No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې وروستیو سېلاوونو په ۱۲ ولایتونو کې ۲۲ تنه وژلي، ۴۰ تنه یې ټپیان کړي، ۵۰۰ کورونه یې په بشپړ ډول نړولي،۲ زره کورونه یې لږ ډېر ویجاړ کړي،۳۰۰ څاروي له منځه تللي او۳ زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند محمد نسيم حقاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وزارت وروستيو سېلاوونو کې د وژل شویو، ټپيانو او زیانمنو شویو له وارثينو سره نغده مرسته کړې.

 د حقاني په وینا، پر زیانمنو شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي، د څښاک اوبه او نور خام مواد هم وېشل شوي دي.

: ‏وزارت معادن و پترولیم قرارداد زرشویی سواحل دریایی آمو ولسوالی حضرت امام صاحب ولایت #کندز را به‌منظور جلب علاقه‌مندان به اعلان گذاشت.

این وزارت از تمام علاقه‌مندان خواسته است که درخواستی‌های شان را الی ۱۵ روزکاری به ریاست تنظیم قراردادهای کوچک وزارت معادن و پترولیم بسپارند.

: ‏په هلمند کې په ترافیکي پېښو کې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې په تېرو ۴ ورځو کې د دغه ولایت په مرکز، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په ترافيکي پېښو کې دوه تنه وژل شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

: ‏د روغتیا وزارت:

افغانستان د ماشومانو د شري او د لېوني سپي خوړلیو لپاره د واکسینو له شدید کمښت سره مخ دی.

: ‏د پروان ولایت امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي وايي، نامعلومه وسله‌والو د دې ولایت جبل‌السراج ولسوالۍ په شېرباقي خېلو کلي کې یو کس وژلی دی. د نوموړي په وینا تر دې مهاله د دې پېښې انګیزه او علت روښانه شوی نه‌دی.

: ‏د افغانستان ا.ا وايي، له افغان سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا د طرزالعمل پر جوړولو کار روان دی. د ا.ا مرکزي وياند ويلي، له افغان سياستوالو سره د خبرو اترو پر طرز العمل کار روان دی او په وينا يې چې په نهايي کيدو سره به يې د کارونو رسمي پيل هم اعلان شي.

: ‏د افغانستان سرپرست حکومت وايي، په ایران کې اوسمهال له افغان کډوالو سره وضعیت نورمال شوی او ایران منلې چې له دې وروسته به د افغان کډوالو سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه کېږي.

: وزارت امور خارجه فلسطین امروز پنجشنبه طی بیانیه‌ای اعلام کرد که ادامه تجاوزات اسرائیل علیه مسجدالاقصی در قدس اشغالی به مثابه زیر پای نهادن تمام تلاش‌ها برای حفظ آرامش است.

در این بیانیه همچنین آمده، تکرار جنایات علیه مسجدالاقصی به چالش کشیدن آشکار جامعه جهانی و جهان عرب و اسلام بوده و به منظور تقسیم زمانی و مکانی این مسجد مقدس میان یهودیان و مسلمانان انجام می‌شود.

این در حالی است که از صبح امروز یورش شهرک‌نشینان یهودی به محوطه مسجدالاقصی مجددا تشدید یافته است.

اداره اوقاف اسلامی در قدس اشغالی پیشتر اعلام کرد که طی 3 ساعت گذشته حدود 600 تن از شهرک‌نشینان یهودی به محوطه مسجدالاقصی یورش بردند.

نمازگزاران فلسطینی در واکنش شعار «با جان و با خون خود فدایت می‌شویم ای مسجدالاقصی» را سر دادند.

بنا به اعلام شاهدان عینی حدود 50 تن از نمازگزاران فلسطینی توسط نظامیان بازداشت شده و برخی از آنها مورد ضرب و شتم قرار گرفتند.

گروه‌های افراطی یهودی به مناسبت سالگرد تاسیس اسرائیل به تشدید یورش به مسجدالاقصی فرا خوانده‌اند.

نظامیان اسرائیل از صبح امروز «باب المغاربه» مسجدالاقصی را به همین منظور باز کرده و دسته‌های شهرک‌نشینان یهودی وارد مسجدالاقصی شدند.

