No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: رسنۍ: ‏په ویانا کې د سیاسیونو غونډه د خپلمنځي مخالفتونو له امله لغوه شوه.

کابل نیوز ته د رسېدلو  معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې وه، د مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱ مې د اطرېش پلازمېنې ویانا کې د محمد یونس قانوني په مشرۍ د طالبانو مخالفو سیاسیونو ترمنځ یوه لویه ناسته وشي خو معلومات ښیي ددې ناستې ‏د جوړېدو تصمیم  هغه مهال لغوه شو چې محمد یونس قانوني او څو تنو نورو د جبهې د مشر په توګه د احمد مسعود له منلو سره مخالفت وکړ.

‏د دغو معلوماتو پر بنسټ  استاد سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، احمدضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، رحمت الله نبیل، تادین خان، فضل احمد معنوي، احمدولي مسعود او احمد مسعود هغه کسان وو چې په دې ناسته کې چې د محمد یونس قانونی په ابتکار جوړیدله  د ګډون بلنه منلې وه.

‏په ویانا کې ددې ناستې د جوړولو زمینه په اطریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري او د یونس قانوني ورور چې د سفیرې مرستیال دی، برابره کړې وه.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلاسون سره لیدلي او په بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي،  چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتیا ټينګار کړی دی.

: ‏د افغانستان بانک وايي، د بشري مرستو په لړ کې نن یکشنبه ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته را ورسېدل او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شول.

: ‏‏د افغانستان بانک وايي، تر دې وروسته د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څیرې یا پلستر شوي وي، شکل یې له منځه تللی وي، امنیتي علامې یې خرابې شوې او د چېک کولو په وخت کې یې د شمېر ماشین زېګنال ورکړي، د افغانستان بانک یې نه اخلي.

‏افغانستان بانک همداراز ویلي، د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ څخه وروسته دی، که څه هم زاړه او سولېدلي وي خو پورتنۍ ځانګړنې و نه لري، په ټولو بانکونو او صرافیو کې د منلو وړ دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پکتیا په «ګرده څېړۍ ولسوالۍ» کې د یوې غونډې په لړ کې چې د حقاني کورنۍ او سوري خېل قوم ترمنځ د پخلاینې په موخه چې د دوی ترمنځ دښمني څه باندې ۶۰ کلونو ته رسېده، جوړه شوې وه د قومي دښمنیو او د خلکو ترمنځ پر یووالي ټينګار وکړ.

: ‏د اسلامي امارت جګپوړي غړی انس حقاني د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې په یوې ولسي غونډه کې له هېوادوالو غوښتل، له هغو دودونو او رواجونو څخه چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، ډډه وکړي او خپلې شخصي دښمنۍ د خبرو له لارې حل کړي.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې یې څه باندې ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. یاد وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې ۳۳۲ میلیونه ۸۰۷ زره او ۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

: ‏هرات ـ د سلما بند مسوولان:

د وروستیو بارانونو له کبله سلما بند کې اوبه بیا ډېرې شوي او له مودو وروسته یې درې واړه توربینونه فعال شوي.

اوس دا بند بیرته ۴۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي.

: ‏د سعودي پاچا شاه سلمان د رواني ناروغۍ له امله روغتون ته وړل شوی.

هغه له شدید ډپریشن او رواني اختلالاتو سر مخ دی.

څه موده وړاندې هم د تریخي  د عملیات لپاره روغتون ته وړل شوی و.

: ‏تاجکستاني رسنۍ:

د تخار له خواجه غار نه په تاجکستان څلور بي ایم ـ ۱ ماډل توغندي شاټ شوي.

ځایي تاجکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا د انصارالله ډلې کار دی.

: ‏امریکا:

ټرمپ د سانفرانسسکو یوه محکمه کې د خپل ټویټر اکاونټ د بیرته ترلاسه کولو لپاره اچولې قضیه وبایلله.

هغه په ټویټر ۸۸ میلیونه فالوورز لرل او اکاونټ یې د تل لپاره تړل شوی.

: ‏د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي جاسپر ویک هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د حجاب رعایت د فرمان په هکله غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي ویک د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په استناد، په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې انسانان ازاد او له برابرو حقونو سره حلق شوي دي.

: ‏هوگو شارتر، کاردار سفارت بریتانیا برای افغانستان در تویتی در واکنش به تصمیم امارت اسلامی در باره حجاب زنان ابراز نگرانی کرده و گفته است که با «حاشیه کشاندن نصف جمعیت» جامعه و اقتصاد افغانستان نمی تواند رشد کند.

: ‏داعش خراسان څانګې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د راکټي بریدونو مسولیت په غاړه واخیست.

د سي اېن اېن ټلویزیون د راپور په اساس داعش خراسان څانګې د یوه پيغام له لارې له افغان خاورې پر تاجکستان د راکټي بریدونو مسولیت ومانه.

‏پر ازبیکستان هېواد له راکټي حملې وروسته دا دویم ګاونډی هېواد دی چې د داعش له خوا نښه ګرځي.

ویل کیږي د تخار له خواجه غار څخه پر تاجکستان د داعش د بریدونو په غبرګون کې تاجک لوري هم د تخار پر خواجه غار ولسوالۍ بریدونه کړي دي. اسلامي امارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حجاب د رعایت په اړه د نوي حکومت په فرمان اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې « له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودریږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي

: ‏د بشري حقونو د څار سازمان د حجاب د رعایتولو په تړاو د ا.ا د پرېکړې په غبرګون کې د بېړنۍ غونډې د جوړولو وړانديز کړی دی.

‏د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار ویلي، چې: « د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه باید یوه بېړنۍ غونډه راوبولي چې د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه کړي. په دې تګلاره او پلان کې دې نظارت او مجازات شامل وي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک