د ملتونو عروج او زوال
محمد ابراهيم شينورای
ملتونه په زرونو او لسګونو زرو کلونو ژوند کوي او د عروج او زوال دورې پرې راځي. په دغه عروج او زوال کې شخصیتونه د سیند د څپو (موجونو) په شان متمایز او ښکاره وي.
عموماً بدلونونه د ژورو او پیچلو (کورنیو او نړیوالو) ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي، جیوپولیټیکي، تاریخي، محیطي، اقلیمي او نورو عواملو محصول وي، خو ځینې نیکمرغه یا بدمرغه انسانان یې د مسؤولینو په توګه په تاریخ کې ثبت شي.
زموږ او تر موږ تېر نسل هڅې او کړنې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې بریالۍ نه شوې خو تر هر انقلاب وروسته یوه ویښتیا راځي او ډاډه یم چې زموږ راتلونکی نسل به د نړۍ د پرمختګ له چټک کاروان سره مل شي.
راځئ د باور او یووالي تخم وکرو، او ټول د نوي نسل پر روزنه تمرکز وکړو!
غرونه لا هماغسې هسک دي او زړونه لا هماغسې تپیږي!
ګمان مبر که به پایان رسید کار مغان ---- هزار باده ناخورده در رګ تاک است.
