په الوتکه کې نه پراشوټ سته او نه هم د پیلوټ د خونديتوب لپاره نور ځانګړي وسائل
محمد اياز ترنک
د سوارلیو په الوتکه کې نه پراشوټ سته او نه هم د پیلوټ د خونديتوب لپاره نور ځانګړي وسائل، کله چې الوتکه له کومې ستونزې سره مخ کېږي، پیلوټ مجبور دی چې د ځان لپاره الوتکه خوندي ښکته او خپلو ټولو سواریانو ته نجات ورکړي. خو په جیټ الوتکه کې بیا خبره سرچپه ده، ځکه هلته یوازې پیلوټ وي، د ده لپاره د پراشوټ غم خوړل شوی، که الوتکه لوېږي، نو دی کولای شي چې ځان په پراشوټ کې وغورزوي او الوتکه پر خپله مخه پرېږدي.
رسمي مسئولیتونه او فردي ژوند کټ مټ همداسې دي، کله چې د واک پر ګدۍ کېناستې او د سلګونو یا زرګونو کسانو ژوند در پورې غوټه شو، هغه مهال بیا نه شې کولای چې د جیټ د پیلوټ غوندې یوازې د ځان غم وخوري او نور خلک د مرګ خولې ته ور ټېله کړې.