اسرائیل قصد دارد زمینه را برای تسلط کامل بر این مسجد و تقسیم زمانی و مکانی آن میان یهودیان و مسلمانان فراهم کند.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه ټویت کې لیکلي، هېواد یې په افغانستان کې وروستیو سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې استوي. نوموړي همداراز له افغانستان سره د نړیوالو مرستو غوښتنه هم کړې ده.

: ‏امریکایي لوړپوړی جنرال پټریاس: افغانستان کې تاوتریخوالی ځکه زیات شوی چې د اوسني رژیم له راتګ سره سم زرګونه تروریستان له زندانونو خوشې شول.

: ‏پخوانی بریټانوي جنرال جان مککول: برېټانیا باید له شرمه مړه شي، چې سلګونه په شرایطو برابر همکاران یې لا هم افغانستان کې پاتې دي.

: ‏د امریکا د خارجه وزارت ویاند نډ پرایس:

پاکستان سره مو د امنیت، د ترهګرۍ مخنیوي او نورو برخو کې اوس هم همکاري شته او دوام ورکول غواړو.

: ‏شمالي کوریا سږني میلادي کال کې چې پنځه میاشتې هم لا نه دي پوره، خپل ۱۴م بالستیک توغندی وازمایه.

په دې توغندي یې ۴۷۰ کېلو متره ایسته ځای ویشتلی دی.

: ‏چین د ایوریسټ په څوکه ۸۸۰۰ متره د نړۍ تر ټولو لوړ د هواپېژندنې سټېشن جوړ کړ.

دا اتومات سټېشن به هرو ۱۲ دقیقو کې معلومات خپل مرکز ته استوي چې هلته به یې ۲۷۰ نه زیات څېړونکي پلټنه کوي.

: ‏هند ـ ډیلي: دوه هندوانو خویندو انیتا او سواراج د کوچني اختر په مناسبت د مسلمانانو عیدګاه ته خپله ۱۵۰ کروړه ارزښت لرونکې ځمکه وقف کړه.

وایي، دا مو د پلار هیله وه.

مسلمانانو یې بدل کې وفات شوي پلار ته عیدګاه کې په جمع دعا کړې ده.

: ‏سیګار:

۷۰ سلنه افغانان د عاید د نشتوالي له امله خپلو کورنیو ته د ابتدایي خوړو د برابرولو توان نه لري.

وایي، ۲۲ میلیونه افغانان عاجلو غذایي مرستو ته اړ دي.

: ‏د اروپا د احصاییې اداره:

اروپا کې تر ټولو زیات (۲۳ زره ۲۵۵) بې سرپرسته ماشومان د افغانستان دي.

وایي، دا هغه شپاړس کلنۍ نه کم ماشومان دي چې کورنیو په قاچاقي لارو مزدورۍ پسې رالیږلي.

: ‏د اوکراین ولسمشر:

روسیې په اوکراین پسې وروسته نورو هېوادونو ته هم خېټه اوبو کې ایښې.

: ‏د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي یا سیګار ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د څه باندې ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات پاتې دي.

‏سیګار همداراز ویلي چې د پخواني افغان هوایي ځواک شاوخوا ۴ زره ۳ سوه غړي يا کارکوونکي، د اسلامي امارت د هوایي ځواک سره یو ځای شوي دي.

: ‏د هند صدراعظم نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره یې په دې هېواد کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

: ‏د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، چې په افغانستان کې د بیا منسجم کېدو لپاره د داعش او نورو ترهګریزو ډولو هڅې ناکامه شوې دي.

نوموړي د امریکا سنا ته د خبرو پر مهال ویلي، چې  سمدستي امریکا ته د داعش له لوري کوم ګواښ متوجه نه دی.

: ‏د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس، د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرس غوښتي چې په امریکا کې د لسګونو زرو افغان کډوالو د قانوني دایمي استوګنې لپاره لارې چارې ولټوي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګار د دې هیواد کانګریس ته په استول شوي راپور کې ویلي، چې امریکا پخواني افغان هوايي ځواک ته ځانګړې شوې ۱۶ هلیکوپټرې یوکراین ته ورکړې دي.

‏په دې راپور کې د هغو قراردادونو د لغوه کېدو خبر هم ورکړل شوی چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره لاسلیک شوي وو.

سیګار همداراز ویلي چې د پخواني افغان هوایي ځواک شاوخوا ۴ زره ۳ سوه غړي يا کارکوونکي، چې ۳۳ یې پيلوټان دي، د اسلامي امارت د هوایي ځواک سره یو ځای شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک