No-IMG

زمونږ په ټولنه کي زنا او فحشا کې زيات رول د چا دی!

بېګا مې د زنا او فحشا اړوند يو پوسټ کړی و، هدف مې دا و چې زنا داسې عمل دی چې طرفین (نارينه او ښځينه) په کې دخيل وي، خو مونږ د زنا په مذمت کې پړه يوه طرفه په ښځينه طبقه اچوو.

د پوسټ په کمنټونو کې ځينو ملګرو ليکلي و چې زنا کې ښځينه زيات رول لري، دا په کې مخکښه وي ځکه نو ملامتي هم په دوی زياته ده!

زه په دغه ځای کې خپل نظر داسې ليکم:

عام تصور دا دی چې ښځينه طبقه د فحشا په خپرولو او تعميل کې ډېر رول لري، دا خبره ممکن په ځينو حالاتو او ځينو سيمو کې سمه وي، مګر په هر حالت او هر ځای کې سل سلنه منل شوې کليه نه ده.

راځئ له خپلې ټولنې به يې پيل کړو چې زنا او فحشا کې زيات رول د چا دی!

تاسو کې چا اورېدلي دي چې کومې مېرمنې په يو سړي جنسي تجاوز کړی وي او د خپل هوس سړولو وروسته يې يې وژلې وي؟!

چا د جينکو ډله ليدلې چې د هلکانو لار يې نيولې وي؟!

چا د مېرمنو يوه ډله وليدله چې د چا د کور تيليفوني شمېرو ته يې بيا بیا زنګونه وهلي وي؟

کومه نجلۍ مو ليدلې چې د هلکانو د اجتماعي شبکو حسابونو ته يې غير اخلاقي مواد لېږلي وي؟!

چا کومه زړه مېرمنه وليدله چې د پيسو په زور يې کوم ځوان هلک ځان ته واده کړی وي؟

چا کومه نجلۍ وليدله چې د ټوپک، پيسو او منصب په زور او د هوس په حکم يې يو غريب هلک د ځان په نامه کړی وي؟

چا کومه خور وليدله چې د خپل هوس د تکمیل او د خپلې خوښې هلک ته د رسېدو په خاطر يې خپل ورور پرته له پوښتنې د بل چا په نامه کړی وي؟

دا پوښتنې که وليکو، پوښتنې پسې پوښتنه راپيدا کېږي او ليکنه به بيخي اوږده شي، دا يو ستر او شرموونکی واقعيت دی مونږ په دې برخه کې اصلي ملامت ته ملامت نه شو ويلی، لارو او کوڅو کې ولاړ لوفران به ټول کلی ويني، مګر د هيڅ چا جرأت به نه کېږي چې مخه يې ونيسي، إلا ماشاءالله.

نو لطفاً هيله ده چې هر وخت په ټولنه کې حاکم تصور او فکر ته پرته له فکر، تحليل او تجزيې مشروعيت مه ورکوئ، دا بې عدالتي او ظلم دی.

واقعيت دا دی چې مونږ له مېرمنو سره عادلانه چلند نه کوو، حال دا چې اسلام مونږ په عدالت مکلف کړي يو، په دې اړه د قرآن کريم او د صحيحو احاديثو نصوص قاطع او تاويل نه منونکي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک