ورور حکمتيار د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امير خان متقي سره وليدل
دوشنبه؛ د ۱۴۰۱ ھش کال د ثور ۱۲مه او د کمکي اختر ۲مه:
په تېرو دوه ورځو کې د هېواد سلګونه سياسي أشخاص، قومي متنفذين او مشران، علماء کرام، ځوانان جهادي قومندانان او مجاهدين د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار اختر مبارکۍ او احترام ته راغلي او د راتګ دا لړۍ لا هم جريان لري؛ چې د مبارکيو او تګ راتګ په همدې تسلسل کې د افغانستان إسلامي إمارت د خارجه چارو وزیر ښاغلی ملا أميرخان متقي، په پاکستان کې د إمارت إسلامي سفير سردار احمد خان شکيب او ورسره ملپلاوی هم نن مازيګر د ښاغلي حکمتيار ليدو ته راغلی وو.
په دې کتنه کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي، إقتصادي، أمنيتي او ټولنيزو موضوعاتو هم تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
