د عبادت تر څنګ نور اجتماعي ژوند څخه خوند اخيستل
ځينو ته ښه مسلماني دا ښکاري چې وچ په وچه ځان له خلکو خفه واچوي!
نه له چا سره په مينه خبرې، نه خندا، نه ګپ شپ او نه د ټولنې په اجتماعي چارو کې ګډون؛ بس اودس پسې اودس، جومات، تسبيح، مسواک، رانجه، تېز عطر، ږيره، څڼې، د شړشمو تېل او د ده خپله ګټه وټه!
وه سړيه!
دا دين ښکلی او پراخ دین دی، که د ثوابونو او اجرونو خبره وي او ورپسې مړ مړ يې، نو د عبادت تر څنګ له نورو مسلمانانو سره په ورين تندي ملاقات، په مخ مسکا ساتل، په يو چا سلام اچول، د يو چا احوال اخيستل، مېلمه کېدل، مېلمه کول، د ټولنې په غم ښادۍ کې ځان حاضرول، د ادب او نزاکت په دائره کې ټوکې ټکالې کول، خپل او د پلار نيکه ملګري پالل، دا ټول ثواب ثواب دی، په دې طريقه لاړ شه او له ژونده خوند واخله، هم ثواب او هم خُرما.
دينداري
له_بلې_زاويې
