ورور حکمتيار د ترکيې او ماليزيا له پلاوي سره وکتل
جُمعه؛ د ۱۴۰۱ ھش کال د ثور ۹مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن د جُمعې له لمانځه وروسته د مالېزيا هېواد د Malaysio Relief Agency له مسئولينو او همدا راز د يو ترکي تيکنيکل پوهنتون له رئيس او د ښاغلي نجم الدین اربکان د ګوند له ارشد غړي
پروفيسور مراد علي يوليک او ورسره ملپلاوي سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو لړ مهمو سياسي، إقتصادي، إجتماعي او تعليمي مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
راغليو پلاويو قدرمن مشر ته د خپل اخلاص، درنښت او خپلو صميمانه مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ وويل:
مالېزيايي او ترک ملتونه تاسې ته ځانګړی احترام او عقيدت لري او تاسې په نړۍ کې د يو وياړلي، آزاديخواه او ژمن رهبر په توګه پېژني. ستاسې شخصيت او مبارزې ته په ځانګړي تقدس قائل دي، دواړو ملتونو ستاسې له جهاد او مبارزې د آزادۍ الهام اخيستی او له تاسې يې د إشغال او أسارت پر وړاندې د مُقابلې زدهکړه کړې، او...
ښاغلي حکمتيار له راغليو پلاويو مننه وکړه او ويېويل:
پر افغانستان د روسي يرغل پر وخت مالېزيايي او ترک ملتونو د افغان جهاد کلک حمايت وکړ، له هغو ملتونو چې زموږ ملت او راتلونکي نسلونه به يې منندوی وي، مالېزيايي او ترک ملتونه دي. هيلهمند يو چې دواړه مسلمان ملتونه به نن هم لکه د تېر پهڅېر پهدې تاريخي او حساس پړاو کې د افغان ولس تر څنګ پاتې شي، او خپلې إسلامي او بشردوستانه مرستې به ترې ونهسپموي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
