No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏پرون د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي امیرخان متقي او په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد خان شکیب سره پخپل دفتر کې لیدلي او د هېواد پر سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز وضعیت یې خبرې کړې دي.

: ‏دا.ا ویاند ذبیح الله مجاهدد مطبوعاتو ازادۍ د ورځې په مناسبت د هېواد ټولو رسنیو ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د رسنیو تر شا ولاړ دی او رسنۍکولی شي چې د قوانینو سره سم په ډاډه زړه فعالیت وکړي.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن سه شنبه د تېر په‌څېر نن هم د اختريزو ملاقاتونو او مبارکيو په تسلسل کې د ګڼ‌شمېر نورو مشهورو سياسي او جهادي شخصيتونو تر څنګ د هېواد پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی هم د يو پلاوي پر ملتيا د ح‌اا د قدرمن أمير ليدو او مبارکۍ ته راغلی وو.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، د هغو کړنو له مخې، چې په دې هېواد کې روانې ساتل شوي؛ ستونزمنه به وي، چې اسلامي حکومت پر رسمیت وپېژندل شي.

: ‏زلینسکي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی تمه لري، تر څو اروپا به په نږدې راتلونکي کې پر روسیې نور بندیزونه هم ولګوي. نوموړي تمه ښوودلې چې په دې بندیزونو کې دې د روسیې د انرژۍ د عوایدو د بندولو لپاره ګامونه واخېستل شي.

: ‏یان مک‌کری، سرپرست سفارت امریکا برای افغانستان در روز جهانی آزادی مطبوعات در تویتر اش نوشته است: «ما باید اهمیت رسانه‌های آزاد و فداکاری‌های را که انجام می‌دهند، انعکاس دهیم. ما بر فداکاری‌های آنها با حفاظت از آزادی مطبوعات در هر جای که مورد حمله قرار میگیرند ، ارج میگذاریم

: ‏د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک د رسنیو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د رسنیو وضعیت او خبریالۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې پر رسنیو لګول شوي محدودیتونه دې لرې شي. ویک په یوه ټویټ کې د رسنیو خپلواکي د افغانستان لپاره مهمه ګڼلې.

: ‏د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

یاد بنسټ د مې ۳مې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپور شوي پيغام کې ویلي، چې افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي او له اسلامي امارت یې غوښتي څو د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.

: ‏د بې پولې خبریالانو ټولنې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ په تازه درجه بندۍ کې افغانستان سږکال د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۶ ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر۲۰۲۱ کال کې افغانستان ۱۲۲ ځای درلود خو سږکال ۳۰ نومرې شاته لوېدلی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک