخصیتونه د سیند د څپو (موجونو) په شان متمایز او ښکاره وي. عموماً بدلونونه د ژورو او پیچلو (کورنیو او نړیوالو) ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي، جیوپولیټیکي، تاریخي، محیطي، اقلیمي او نورو عواملو محصول وي، خو ځینې نیکمرغه یا بدمرغه انسانان یې د مسؤولینو په توګه په تاریخ کې ثبت شي. زموږ او تر موږ تېر نسل هڅې او کړنې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې بریالۍ نه شوې خو تر هر انقلاب وروسته یوه ویښتیا راځي او ډاډه یم چې زموږ راتلونکی نسل به د نړۍ د پرمختګ له چټک کاروان سره مل شي. ...
نور ولوله

سلف او د منکر مخالفت

    ابو حازم المدایني رحمه الله خورا متقي او زاهد عالم و، یو وخت یې طواف کې خورا ښایسته مېرمن وليدله چې لوڅ مخ روانه وه، نو ورته ویې ویل: له خدایه ووېریږه! خلک دې طواف کې بوخت کړي دي، هغې ورته وویل: ته ما نه پېژنې؟! زه له هغو مېرمنو نه یم چې د ثواب لپاره حج نه کوي، بلکي د دې لپاره حج کوي چې پاک او ناخبره خلک ووژني! ده ورته وویل: زه الله ته سوال کوم چې دا ښایسته مخ دې له اوره وژغوري.     د ابو حازم دا خبره چا مشهور تابعي سعید بن المسیب رحمه الله ته ورسوله، نو هغه وویل: الله دې په ابو حازم رحم وکړي، که د عراق کوم صوفي او عابد داسې ښځي سره مخامخ شوی وی نو ورته ویل به یې: ځه ورکه شه د الله دښمنې. د حجاز صوفیان او عابدان ظرفيت او پراخه سینې لري. ‏التذكرة الحمد...
نور ولوله

هغه عادتونه چې په راتلونکو پنځو کالو کې به ستاسې ژوند په ټوله معنا بدل کړي

هغه درې عادتونه چې په راتلونکو پنځو کالو کې به ستاسې ژوند په ټوله معنا بدل کړي: ۱. هره ورځ درې کيلومتره منډه ووهئ، مهمه نه ده چې ورځ باراني ده یا لمرينه. پنځه کاله پس به متوجه شئ چې تر %90 ډېرې برياوې مو د همدې عادت له امله دي. ۲. هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعه وکړئ. دا پر هغو مطالبو سربېره چې په انټرنيټ کې يې لولئ. پنځه کاله وروسته به متوجه شئ چې له خپلو شاوخوا افرادو سره ډېر زيات توپير لرئ. ۳. هره ورځ پنځلس دقيقې ميډيټيشن (مراقبه، مناجات، لمونځ، ذکر او دعاء) وکړئ. پنځه کاله وروسته به متوجه شئ چې د تمرکز ځواک مو فوق العاده ښه شوی او دا په ياد ولرئ چې تم...
نور ولوله

په الوتکه کې نه پراشوټ سته او نه هم د پیلوټ د خونديتوب لپاره نور ځانګړي وسائل

محمد اياز ترنک   د سوارلیو په الوتکه کې نه پراشوټ سته او نه هم د پیلوټ د خونديتوب لپاره نور ځانګړي وسائل، کله چې الوتکه له کومې ستونزې سره مخ کېږي، پیلوټ مجبور دی چې د ځان لپاره الوتکه خوندي ښکته او خپلو ټولو سواریانو ته نجات ورکړي. خو په جیټ الوتکه کې بیا خبره سرچپه ده، ځکه هلته یوازې پیلوټ وي، د ده لپاره د پراشوټ غم خوړل شوی، که الوتکه لوېږي، نو دی کولای شي چې ځان په پراشوټ کې وغورزوي او الوتکه پر خپله مخه پرېږدي. رسمي مسئولیتونه او فردي ژوند کټ مټ همداسې دي، کله چې د واک پر ګدۍ کېناستې او د سلګونو یا زرګونو کسانو ژوند در پورې غوټه شو، هغه مهال بیا نه شې کولای چې د جیټ د پیلوټ غوندې یوازې د ځان غم وخوري او نور خلک د مرګ خولې ته ور ټېله کړې...
نور ولوله

انسان په خپل ژوند کی تغیر او تحول ته سخته اړتیا لری

بختیار   انسان په خپل ژوند کی تغیر او تحول ته سخته اړتیا لری ،  د چاپیریال او محیط، شرایطو حالاتو سره  باید ځان عادت او برابر کړی،  که داسی نه وی انسان په خپله ټولنه کی ژوند نسی کولای مجبوره دی چه تنها او یوازیتوب غوره کړی ډیرو حیواناتو ته خدای ج همداسی یوه طبیعی غریضه ورکړی ده چه ځان د چاپیریال د شرایطو او حالاتو سره برابرکړی .   د الوتونکو مرغانو څیړنه ښیی چه ؛ باز اویا کاله عمر کوي خو کله چې څلویښت کلني ته ورسیږي مښوکه او پنجی یا منگول یې دومره پڅې شي چې نور د ښکار وړتیا له لاسه ورکړي،وزرونه یې دومره کاریدلي وي چې الوزي د پرواز پر ځای یې په بدن پورې سریښيږي او نشي کړای لوړ پرواز وکوي...
نور ولوله

مونږ د شعار په حد کې د لومړۍ ډلې خلک يو!!!

