مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې، دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ځانګړي حکم پر اساس، د دفاع وزارت د سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمی پر مشرۍ د ملي اسلامي اردو د لیکو د تصفيې کمېسيون جوړ او نن يې رسماً په کار پيل وکړ.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اهل تشیع له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې دښمنانو په افغانستان کې د اقتصادي سقوط هڅه وکړه خو ونه توانېدل.
نوموړی وايي اوس مهال د تېر حکومت ۵۰۰زره مامورین د نوي حکومت په چوکاټ کې کار کوي او د پخوا په څېر معاشونه او امتیازات تر لاسه کوي.
✒: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په کابل کې د یوناما مشرې دیبورا لاینز سره لیدلي او پر بیلابیلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
✒: کابینۀ ا.ا طرح جلوگیری از گدایی را تصویب کرد.
معاون سخنگوی امارت اسلامی در توییتی گفته است که حکومت طرح جلوگیری از گدایی و حل مشکلات گداها را تصویب نمود.
این طرح، از سوی وزارت کار و امور اجتماعی با همکاری جمعیت افغانی سره میاشت ترتیب شده است.
✒: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کیدو غوښتنه کړې ده.
✒: د پنجشېر والي ویاند ابوبکر صدیقي طلوعنیوز ته وايي، د تېرې جمعې په ورځ د دې ولایت په درې ولسوالۍ کې د یوې وسلهوالې نښتې پر مهال د اسلامي امارت شپږ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، د پنجشېر ولایت په بېلابېلو برخو کې تازه دمي سرتېري مېشت شوې دي.
✒: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون کابل ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار لطفالحق په ګډون د دې بانک له یو شمېر مسوولانو سره لېدلي. مرکزي بانک په یوه ټویټ کې لیکلي، د دې لېدنې پر مهال د مالي او بانکي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
✒: امیر خان متقی، سرپرست وزارت خارجه در دیدار با علما و متنفذین اهل تشیع به روز شنبه، گفت که شهروندان افغانستان هم از اهل تسنن و اهل تشیع از حقوق مساوی در کشور برخوردار اند. آقای متقی گفت که امارت اسلامی نمیخواهد که افغانستان «بعد از این» مرکز رقابتهای ابرقدرتها باشد.
✒: د پوهنتون یو شمېر استادانو، زدهکړیالانو او مدني او سیاسي فعالانو د یوه لیک له لارې د بریټانیا اکسفورډ پوهنتون له ټولنې غوښتي چې د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وینا لغوه کړي.ټاکل شوې حمدالله محب د مې په ۱۱مه د دې ټولنې په بلنه دافغانستان بدلونونو په اړه وینا وکړي.
✒: افغان کډوال په ایران کې د کډوالو د ثبت لړۍ په اړه اندېښنه لري. د راپورونو له مخې افغان کډوالو ویلي چې د ایران له لوري د کډوالو ثبت ښه چاره ده، خو دا وېره شته چې د ثبت په لړ کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي کارتونه ښایي د ایراني حکومت له لوري تمدید نه شي.
✒: د افغانستان له ۱۶ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي په مرکزي اسیا اتلوالیو سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار له کابله تاجکستان ته روان شول. د مرکزي اسیا اتلوالیو سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب د ۵ هېوادونو تر منځ تر سره کېږي.
✒: د کندوز ولایت د دریو سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د امو موسمي سيلابونه يې هر کال د استوګنې کورونه، باغونه او کروندې تخريبوي خو حکومت يې په مخنيوي کې ورسره مرسته نه کوي.
✒: د میدام وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پيلېږي. ددغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر انجنیر محمد خان ځواک ویلي چې دغه صنعتي پارک د میدان ښار د کوتل اړوند تخت سیمه کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه باندې جوړېږي چې نږدې ۵۴ فابریکې به پکې ځای پر ځای کړل شي.
✒: د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وايي چې د امنیت په تامین او د هوا په ګرمېدو سره بامیانو ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوی دی. سرچینه وایي چې یوازې د اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۳ زره کسانو د بامیانو له بند امیر ملي پارک لیدنه کړې ده.
✒: د هند د پوهنتونو افغان محصلین:
د هندي پوهنتونو دوه نیم زره افغان محصلین افغانستان کې بند پاتې دي.
وایي، نه هند ویزې راکوي، نه جواب راکوي، نو مو څوک غږ رسوي، خو درسونه رانه تېرل شول.
✒: د اسلامي امارت ځواکونو په بلخ کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن آزاد کړ.
د بلخ د امنیت آمر قاري عبدالحى عابد وايي چې د اسلامي_امارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې دیارلس تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شوي او په تړاو یې ۶۰ تنه نیول شوي دي.
✒: نیروهای استخبارات ولایت هرات یک داکتر را که چندی پیش از ولسوالی پشتون زرغون آن ولایت اختطاف شده بود در مربوطات ولسوالی گذره-هرات از چنگ آدمربایان آزاد کردند.
✒: مسوولان امنیتی در بلخ میگویند که چهار دزد مشهور را از مربوطات حوزه نهم شهر مزارشریف مرکز آن ولایت بازداشت کردند.
به گفته مسوولان، پنج میل تفنگچه، سه عدد برچه، یک میل کلاشینکوف و بمب دستی از نزد آنان به دست آمده است.
✒: افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا ۲۸مه کمکي کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
✒: ولودیمیر زلنسکی، رئیسجمهور اوکراین در یک پیام ویدئویی که به مناسب 9 می پایان جنگ جهانی دوم و پیروزی اتحاد شوری بر آلمان نازی منتشر کرده، اظهار داشت: امروز روز پیروزی علیه نازیسم را جشن میگیریم و به کسی اجازه نخواهیم داد که پیروزی ما را مصادره کند.
وی تاکید کرد: ما با اجدادمان افتخار میکنیم که نازیسم را به عنوان بخشی از ائتلاف ضد هیتلر شکست دادند.
زلنسکی با بیان اینکه روسیه تصور میکرد اوکراین از گرامیداشت 9 می و پیروزی بر نازیسم امتناع میکند، گفت: در جنگ جهانی دوم میلیون ها اوکراینی علیه نازیسم جنگیدند و آنان را از لوهانسک و دونتسک، یالتا، سیمفروپل، خرسون، ملیتوپل، بردیانسک، ماریوپل، کرچ و کریمه اخراج و وطنمان را نجات داد. (اجداد ما) نازیها را از سرتاسر اوکراین بیرون کردند و این شهرها به ما الهام میدهند تا بار دیگر مهاجمان را از سرزمین خود اخراج کنیم.
✒: زلنسکی: ورود به ماریوپل از طریق نظامی غیرممکن است.
ولودیمیر زلنسکی، رئیسجمهور اوکراین در کنفرانس مطبوعاتی مشترک با جاستین ترودو، نخست وزیر کانادا در کییف اظهار داشت: امروز ورود به ماریوپل که توسط نیروهای روسیه محاصره شده از طریق نظامی غیرممکن است.
✒: اوکراین ته د نړۍ د جګپوړو چارواکو له سفرونو وروسته دا ځل د کاناډا لومړی وزیر جستن ټروډو په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته ورسېد.
د کاناډا لومړي وزیر په کییف کې د اوکراین له ولسمشر سره کتلي او د کاناډا سفارت چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې په کییف کې تړل شوی و، بېرته پرانیستل شو.
د کاناډا لومړي وزیر له اوکراین سره د خپل هېواد د لا زیاتو پوځي او بشري مرستو یادونه کړې او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې په اوکراین کې په جنګي جنایتونو تورن کړی دی.
✒: د پاکستان جماعت اسلامي مشر ملا سراج الحق:
له اوسني بحرانه د پاکستان د ایستلو یوازنۍ لاره دا ده چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره شي.
نوموړی، افغانستان کې د مخالفو وسله والو کړیو ملاتړی و.
✒: د سولې او اقتصاد نړیوالې موسسې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او ایسلینډ د نړۍ تر ټولو امن هېواد اعلان کړ.
دې لیست کې افغانستان ۱۶۳، یمن ۱۶۲ ، سوریه ۱۶۱، جنوبي سوډان ۱۶۰ ا عراق ۱۵۹ نمبر باندې یو په بل پسې ناامنه هېوادونه دي.
✒: جوبایډن د خپلې مېرمنې په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی چې خارجه او دفاع وزیران او د کانګرس مشره هم په کې ده، اوکراین ته لېږلی.
پلاوی له سلواکیا نه تر اوکراین پورې موټرو کې تللی او د زلینسکي مېرمنې ورسره په یو ښوونځي کې لیدلي.
دغه ښوونځي کې بې کوره میندې اوسي.
✒: ستراتيژيست نشریې یوه مطلب کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او کاروبار د بندیدو په تړاو په یوه لیکنه کې ویلي چې تر شلو کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوالې ټولنې یوه ستره غوښتنه په افغانستان کې پوره کېږي.
✒: اروپايي ټولنه وايي افغان حکومت ورسره د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکرایین په ختيځ دونباس سیمه کې يې ځواکونه د خپلې مورنۍ خاورې د ازادۍ لپاره جګړه کوي. پوتین پر لویديځوالو تور پورې کړ چې پر خاوره يې بريد ته چمتووالی نيسي.
✒: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ايبټ اباد کې د ګوښه شوي لومړي وزير عمران خان تر څرګندونو وروسته ويلي چې هغه د پاکستان پر ضد دسيسه پيل کړې او بايد قانوني چلند ورسره وشي.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د حجاب د رعایتولو په تړاو د ا.ا تازه پرېکړې ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا چاره ښايي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت پر اړیکو منفي اغېز کوي.
✒: د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار د کار د نړیوال سازمان په حواله لیکلي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ۵سوه زره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ښايي د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي دا شمېره ۹سوه زرو ته ورسیږي.
✒: د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بورل له نوي افغان حکومت غوښتي، چې باید د افغانانو د اقتصادي، امنیتي، پوهنې او روغتیا برخو ته پاملرنه وکړي.
نوموړي د حجاب په تړاو د ا.ا پرېکړې په غبرګون کې ویلي، هر څوک د خپلې خوښې جامو د انتخاب حق لري.
