د هېواد او نړۍ خبرونه
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې، دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ځانګړي حکم پر اساس، د دفاع وزارت د سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمی پر مشرۍ د ملي اسلامي اردو د لیکو د تصفيې کمېسيون جوړ او نن يې رسماً په کار پيل وکړ.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اهل تشیع له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې دښمنانو په افغانستان کې د اقتصادي سقوط هڅه وکړه خو ونه توانېدل.
نوموړی وايي اوس مهال د تېر حکومت ۵۰۰زره مامورین د نوي حکومت په چوکاټ کې کار کوي او د پخوا په څېر معاشونه او امتیازات تر لاسه کوي.
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: رسنۍ: په ویانا کې د سیاسیونو غونډه د خپلمنځي مخالفتونو له امله لغوه شوه.
کابل نیوز ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې وه، د مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱ مې د اطرېش پلازمېنې ویانا کې د محمد یونس قانوني په مشرۍ د طالبانو مخالفو سیاسیونو ترمنځ یوه لویه ناسته وشي خو معلومات ښیي ددې ناستې د جوړېدو تصمیم هغه مهال لغوه شو چې محمد یونس قانوني او څو تنو نورو د جبهې د مشر په توګه د احمد مسعود له منلو سره مخالفت وکړ.
د دغو معلوماتو پر بنسټ استاد سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، احمدضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، رحمت الله نبیل، تادین خا...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: موږ ټول افغان ولس او ټولو پرګنو او قومونو (پښتنو، تاجكانو، اوزبكانو او هزاره) وروڼو ته وايو!
د هغو پرديپالو ډلو او ناولو څېرو له ملگرتيا او حمايت ډډه وكړئ چي تاسو ئې د پرديو د ګټو او د هغوى په امر له نورو وروڼو قومونو سره جنگولي يئ؛ نن مو بيا جنگوي؛ تاسو او ستاسو ټول ديني او ملي ارزښتونه؛ آزادي، خپلواكي، عزت او تاريخ ئې وپلورو؛ نن بيا لگيا دي او غواړي د بل جنگ اور بل كړي؛ دا ستاسو اصلي پمن دښمنان دي. ټول افغان مؤمن ولس بايد د دوى په خلاف متحد شي او شرارتونه ئې شنډ كړي.
راشئ داسي سرلوړى او له جنگ فارغ افغانستان جوړ كړو چي ټول ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې وروستیو سېلاوونو په ۱۲ ولایتونو کې ۲۲ تنه وژلي، ۴۰ تنه یې ټپیان کړي، ۵۰۰ کورونه یې په بشپړ ډول نړولي،۲ زره کورونه یې لږ ډېر ویجاړ کړي،۳۰۰ څاروي له منځه تللي او۳ زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند محمد نسيم حقاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وزارت وروستيو سېلاوونو کې د وژل شویو، ټپيانو او زیانمنو شویو له وارثينو سره نغده مرسته کړې.
د حقاني په وینا، پر زیانمنو شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي، د څښاک اوبه او نور خام مواد هم وېشل شوي دي...
نور ولوله
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل امنیه قومانداني وایي، د اختر په درې ورځو کې هیڅ کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې امنیتي ځواکونو د اختر په ورځو کې ډاډمن امنیت نیولی و او هیڅ کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
✒: په فاریاب کې اورښتونو او سېلاوونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي
د یاد ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس شمس الدین محمدي وایي چې په میمنې ښار او د دغه ولایت په چهلګزي او بندر ولسوالیو کې په تېرو دوو ورځو کې د سختو اورښتونو او سېلاوونو له امله ۶ تنه وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي، د استوګنې ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: پرون د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي امیرخان متقي او په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد خان شکیب سره پخپل دفتر کې لیدلي او د هېواد پر سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز وضعیت یې خبرې کړې دي.
✒: دا.ا ویاند ذبیح الله مجاهدد مطبوعاتو ازادۍ د ورځې په مناسبت د هېواد ټولو رسنیو ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د رسنیو تر شا ولاړ دی او رسنۍکولی شي چې د قوانینو سره سم په ډاډه زړه فعالیت وکړي.
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي...
نور ولوله
ورور حکمتيار د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امير خان متقي سره وليدل
دوشنبه؛ د ۱۴۰۱ ھش کال د ثور ۱۲مه او د کمکي اختر ۲مه:
په تېرو دوه ورځو کې د هېواد سلګونه سياسي أشخاص، قومي متنفذين او مشران، علماء کرام، ځوانان جهادي قومندانان او مجاهدين د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار اختر مبارکۍ او احترام ته راغلي او د راتګ دا لړۍ لا هم جريان لري؛ چې د مبارکيو او تګ راتګ په همدې تسلسل کې د افغانستان إسلامي إمارت د خارجه چارو وزیر ښاغلی ملا أميرخان متقي، په پاکستان کې د إمارت إسلامي سفير سردار احمد خان شکيب او ورسره ملپلاوی هم نن مازيګر د ښاغلي حکمتيار ليدو ته راغلی وو.
په دې کتنه کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي، إقتصادي، أمنيتي او ټولنيزو موضوعاتو هم تفصيلي بحث او خبرې ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي حکمتيار حفظه الله د اختریزې خطبې له متن څخه: نن چي څوك په جوماتونو، مدرسو، خانقاوو، بازارونو او غونډو كي چاودني او انفجارات كوي؛ د برق ستني ويجاړوي؛ مقناطيسي بمونه كاروي، ترورونه كوي، دا همغه خبيثان دي چي پرون ئې همدا كار كولو؛ پرون ئي په یونیفورم کي همدا کار کولو او نن ئي په پټه کوي.
✒: داستخباراتو لوی ریاست هغه قطعه ګمارلې چی له عام ولس سره یی هیڅ فرق نه کیږي، د یادې قطعې غړي به د شکمنو کسانو دنیولو پر وخت خپل مشخص کارت ورته ښکاره کوي،
دا کسان حتی دحکومت نور نظامي ارګانونه هم نه پیژني، دوی به فقط د...
نور ولوله
ورور حکمتيار د ترکيې او ماليزيا له پلاوي سره وکتل
جُمعه؛ د ۱۴۰۱ ھش کال د ثور ۹مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن د جُمعې له لمانځه وروسته د مالېزيا هېواد د Malaysio Relief Agency له مسئولينو او همدا راز د يو ترکي تيکنيکل پوهنتون له رئيس او د ښاغلي نجم الدین اربکان د ګوند له ارشد غړي
پروفيسور مراد علي يوليک او ورسره ملپلاوي سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو لړ مهمو سياسي، إقتصادي، إجتماعي او تعليمي مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
راغليو پلاويو قدرمن مشر ته د خپل اخلاص، درنښت او خپلو صميمانه مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ وويل...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: سخنگوی قوماندانی امنیه کابل: جزیایت حادثه امروز کابل؛
امروز بعد از ادای نماز جمعه درحوزه ششم سه راهی علاودین در نزدیکی مسجد خانقا انفجار رخ داده که متاسفانه ۱۰ تن از هم وطنان ما شهید و ۳۰ تن دیگر مجروح گردیده
منسوبین امنیتی بررسی های خویش را به صورت جدی پیگیری مینمایند.
✒: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یوه ټویټ له لارې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند په یوې خانقا کې چاودنه غندلې او زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به د دغو «جنایاتو عاملین پیدا او مجازات کړل شي.»
✒...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب څلويښتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د ثور ۷مه:
د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمت.يار ۴۰مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چې گڼشمېر ورونو او خویندو پهکي ګډون کړی وو.
نننۍ درسي حلقه د يوي بلي إختلافي موضوع (ذو القرنين او يأجوج او مأجوج) په اړه وه.
ښاغلي حکمت-يار وويل:
د ذوالقرنين او يأجوج او مأجوج په اړہ هم په امت كي د جدي اختلاف شاهد يو، په تفسيرونو كي هم بېل بېل آراء مومو او په رواياتو كي هم كافي متعارض روايات....
نور ولوله
مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: فعالیت سفارت افغانستان در بیجینگ دوباره آغاز شد.
سفارت افغانستان در چین میگوید در نشستی که به مناسبت آغاز فعالیت این سفارت برگزار شده بود، شماری از محصلان افغان و نمایندگان شرکت های خصوصی چینایی نیز شرکت کرده بودند.
✒: عصر ناوقت امروز یک انفجار در نزدیکی مکتب سلطان غیاث الدین در مربوطات حوزهٔ دهم امنیتی شهر مزارشریف رخ داده است.
منابع محلی میگویند این انفجار، در نتیجهٔ انفجار یک ماین مقناطیسی به وقوع پیوسته است و تلفاتی نیز به همراه دارد.
✒: &r...
نور ولوله
ورور حکمتيار د ځوانانو او محصلانو رياست د إفطاري پر يو پرتمين محفل کې برخه واخيسته
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د ثور ۷مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن د إفطاري پر يو بېساري او پرتمين محفل کې برخه واخيسته.
ياد رمضاني محفل چې د حزب اسلامي افغانستان د ځوانانو او محصلانو رياست په ابتکار جوړ شوی وو، سلګونه تنو ځوانانو او مشرانو پهکې ګډون کړی وو.
د ياد محفل پيل د داوودي حنجرې د څښتن قاري صیب ذاکر الله حقيار په تلاوت پيل شو، وروسته د ياد ګوند د ځوانانو او محصلانو رئیس ښاغلي ډاکټر سیف الدین عمرخېل پرانيستونکې وينا وکړه او د محفل درنو ګډونوالو ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ يې په اسلام کې د روژې پر فضيلت او فلسفه رڼا واچوله. نوموړي وويل:
روژه د قرآ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلي حکمتیار حفظه الله نن د رمضان المبارک په شپږویشتمه د یاد حزب د ځوانانو چارو ریاست له خوا د روژه ماتي په جوړ شوي پروګرام کي ګډون وکړ.
✒: د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد له ملي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په نوې ملي اردو کې تر اوسه ۱۱۰ زره سرتېري جذب شوي او په هېواد کې د یوې منظمې اردو د رامنځته کولو هڅې راونې دي.
✒: په کابل کې د روسیې سفارت د کابل-مسکو تر منځ د اریانا هوايي شرکت د الوتنو پیلولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د دوشنبې په ورځو ب...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه: د حاا قدرمن مشر نن له غرمې مخکې د هېواد له جيد، نامتو او ځوان عالم شيخ عبدالحمید حماسي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي، أمنيتي، علمي او فرهنګي مسائلو تفصیلي بحث او خبرې وشوې.
✒: د ملي دفاع وزارت پلاوي نن په کابل کې د ايران د سفارت له مرستیال سره وکتل.
په کابل کې د ایران سفارت وايي چې ددې سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د ا.ا د دفاع وزارت له مرستیال مولوي شبیراحمد سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ ی...
نور ولوله
