No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌.ا.ا د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه: د ح‌اا قدرمن مشر نن له غرمې مخکې د هېواد له جيد، نامتو او ځوان عالم شيخ عبدالحمید حماسي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په‌ دغه کتنه کې د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي، أمنيتي، علمي او فرهنګي مسائلو تفصیلي بحث او خبرې وشوې.

: ‏د ملي دفاع وزارت پلاوي نن په کابل کې د ايران د سفارت له مرستیال سره وکتل.

‏په کابل کې د ایران سفارت وايي چې ددې سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د ا.ا د دفاع وزارت له مرستیال مولوي شبیراحمد سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په پوله کې د خبرو له لارې د وروستیو ستونزو پر هواري ټینګار کړی دی.

: ‏په کابل کې د روسیې سفارت په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اریانا افغان هوايي شرکت پرون د اپرېل په ۲۵مه له کابل څخه مسکو ته خپل لومړی مستقیم پرواز تر سره کړی دی.

دا په روان کال کې د کابل او مسکو تر منځ لومړی پرواز ګڼل کیږي.

‏د روسیې سفارت ویلي چې تر دې وروسته به هره اونۍ دوشنبه له کابل څخه مسکو او هره سه شنبه له مسکو څخه کابل ته مستقیم پرواز ترسره کیږي.

: ‏د ا.ا کابینې اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارلې چې د مس عینک کان د کېندنو چارو عملا پیل کېدو پر وړاندې خنډونه او همداراز ددې کان تړون وڅیړي.

په غونډه کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ویل شوي چې د مس عینک په سیمه کې د شته تاریخي اثارو د ساتنې په اړه لازم اقدامات وکړي.

: ‏د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پرېکړې په اساس راتلونکې پنجشنبه د ثور اتمه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د جهاد د بریا په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

: ‏نصیر احمد فایق نماینده حکومت پیشین در سازمان ملل گفته است که پول های منجمد شده افغانستان نباید به قربانیان یازده هم سپتمبر داده شود.

‏وی در نامه به محکمه ایالت جنوبی نیویارک نگاشته است: مردم افغانستان نیز به مانند قربانیان یازده هم سپتمبر قربانی تروریزم اند و پول افغانستان نباید به حیث غرامت به قربانیان رویداد یازده سپتمبر پرداخت شود.

وی افزوده است که اکنون نزدیک به 95 درصد افغانان دسترسی کامل به غذا ندارند.

: ‏د افغانستان ا.ا ویلي چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پوره ځواک او په کافي اندازه امکانات لري. د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې دوی د ترهګرو ډلو ځانګړې توګه داعش ډلې د ځپلو برخه کې بریالي دي.

: ‏د لوګر د امنيې قوماندانۍ منسوبينو د دغه ولايت په مرکز کې د مهماتو يوه زيرمه کشف کړې ده. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس وايي چې دغه زېرمه تېره شپه د ځانګړو عملياتو په بهير کې په کلنګار کلي کې کشف او ترلاسه شوې ده.

: ‏د ا.ا.ا وايي چې دوه لوړپوړي پلاوي يې په ايران او دوحه کې دي څو د بېلابېلو مسايلو پر سر له يادو هيوادونو سره خبرې وکړي. د افغانستان د ا.ا مرکزي وياند وايي چې د دې خبرو د لاسته راوړنو په تړاو جزئيات به د پلاويو تر راستنيدو وروسته رسنيز شي.

: ‏د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د ثور په ۷ مه، ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

: ‏یک گروهی از کارشناسان سازمان ملل دلیل افزایش چالش های زنان و دختران افغان را منجمد ماندن میلیاردها دالر پول افغانستان از سوی امریکا می‌داند.

‏خبرگزاری رویترز در گزارشی گفته است: این کارشناسان، حکومت امریکا را ملامت نموده اند که با منجمد ساختن میلیاردها دالر پول د افغانستان بانک، باعث افزایش مشکلات در زندگی زنان افغان شده است.

: ‏ایران وایي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور له ویجاړۍ او وژنو پرته بل څه نه درلودل.

‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي دغه هېواد ته د نوو ورغلو سفیرانو د اعتبارلیکونو د اخیستلو پر مهال په افغانستان کې د امریکا پر شل کلن حضور نیوکه کړې او همداراز یې له نړیوالو غوښتي چې د یوکراین له جګړې سره هممهاله دې پر افغانستان او په دغه هېواد کې پر روان بحران تمرکز وکړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې پر ښوونځیو او جوماتونو وروستي بریدونه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د روژې په میاشت کې پر عبادت ځایونو بریدونه بشر ضد عمل دی.

: ‏شارمي بلوڅ هغه مېرمن چې نن یې په کراچۍ کې ځانمرګی برید ترسره کړ.

د پاکستان په کراچۍ کې د چینايي انستیتیوت پر استادانو باندې تر نننۍ چاودنې مخکې بلوڅ ازادی غوښتونکي شارمي بلوڅ پر خپله ټویټر پاڼه د خدای پامانۍ پیغام هم پرېښی و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک