ورور حکمتيار د ځوانانو او محصلانو رياست د إفطاري پر يو پرتمين محفل کې برخه واخيسته
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د ثور ۷مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن د إفطاري پر يو بېساري او پرتمين محفل کې برخه واخيسته.
ياد رمضاني محفل چې د حزب اسلامي افغانستان د ځوانانو او محصلانو رياست په ابتکار جوړ شوی وو، سلګونه تنو ځوانانو او مشرانو پهکې ګډون کړی وو.
د ياد محفل پيل د داوودي حنجرې د څښتن قاري صیب ذاکر الله حقيار په تلاوت پيل شو، وروسته د ياد ګوند د ځوانانو او محصلانو رئیس ښاغلي ډاکټر سیف الدین عمرخېل پرانيستونکې وينا وکړه او د محفل درنو ګډونوالو ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ يې په اسلام کې د روژې پر فضيلت او فلسفه رڼا واچوله. نوموړي وويل:
روژه د قرآن د نزول د شرف او وياړ لرلو ترڅنګ د انساني نفس د تزکيې لهپاره تر ټولو بهترينه وسيله ده.
له نوموړي وروسته کوچني ماشوم غزالي په خپله وړه او خوږه ژبه د حزب اسلامي افغانستان متعهدو ځوانانو او مشرانو او په ځانګړي ډول د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ته د خپلې مننې او صميميت مراتب وړاندې کړل چې د داسې يو پرتمين او مبارک محفل د جوړېدو فرصت يې برابر کړ او همدا راز د محفل درنو ګډونوالو ته يې د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ په اړه خپل ترتيب کړی لنډ پيغام هم واوراوه.
له کوچني غزالي وروسته د ياد ګوند د دعوت او تنظيم قدرمن رئيس او مجاهد شخصيت ښاغلي انجينير عبدالصبور نصرتيار د محفل ګډونوالو ته خپله هر اړخيزه او علمي وينا واوروله او ويېويل:
د روژې مبارکه مياشت د إنسان د ټولنيزو، روحي، رواني او جسمي اړخونو د معالجې او پياوړتيا تر څنګ د هغه إلٰهي کلام د نزول مياشت هم ده چې د بشريت د ژوندانه او لارښوونې تر ټولو ستر قانون دى.
د پای وينا بيا د جهاد او آزادۍ وياړلي رهبر او حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار وړاندې کړه چې د روژې پر دنيوي او أخروي ګټو يې مستنده، تفصيلي او هر اړخيزه رڼا واچوله او ويويل:
د روژې د مبارکې مياشتې فلسفه د تقویٰ پياوړتيا ده او انسان له روحي پلوه اړتيا لري چې له الله تعالیٰ سره يې اړيکه ټينګه او مضبوطه اوسي. دغه راز نوموړي زياته کړه؛ چې د روژې هدف او فلسفه له الله تعالیٰ سره د خپلې بندهګۍ او ژمنې نوي کول دي.
ښاغلي حکمتيار د خپلې وينا په پای کې د ځوانانو پر مسئولیتونو، دندو او وړتياوو هم تفيصيلي بحث وکړ او هغوی يې د د دين او هېوادساتنې په برخه کې يو کارنده، مؤثر او نهماتېدونکی ځواک وباله.
له ويناييزې برنامې وروسته ټولو پر ګډه إفطار وکړ، له هغه وروسته بيا د ماښام لمونځ د مشر په إمامت سره أداء شو او له لمانځه وروسته ټولو پر ګډه ماښامنۍ ډوډۍ وخوړه، او په دې ترتيب ننني مبارک محفل پای وموند.
ناويلې دې پاتې نهوي چې د ننني محفل د سټېج او انانسرۍ چارې د حزب اسلامي افغانستان دوه تنو پياوړو ځوانانو ښاغلي اسدالله شهاب او فضل ربي شاکر مخته يوړې.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