ځان د الله تعالی په ميلياردونو بندګانو کې يو بنده ګڼل او د هغه د دين دعوت‌ګر کېدل جلا کار دی او د الله تعالی په ميلياردونو بندګانو کې ځان غوره بنده ګڼل او د الله تعالی په دين کې له الله تعالی سره ځان په کلي يا په نسبي بڼه شريک ګڼل جلا کار دی. دا دوه جلا جلا کارونه د دوو جلا جلا ډلو له خوا ترسره کېږي. زمونږ أعمال بيا د دې تثبيت او تعيين کوي چې مونږ د کومې ډلې خلک يو؟! ځکه چې د خبرو او شعارونو په نسبت أعمال ډېر مهم دي. زما د مطالعې او تجربې په اساس مونږ د شعار په حد کې د لومړۍ ډلې خلک يو، خو عمل کې بيا د دويمې ډلې کارونه کوو. (اګر که ځينې قولا و عملاً په همدې ډله کې دي) خو دا خبره واضحه د...
نور ولوله

مطالعه اش را از دست ندهید؛ و مادران را قبل از دست دادن ارج گزاریم

عبد الغفور مؤحد   زن سالخورده ای میگوید سه تا پسر دارم که همه ی آنها ازدواج کرده اند .روزی به دیدن پسر بزرگتر رفتم وقصدم این بود که شب نزد او بمانم ؛ صبح از همسرش ( عروسم) خواستم برایم آب وضو بیاورد .. وضو ساخته ونماز خواندم وآب باقی مانده را بر بستره ای که شب برآن خوابیده بودم ریختم ؛ هنگامیکه عروسم چایی آورد  به او گفتم : دخترم !  این وضع بزرگسالان است .. دیشب بر فراشم ادرار کردم . او برافروخته شد وکلمات بسیار زشتی را نثار من کرد ودستورم داد تا آنجا را شسته وسپس خشک نمایم .. باتظاهر خشمم را فرو بردم وبستره را شسته وخشک کردم .. شب بعد به خانه پسر دوم رفتم وعین...
نور ولوله

کره پوهه دې له ټولنې ګوښه کوي

انديالي تا د بيلابيلو ټولنو له فرضياتو، رسوماتو او مقياسونو سره نه سمؤي نه پر ولس ګرانوي، برعکس به ستا څنګ خالي شي ځکه انديالي کره پکتونه (حقايق) درباندي درک کوي، داچې کره حقايق په الفاظو کې نه ځايږي په دې وجه به يا خاموش ياست يا به ستا په خبره هېڅوک نه پوهيږي، داچې ستا په خبرو نه پوهيږي نو پر  تا د ټولني دَ جاهل ترين يا بيهوده ترين کس ګمان کوي، دا ځکه چې زموږ د انسانانو په ټولنو کې ډيرى بلکه غوڅ ډيرى مقياسونه، معيارونه، رسومات، رواجونه او قوانين فقط زموږ د موجوداتي الم، زموږ د پنځو حواسو او زموږ د تشبهاتي فکر محصول دي، مګر انديالي لومړى کار دادى چې انسان تر پنځو حواسو، تشبهاتي حس او موجوداتي الم ها پلو اځوري (حضوري) يا ځاني سفر وکړي ځکه کره حقايق تر موجوداتي الم، پنځو حواسو او تشبهاتي حس ديخوا نه بلکه هاپ...
نور ولوله

د شخړي بد اغېز

    عبادة بن الصامت رضي الله عنه وایي : موږ ته رسول الله ﷺ راووت، چې لیلة القدر راوښیي، هغه هلته د دوو مسلمانانو سره شخړه او جنجال و، یوه بل ته یې پوچې او سپکې خبرې کولې، نو ده وفرمایل: زه د دې لپاره راووتلم چې تاسو ته د قدر شپه دروښیم، خو هغه د فلان او فلان سره جنجال و، نو هغه رانه پورته شوه! (له ذهنه مې ووتله) او دا به ستاسو لپاره ښه یي، نو په نهم، اووم او پینځم (نه ویشتم، اووه ویشتم، پینځه ویشتم) کې یې غواړئ.     عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ : خَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِيُخْبِرَنَا بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلَاحَى رَجُلَانِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ، فَقَالَ :  خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلَاحَى فُلَ...
نور ولوله

د عبادت تر څنګ نور اجتماعي ژوند څخه خوند اخيستل

ځينو ته ښه مسلماني دا ښکاري چې وچ په وچه ځان له خلکو خفه واچوي! نه له چا سره په مينه خبرې، نه خندا، نه ګپ شپ او نه د ټولنې په اجتماعي چارو کې ګډون؛ بس اودس پسې اودس، جومات، تسبيح، مسواک، رانجه، تېز عطر، ږيره، څڼې، د شړشمو تېل او د ده خپله ګټه وټه! وه سړيه! دا دين ښکلی او پراخ دین دی، که د ثوابونو او اجرونو خبره وي او ورپسې مړ مړ يې، نو د عبادت تر څنګ له نورو مسلمانانو سره په ورين تندي ملاقات، په مخ مسکا ساتل، په يو چا سلام اچول، د يو چا احوال اخيستل، مېلمه کېدل، مېلمه کول، د ټولنې په غم ښادۍ کې ځان حاضرول، د ادب او نزاکت په دائره کې ټوکې ټکالې کول، خپل او د پلار نيکه ملګري پالل، دا ټول ثواب ثواب دی، په دې طريقه لاړ شه او ل...
نور ولوله

جامعه بد اخلاق تولید کننده ارزش های ضد اخلاقی است

محمد عظيم آبرومند   چرا ما رنج می بریم از اینکه در وطن ابایی مان ، اکثر افرادی که در مدیریت سیاسی و یا اجتماعی مسئولیت دارند ، افراد مفسد ، رشوه خور ، دروغگو و مزدور به بیگانه اند. این افراد از مریخ نیامده اند. در همین وطن زندگی می کنند. حتی اخلاق مهاجرین افغان در غرب نیز متاثر از همین روحیه بد اخلاقی است. نماز گزار خوب اند ، روزه متواتر می گیرند و حج میروند . لیکن دروغگو ، لجوج ، سخن چین ، غیبت گو ، مالیات خور اند. این مفاسد در درون شان نفوذ نموده است. در داخل وطن مامورین عالیرتبه ، پائین رتبه دولتی اکثرا به فساد اداری مبتلا اند. سرمایه داران بد اخلاق ترین چهره ها شده اند. نیرو جوان به مفاسد جنسی ...
نور ولوله

د ژوند ورځې دې تېریږي؛ د عمر او ابو عبیدة ګټوره کیسه

    د دې امت امین، ابو عبیدة بن الجراح، (د لسو جنتیانو یو جنتي) رضي الله عنه، رښتینی زاهد، سرښندونکی غازي او د دې امت ستره هستي وه، دی د عمر بن الخطاب رضيَ الله عنه په وخت کې د شام والي و، یو وخت عمر د شام خلکو حال پوښتني ته ورغی، هلته چې ورسید ابو عبیدة ته یې وویل: ستا کور ته مو بوځه، ابو عبیدة ورته وویل: زما کور ته د څه لپاره راځې؟! زما کورته چې راشې، ګټه به یې دا وي چې سترګې به راباندې ونښتېځې (زما پر حال به وژاړې).     راوي زیاتوي عمر چې د ابو عبیدة کره ورغی؛ د هغه کور کې یې هیڅ شی ونه لیدل! ورته ویې ویل: د کور سامان دې چرته ده؟! دلته خو زه یواځې یو لیمڅی، یوه کاسه او د اوبو زوړ او کوچنی ژی وینم او ته د دې سیمي امیر یې؟! بیا یې ورته وویل:  د خوراک لپ...
نور ولوله

خطرناک غیبت

   د خبرو څو هغه چوکاټونه چې کوونکی یې سم او روا ګڼي او مخاطب ته هم داسې ښیي چې ګواکې دی صحي او مناسب خبره کوي، لکه خلک چې وایي ملا: "خلکو کې خبرې مې عادت نه دي خو ... " "فلان ډېر ښه سړی دی، دینداری دی خو... " "د فلان په اړه چا راته وویل، چې ..."     خو په حقیقت کې دا هغه خطرناک غییت دی چې غیبت کوونکی یې ګناه هم نه ګڼي! دا غیبت اکثر ځینې چالاکان کوي او دا به هم درته واضحه کړم چې غیبت د روژې بېخ او بنیاد وباسي. الله تعالی دې موږ ته د صحي روژو نیولو توفیق راکړي...
نور ولوله

له منافقته ډار

    حذیفة بن الیمان رضي الله عنه ته به رسول الله ﷺ د راز خبرې کولې، ځکه هغه ته د "صاحب سر رسول الله ﷺ" لقب ورکړل شوی و، خصوصاً هغه ته رسول الله ﷺ د منافقانو په اړه ډېر معلومات او د راز خبرې کړې وې. ان د ډېرو یې لا نومونه ورته یاد کړي وو.     یو وخت یو منافق مړ سو، نو حذیفة یې جنازې ته ورنغی، عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورته وویل: ایا هغه منافق و؟! حذیفة ورته وویل: هو، عمر ورته وویل: په الله سره قسم درکوم راته ووایه، زه خو به د منافقانو له ډلې څخه نه یم؟ حذیفة ورته وویل: نه، او له دې وروسته به هیچا ته دا خبره ونه کړم. كتاب السنة - لأبي بكر الخلال (٦٢٦).     د منافقت ځانګړو خویونو او خصلتونو ته په لیدو هر...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک