د حکمتيار صاحب څلويښتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د ثور ۷مه:
د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمت.يار ۴۰مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چې گڼشمېر ورونو او خویندو پهکي ګډون کړی وو.
نننۍ درسي حلقه د يوي بلي إختلافي موضوع (ذو القرنين او يأجوج او مأجوج) په اړه وه.
ښاغلي حکمت-يار وويل:
د ذوالقرنين او يأجوج او مأجوج په اړہ هم په امت كي د جدي اختلاف شاهد يو، په تفسيرونو كي هم بېل بېل آراء مومو او په رواياتو كي هم كافي متعارض روايات.
راشئ وگورو چي قرآن په دې اړہ څه ويلي او كومه رأيه او روايت د اعتبار وړ گڼلى شو!!
د قرآن په دوو آيتونو كي د يأجوج او مأجوج يادونه شوې، يو ئې د الكهف سورې 94 آيت او بل ئې د الانبياء سورې 96 آيت دئ، د الكهف په سورې كي د دوى يادونه د ذوالقرنين د قصې په ضمن كي شوې او قصه داسي پيل شوې:
(وَيَسَۡٔلُونَكَ عَن ذِي ٱلۡقَرۡنَيۡنِۖ قُلۡ سَأَتۡلُواْ عَلَيۡكُم مِّنۡهُ ذِكۡرًا) ٨٣
(د ذو القرنين په اړہ تا پوښتي؛ ووايه: ژر به ئې څه يادونه در واوروم).
په دې مبارك آيت سره يوه بله اغېزناكه او عبرتناكه تاريخي قصه پيل كېږي چي د يوه ځواكمن او فاتح زعيم په اړہ ده او په ترڅ كي ئې د دې سورې محوري او اساسي مضامين په نوې او اغېزمنه بڼه كي انځور شوي. دا ځل يو مؤمن بنده د داسي اقتدار او واكمنۍ په حالت كي ښيي چي د ملك لمن ئې د وچي له ختيځ تر لوېديځ غزېدلې، د شمال او جنوب په لوري خوره شوې، هيڅوك ئې مخي ته ودرېدى نشي او د مقابلې توان ئې نه لري، ډول ډول وسائل او امكانات ئې په واك كي دي، خو دې زور او ځواك؛ نه مغرور كړى، نه ئې له خپل رب عصيان او بغاوت ته هڅولى او نه ئې د نورو په حق كي ظلم او تېري ته تشويق كړى، د مظلوم مرسته كوي، د ظالم له شره ئې ژغوري، د مفتوحه سيمو له هستوگنو سره نېك او عادلانه چلن كوي او يوازي ظالمانو ته سزا وركوي، فتوحات ئې د دې لپاره نه دي چي د جاه طلبۍ شوق پوره كړي، نورو ته خپل زور او ځواك وښيي او د نورو سيمو په نيولو سره د خپلي واكمنۍ لمن پراخه كړي، بلكي د يوه سپېڅلي هدف لپاره دي، غواړي خلك پر الله تعالى او آخرت ايمان راوړي او د ظالمانو له منگولو وژغورل شي.
قدرمن مشر وويل:
د دې آيت لانديني مطالب توجه غواړي:
*الف: دلته ويل شوي چي:
او د ذوالقرنين په اړہ له تا پوښتني كوي، له دې وينا معلومېږي چي د نورو پوښتنو په ضمن كي دا هم يوه پوښتنه وه؛ او دا ښيي چي د اصحاب كهف او خضر عليه السلام په اړہ مخكيني وضاحتونه هم د دوى د پوښتنو په ځواب كي وړاندي شوي. د آيت له دې فقرې (قُلۡ سَأَتۡلُواْ عَلَيۡكُم مِّنۡهُ ذِكۡرًا: ووايه: ژر به ئې څه يادونه در واوروم) معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې وحي له راتلو وروسته هغوى ته دغه وينا كړې؛ هغه رأيه صحيح نه برېښي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړى له هغوى سره وعده كړې او بيا څه موده وروسته دا آيتونه نازل شوي.
*ب: دلته د ذوالقرنين نوم راغلى چي لغوي معنى ئې د دوو ښكرونو خاوند ده، نه په قرآن كي د دې مزيد وضاحت شوى چي دا څوك وو، نه په احاديثو كي او نه د تاريخ په كتابونو كي، ځينو ويلي چي دا يوناني سكندر اعظم وو او ځينو ويلي چي دا خورس (خسرو) د فارس واكمن وو، په دې اړہ په يقين سره څه ويل گران دي، دا هم يوه بله پوښتنه ده چي ولي د ذوالقرنين په نامه ياد شوى؟ آيا دا له دې كبله چي ده او فوځيانو به ئې داسي خولونه پر سر كول چي دوه ښكرونه به ئې ول، كه د دې لپاره چي ده حقيقتاً په خپلي ككري (كوپړۍ) كي د ښكرو په څېر دوه راوتلې غوټي درلودې؟ په دې اړہ هم څه واضح ځواب نشو موندلى، خو د قرآن له وينا دومره معلومېږي چي قريش له دې نوم سره آشنا ول او د همدې ذوالقرنين په اړہ ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتنه كړې، د قريشو د دې معرفت مرجع يهودان ول، بايد د يهودانو په مذهبي او تاريخي كتابونو كي دا ولټول شي چي دوى د ذوالقرنين نوم چا ته وركړى وو. په بايبل كي د دانيال يوه جعلي او سر تر پايه بې بنسټه قصه مومو چي په ضمن كي ئې د دانيال داسي خوب ته اشاره شوې چي وايي: (خوب مي ليد چي د شوش په سيمي كي (دا سيمه اوس د ايران يوه برخه ده)؛ د نهر خوا ته ولاړ يم، يو مږ گورم چي دوه جگ جگ ښكرونه ئې دي، د نهر په ژۍ كي ولاړ دئ، ناڅاپه گورم چي يو ښاخ ئې ستر او تر بل جگ شو، دي مږ د مغرب، شمال او جنوب لوري ته ښكرونه وهل، هيڅ ځناور ئې مقابله نشوى كولى او روغ نشو ترې خلاصېدى، څه چي ئې غوښتل همغسي ئې كول او سترېدو، په داسي حال كي چي لگيا وم د دې صحنې په اړہ مي فكر كولو ناڅاپه له لوېديځه يو وز راڅرگند شو، داسي تېز راروان وو چي پښې به ئې د منډي په حال كي پر زمكه نه لگېدې، دې وز چي يو ښكر ئې د دواړو سترگو تر منځ درلود په شدت سره د دوه ښكري مږ په لور ورغى، له ډېر غضب سره ئې پرې بريد وكړ، دواړہ ښكرونه ئې ورمات كړل او هغه ئې رانسكور كړ... ورپسې د جبرئيل له قوله چي دانيال ته په خوب كي راڅرگند شوى دا خوب داسي تعبيروي: هغه دوه ښكرى مږ د ماد او فارس پاچايي ده، هغه وز چي د دواړو سترگو منځ كي ئې يو ښكر وو د يونان پاچايي ده، ښكر ئې د همدي ملك لومړى پاچا دئ، د ښكر ماتېدا او پر ځاى ئې د څلورو ښكرونو راپيدا كېدا په دې معنى ده چي دا پاچايي به په څلورو برخو ووېشل شي او هره برخه به يو پاچا لري خو هيڅ يو به ئې د لومړي پاچا په څېر ځواكمن نه وي).
*ج: كه تاسو د بايبل دغه برخه په دقت سره ولولئ نو يقيناً چي ډېر ژر به درته جوته شي چي (دانيال) يو جعلي نوم دئ، او په ده پوري تړل شوې خبري جعلي، له ځانه جوړي شوې او له سره تر پايه غلطي او بې بنسټه دي، خو عجيبه ده چي دانيال ته منسوب دغه قصې، خوبونه او تعبيرونه ئې په مسلمانانو كي خورې شوې، دانيال د يوه معروف معبر په نامه پېژني او حتى ځينو مفسرينو په خپلو تفسيرونو كي د ده خبري نقل كړې دي، دا په داسي حال كي چي عمر رضي الله عنه يو كس د دې لپاره سخت تنبيه كړ چي دانيال ته دغه منسوب خبري ئې تبليغ كړې وې او ورته وئې ويل چي زه پيغمبر عليه السلام د اهل كتابو د آثارو له لوستلو په كلكه منع كړى وم. د دې تفصيل د (بايبل د قرآن په رڼا كي) كتاب كي وگورئ، خو يهودان د بايبل دغي جعلي برخي ته تر نورو زيات ارزښت وركوي، د همدې لپاره دا دوه ښكرى (ذوالقرنين) په دوى كي پېژندل شوى او معروف نوم وو او د فارس يو ستر واكمن ئې په همدې نامه ياداوو.
*د: قرآن په راتلونكو آيتونو كي د دې ستر فاتح مواصفات زموږ مخي ته ږدي او هغه د يوه مؤمن او عادل واكمن او زعيم په توگه معرفي كوي. د طوالت د مخنېوي له کبله به يوازې د آيتونو پر ژباړه او مفهوم إکتفاء وکړو. هلته چې فرمايي:
(يقيناً چي موږ هغه ته په زمكي كي تمكين وركړى وو او ډول ډول اسباب مو وركړي ول، نو د يوه (اقدام اړوند) سبب پسې شو، تر هغه چي د لمر لوېدو حد ته ورسېدو، هغه ئې داسي وموند چي په تور رنگه خټينه چينې كي پرېوځي، او د هغې خوا ته ئې يو قوم وموند، ومو ويل: اې ذو القرنينه! يا ئې تعذيب كړہ يا د دوى په اړہ نېك چلن غوره كړہ، وئې ويل: اما هغه چي ظلم ئې كړى نو حتماً به ئې تعذيب كړو بيا به د خپل رب لوري ته گرځول كېږي او هغه به ئې په ځانگړي بد عذاب اخته كړي. او هغه چي ايمان ئې راوړى او نېك عمل ئې كړى نو هغه ته غوره بدله ده او حتماً به هغه ته د خپلي سپارښتني آسانه وينا وكړو).الكهف: 84-88
ښاغلي حکمتيار وويل:
په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني مومو:
*1: ذوالقرنين د نړۍ يو پياوړى او مضبوط واكمن وو، الله تعالى ډول ډول اسباب او امكانات وركړي ول، له خپلو وسائلو او امكاناتو په استفادې سره ئې لومړى د لوېديځ په لوري مخه كړہ، تر هغه ځايه مخكي ولاړ او سيمي ئې يوه په بلي پسي فتح كړې چي د لمر لوېدو حد ته ورسېدو، داسي ځاى ته چي پراخه خټينه چينه ئې مخي ته حائل شوه، داسي ورته معلومېده چي لمر د همدې خټيني چينې په وروستۍ (غربي) ژۍ كي پرېوځي، د قرآن له وينا معلومېږي چي د دې چينې شرقي ژۍ خټينه ده، د غرب په امتداد دومره اوږده پرته ده چي آخوا ته ئې هيڅ لوړہ نه تر سترگو كېږي، د لمر د پرېوتو پر مهال داسي معلومېږي لكه چي لمر په همدې چينې كي پرېوځي. د قرآن له وينا دا هم معلومېږي چي دا كوم ستر بحر او سمندر نه وو بلكي چينې ته ورته بحيره وه، دغو لارښوونو ته په پام سره ويلى شو چي دا فاتح زعيم د يونان كوم پاچا نشي كېدى، ځكه د يونان په غرب كي داسي بحيره نه تر سترگو كېږي، د كوچنۍ آسيا په غربي ساحل كي پرتې جزيرې او مديترانه داسي دي چي د قرآن د الفاظو مصداق گڼل كېدى شي، نو د دې فاتح زعيم پلازمېنه به د دې سيمي ختيځ كي پرته وه؛ او دا د خورس په اړہ تر سكندر اعظم زيات صدق كوي.
*2: دې فاتح زعيم د دغي چينې خوا ته يو قوم وموند، داسي چي الله تعالى ده ته هم د دې قوم د تعذيب قدرت او توان وركړى وو او هم له دوى سره د نېك چلن توان، خو ده دا پرېكړہ وكړہ: چا چي ظلم كړى يا له دې وروسته ظلم وكړي مناسبه سزا وركوم، بيا به د خپل رب لوري ته درومي او الله تعالى به سخته سزا وركوي او هغه چي ايمان ئې راوړى او نېك عمل ئې كړى يا له دې وروسته ايمان راوړي او نېك عمل وكړي نو هغه ته به په دنيا او آخرت كي غوره بدله وركول كېږي او موږ به نه له هغه سره سختي كوو او نه به ئې پر سختو كارونو گمارو.
*3: له دې وينا په ډېر صراحت سره معلومېږي چي دا يو مؤمن او عادل زعيم وو، د مفتوحه سيمو له هستوگنو سره ئې عادلانه چلن كولو، ظالمانو ته ئې سزا وركوله، له مؤمنانو او نېكانو سره ئې نېك چلن كاوو، هدف ئې د زمكو لاندي كول او د نورو شتمني لوټل نه وو، د تاريخي شواهدو له مخي سكندر دا مواصفات نه درلودل، سكندر؛ چنگيز ته ورته فاتح وو، له تاريخي شواهدو دا معلومېږي چي خورس تر ډېره حده د همدې مواصفاتو خاوند وو.
نوموړي همدا راز د الكهف سورې 89- 91 آيتونو په إشارې سره وويل:
په دي مباركو آيتونو کي د دې زعيم بل فاتحانه اقدام څېړل شوی او وايي:
*4: بيا ئې د بل اقدام لپاره تيارى ونيو، د ختيځ په لور وخوزېدو، داسي سيمي ته ورسېدو چي د هستوگنو او لمر تر منځ نه چت حائل كېدو، نه كېږدۍ او نه جامې، نه ئې خوني او سمڅي درلودې، نه ئې كېږدۍ او نه جامې، د حيواناتو په څېر بربنډ ول.
*5: له الفاظو داسي معلومېږي چي دا سيمه هم د كوم بحر په غربي ژۍ كي پرته وه، لمر به له راڅرگندېدو سره سم تر سترگو كېدو او وړانگي به ئې مخامخ او له كومي مانع پرته پر سيمي او هستوگنو ئې لگېدې. داسي معلومېږي چي دا به د هند هغه شرقي سيمه وي چي له بحر سره متصل پرته ده.
*6: دا آيتونه مسلمانانو ته اطمئنان وركوي چي د ذوالقرنين په اړہ د قرآن دا وينا د هغه جامع او كامل علم له مخي ده چي الله تعالى ئې د ده او د ده د امكاناتو او وسائلو په اړہ لري.
(ثُمَّ أَتۡبَعَ سَبَبًا ٩٢ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ بَيۡنَ ٱلسَّدَّيۡنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوۡمٗا لَّا يَكَادُونَ يَفۡقَهُونَ قَوۡلٗا). الكهف: 92-93
(بيا (د بل كار لپاره) په اسبابو پسې شو، تر هغه چي د دوو غرونو منځ ته ورسېد، تر هغو وړاندي ئې داسي قوم وموند چي دې ته نږدې نه وو چي په كومي وينا وپوهېږي).
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وويل:
په پورتنيو آيتونو کي د ذوالقرنين بل سفر ته اشاره شوې خو لورى ئې نه دئ په گوته شوى، دومره ويل شوي چي د دوو غرونو منځ ته ورسېد، د دغو غرونو خوا ته ئې داسي قوم موندلى چي په خبري د پوهېدا وړتيا ئې دومره كمزورې وه چي په هيڅ وينا نه پوهېدو ته نږدې وو. په وروستيو آيتونو كي داسي اشارې مومو چي په مرسته ئې دا سيمه او ولس ئې پېژندى شو. هلته چې فرمايي:
(وئې ويل: اې ذوالقرنين! يقيناً چي يأجوج او مأجوج په دې زمكي كي فساد خوروونكي دي، آيا كېدى شي چي تا ته څه خراج (ماليه) د دې لپاره دركړو چي زموږ او دوى تر منځ كوم سد او مانع جوړ كړې). الکهف: 94
قدرمن أمير زياته کړه:
له دې مبارك آيت څو خبري معلومېږي:
*لومړی: دا سيمه د يأجوج او مأجوج قوم ته نږدې پرته وه. دوى به د دوو غرونو له منځه راتېرېدل او د سيمي پر خلكو به ئې بريدونه كول، فساد او بې امني به ئې خوروله.
*دوهم: د يأجوج او مأجوج تر بريدونو او گواښونو لاندي خلكو له ذوالقرنين غوښتي چي دا ناو بند كړي او د دې دواړو لوړو غرونو تر منځ داسي سد جوړ كړي چي د دغو بريدونو مخنيوى وكړي.
*درېيم: دا ئې هم ورته ويلي چي د دې په بدل كي به موږ تا ته ماليه دركوو.
دغه راز نوموړی زياتوي چي:
د يأجوج او مأجوج نومونه هم بايد د يهودو په مذهبي كتابونو او تاريخي اسنادو كي ولټوو، ځكه دا نومونه د ذوالقرنين د قصې په ارتباط راغلي، د دوى په مذهبي كتابونو كي د دې يادونه شوې، دوى هغه قومونه د يأجوج او مأجوج په نامه ياد كړي چي د آسيا په شمال ختيځي برخو كي مېشت ول، بايبل وايي چي يأجوج او مأجوج د نوح عليه السلام د زوى يافث اولاد او هستوگنځى ئې د آسيا شمال ختيځه سيمه ده، (دې ته مو پام وي چي د قومونو د شجرو په اړہ د بايبل وينا او ادعاء خوشې او بې بنسټه ادعاء ده او قرآن ئې ردوي)، له دې خبري معلومېږي چي د ذوالقرنين دا سفر د شمال په لوري وو، له تاريخي اسنادو دا هم جوتېږي چي د قفقاز په جنوب كي د دربند او داريال په نامه دوه سدونه تر سترگو كېږي چي ويل كېږي د تاتاري، منگولي، هن او سيتهين قومونو د يرغلونو د مخنيوي لپاره جوړ شوي وو.
ښاغلي حکمتیار د الكهف سورې 95-99 نمبر آيتونو تفسير ته په پام سره وويل:
په دې مباركو آيتونو کي مهمي لارښووني دا دي:
*ذوالقرنين هغوی ته وويل: ستاسو ماليه نه غواړم، تر دې ماليې هغه څه ډېر غوره دي چي زما رب راكړي، همدا راته كافي دي. او دا ښيي چي د ذوالقرنين فتوحات د يوه سپېڅلي مقصد لپاره وو نه د مفتوحه سيمو او قومونو د غارت او لوټلو لپاره.
* له ما سره د دې كار په بشپړولو او ترسره كولو كي د خپل وس مطابق مرسته وكړئ، چي ستاسو او د دوى تر منځ بند جوړ كړم، د اوسپني ټوټې او دړي راته راوړئ.
* دا د اوسپني ټوټې او دړي ئې د دواړو غرونو تر منځ داسي سر په سر ودرولې چي د دواړو له څوكو سره برابري شوې.
* بيا ئې د اوسپني خوا ته سكاره كېښودل او اور ئې پرې بل كړ، خلكو ته ئې وويل چي اوس سكروټو ته د اړوند وسائلو په مرسته پو كړئ، تر دې چي اوسپنه دومره سره شوه چي د اور په څېر شوه، نو خلكو ته ئې وويل: ما ته ويلي شوي زېړ (مس) راوړئ چي پرې توى ئې كړم، په دې توگه د اوسپني داسي مضبوط دېوال جوړ شو چي يأجوج او مأجوج نه پرې رااوښتى شو او نه ئې سورى كولى شو.
* په دې وخت كي ذوالقرنين د خپل رب شكر اداء كړ او وئې ويل: دا زما د رب له لوري يوه پېرزوينه ده، الله تعالى موږ ته د دې توفيق راكړ چي دا كار ترسره كړو، دا سد به تر هغه ولاړ وي چي الله تعالى ئې غواړي؛ خو كله چي زما د رب وعده راورسي مات مات او له خاورو سره به ئې برابر كړي؛ او زما د رب وعده رښتينې ده؛ هرومرو ترسره كېږي. دلته د الهي وعدې معنى يا د هغه سد د نسكورېدو نېټه ده او يا هغه نېټه ده چي الله تعالى د هر څه د مرگ او فنا كېدو لپاره ټاكلې.
نوموړي دغه راز د الانبياء سورې کي د يأجوج او مأجوج په اړه 95-96-97 نمبر راغليو آيتونو ته په پام سره وويل:
د دې آيتونو معنى دا ده چي هغه خلك به هم د الله تعالى په لور درومي چي په الهي عذاب اخته او هلاك شوي، دوى به هم د قيامت په ورځ بيا راژوندي كېږي، په دنيايي عذاب ئې اكتفاء نه كېږي، د الله تعالى په لوري نه گرځېدا پرې حرامه ده. دا ثابته او نه بدلېدونكې الهي پرېكړہ ده، دوى به هغه مهال له نورو سره يو ځاى د الله تعالى په وړاندي ودرېږي چي قيامت راشي، د قيامت تر راتلو وړاندي به د يأجوج او مأجوج هغه ستره فتنه راڅرگنده شي چي د فساد او تباهي خورولو لپاره به له هري لوړي راكوزېږي. تر هغه به دوى په خپلو قبرونو كي پراته وي چي يأجوج او مأجوج بيا د فساد خورولو مجال ترلاسه كړي، دا لار يو ځل بيا ورته پرانيستل شي، هغه مهال به بيا پر نورو سيمو د دوى يرغل پيل شي، يرغل به ئې داسي وي چي له هري لوړي به راكوزېږي او بريدونه به كوي، خو دا به هغه مهال وي چي قيامت به ډېر رانږدې شوى وي او د الله تعالى په وړاندي د دوى ودرېدا به ډېر ژر ترسره شي.
ښاغلي حکمتيار وويل:
ځينو له دغي فقرې (حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتۡ يَأۡجُوجُ وَمَأۡجُوجُ): (تر هغه چي يأجوج او مأجوج پرانيستل شي)؛ دا انتباه اخيستې ده چي ښايي د ذوالقرنين هغه سد به د قيامت تر رانږدې كېدو پوري همداسي روغ پاته وي او د يأجوج او مأجوج د راتېرېدو مخه به نيسي، خو هغه مهال به نسكور شي او دوى ته به د تېرېدو او پر نورو د يرغلونو مجال په لاس ورشي. خو دا انگېرنه له يوې خوا د آيت له الفاظو سره اړخ نه لگوي؛ ځكه آيت وايي چي هغه مهال به دوى له هري لوړي راكوزېږي، يوازي د هغه يوه بند له لوړي د راكوزېدو خبره نه كوي، له بلي خوا دا جوته ده چي دلته د دوى د شمېر زياتوالي ته اشاره شوې او د دومره زياتو خلكو مخنيوى په يوه واړه بند؛ هغه هم د يوې وړې سيمي په يوه ناو او خوړ كي نه ممكن دئ او نه ئې عقل مني؛ له بلي خوا دا انگېرنه له الهي سننو سره اړخ نه لگوي، قومونه مري، ستر ستر او مضبوط مضبوط بندونه د وخت په تېرېدو سره شړېږي او نسكورېږي، د انسان وسائل او امكانات وده كوي، يو وخت په اوبو كي تگ، له غرونو اوښتل، په هوا كي الوتل ورته محال وو، خو اوس په لويو لويو بحرونو كي اوږده اوږده سفرونه كولى شي، له غرونو او بندونو تېرېدا څه چي له يوې وچي بلي ته د هوا له لاري درومي، فضاء ته سفرونه كوي او پر سپوږمۍ كوزېږي.
نوموړی زياتوي چي: د قرآن د يوه آيت داسي تعبير چي له واقعيتونو سره اړخ نه لگوي نه يوازي صحيح تعبير نه دئ بلكي د دې ستر او عظيم الشأن الهي كتاب په اړہ بې ځايه شكونه راولاړوي. قرآن د هغه الله تعالى كتاب دئ چي دا ټول عالم ئې پيدا كړى او له ټولو اسرارو ئې خبر دئ، په دې كتاب كي يوه كلمه داسي نشته چي د واقعيتونو خلاف وي او د انسان عقل ئې نشي منلى. يأجوج او مأجوج د نورو انسانانو په څېر انسانان دي، ژوند او مرگ لري، د دوى په اړہ به همغه څه وايو چي په بل هر انسان ئې اطلاق كېدى شي، د قرآن له نظره دا يو مفسد قوم وو، په زمكي كي ئې فساد او تباهي خوروله، د دوى خوا ته پراته خلك ترې تنگ ول، تل به ئې پر دوى غلچكي بريدونه كول او بېرته به تښتېدل، دوى ذو القرنين ته شكايت وكړ، هغه د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره په يوه ناو كي داسي اوسپنيز بند او سد جوړ كړ چي د هغوى بريدونه ئې تم كړل. دا د هغه مهال يو مؤثر تدبير وو، د دې معنى دا نه ده چي همدا سد به تر قيامته پوري د دوى مخنيوى كوي.
د حزب اسلامي افغانستان أمير زياته کړه:
د قرآن له وينا معلومېږي چي دا سد د يوه غره په خوړ كي جوړ شوى، د دې غره يوې خوا ته مېشت قوم نسبتاً متمدن قوم وو، ذوالقرنين ته د دوى دا وړانديز چي د بند جوړولو په بدل كي ماليه (خراج) دركوو همدا مفهوم افاده كوي، يأجوج او مأجوج د دې غره په شمال كي اوسېدل، خو وحشي قوم وو، د دې خوړ له لاري راتېرېدل او پر دغو قومونو ئې غلچكي بريدونه كول او له تالان وروسته بېرته تښتېدل، د سد له جوړېدو وروسته د دوى دا غلچكي بريدونه متوقف شوي، له دې وروسته بريد، تالان او بېرته تښتېدا ورته گرانه شوې، دا رأيه دقيقه نه ده چي گواكي دوى ستر ستر بريدونه كول او دا سد د دوى د داسي بريدونو مخنيوى كړى. داسي بند د لويو پلي بريدونو مخه نشي نيولى، لوى پلى فوځ په غرونو رااوښتى شي، كه د دوى بريدونه ستر ستر وى نو دا نسبتاً متمدن قومونه به هلته نه پاتي كېدل او لا دمخه به نورو سيمو ته كډہ شوي وو، هغو چي دا رأيه ئې وړاندي كړې ښايي د دې سورې د (99) آيت په اړہ ئې دا گمان كړى وي چي دا د يأجوج او مأجوج په اړہ دئ، حال دا چي دا آيت د قيامت د ورځي په اړہ دئ، له (يومئذٍ) مراد د بند د ماتېدو ورځ نه ده، دا د قيامت ورځ ده، په دې ورځ به ټول خلك د بحر د څپو په څېر د محشر په لوري درومي، دا ځكه چي په (100) آيت كي همدغه د (يومئذٍ) كلمه بيا تكرار شوې او ويل شوي چي په دې ورځ به په صور كي پو شي او دوزخ به كافرانو ته وښودل شي.
د دې احتمال هم شته چي د شمال له لوري د چنگيزيانو هغه ستر ستر او ورانوونكي بريدونه د همدې آيت مصداق وي چي له چين پيل او تر مديترانې او هند پوري وغزېدل، په دې ټولي پراخي سيمي كي ئې دومره ويني توى كړې، دومره انسانان ئې ووژل او دومره ښارونه ئې وسوزول چي په بشري تاريخ كي ئې نظير نه مومو. اسلامي خلافت ئې نسكور كړ، په بلخ او بغداد كي ئې دومره تباهي وكړہ چي جبران ئې محال وو. ښايي د الانبياء سورې په 95-96 آيتونو كي دغه حالت ته اشاره شوې وي او دا د قرآن يوه دقيقه وړاندوينه وي چي ترسره شوه؛ او ښايي دا وړاندوينه به تر قيامت وړاندي ترسره شي؛ هغه مهال به دا قوم يو ځل بيا په همداسي ستر شرارت لاس پوري كړي.
دا مطلب هم په يادولو ارزي چي ولي د ذوالقرنين د سفرونو په لړ كي د جنوب يادونه نه ده شوې؟ ما ته داسي معلومېږي چي د ذوالقرنين د پلازمېني په جنوب كي بل هېواد نه وو، د ده هېواد په جنوب كي له سمندر سره نښتى وو او له دې معلومېږي چي پلازمېنه به ئې په خراسان كي وه او هېواد به ئې په جنوب كي تر سمندر پوري غزېدلى وو.
ښاغلي حکمتيار دغه راز په رواياتو كي د يأجوج و مأجوج په اړہ راغليو اندونو او باورونو ته هم په تفصيلي توګه إشاره وکړه او ويېويل:
د بخاري په دولسو رواياتو كي د دوى يادونه شوې، په دې كي يو روايت داسي دئ چي وايي يوه سړي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: ما د يأجوج او مأجوج سد وليد، د سد مواصفات ئې ورته بيان كړل، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هغه دي (په خپلو سترگو) وليد؟ او...
كه دا روايت صحيح وي نو څو خبري ترې معلومېږي:
*1: د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر زمانې دا سد په مكمله توگه موجود وو يا ئې ځيني برخي موجودي وې.
*2: دا كوم خارق العاده سد نه وو، لكه هغسي چي ځيني گمان كوي.
*3: له عربو ډېر لري پروت نه دئ بلكي دومره نږدې دئ چي يو كس توانېدلى هلته ولاړ شي او په خپلو سترگو ئې وگوري.
نوموړي په همدي اړه بخاري کي د زينب بنت جحش رضي الله عنها هغه روايت ته هم په مفصل ډول إشاره وکړه چي په بخاري كي درې ځلي نور هم په مختلفو شمېرو سره راغلى: د سند له مخي داسي دئ، چي په دريو طبقو كي يو يو راوي لري او د متن له پلوه هم په خپلو منځونو كي سره څو توپيرونه لري: په يوه كي راغلي: (أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم دَخَلَ عَلَيْهَا فَزِعًا) په بل كي د دې خلاف راغلي (اسْتَيْقَظَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم مِنَ النَّوْمِ مُحْمَرًّا وَجْهُهُ) په يوه كي (وَحَلَّقَ بِإِصْبَعِهِ وَبِالَّتِى تَلِيهَا) په بل كي (وَحَلَّقَ بِإِصْبَعَيْهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِى تَلِيهَا) او په بل كي (وَعَقَدَ تِسْعِينَ).
نوموړي همدا راز له څو نورو روايتونو هم په تفصيلي توګه يادونه وکړه چي په کي ويل شوي: (رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوبه روايښ شو، مخ ئې سور اوښتى وو او وئې ويل: لا إله إلا الله، افسوس د عربو په حال له هغه شر چي يقيناً رانږدې شوى، نن د يأجوج او مأجوج په بند كي دومره سورى جوړ شو، بټه كوته او ورپسې ئې سره وصل كړې، بل ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال كي زموږ ځاى ته راننوت چي وېري اخيستى وو او همدا خبره ئې وكړہ خو په پاى كي د ابهام گوتي يادونه نه كوي او وايي يوه او ورپسې گوته ئې سره وصل كړې. په يوه بل روايت كي د دې ټولو خلاف ويل شوي: « يُفْتَحُ الرَّدْمُ رَدْمُ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلَ هَذِهِ». «وَعَقَدَ وُهَيْبٌ تِسْعِينَ»، دلته د «فُتِحَتْ» پر ځاى «يُفْتَحُ» راغلي چي له مخكيني سره جدي تعارض لري او ښيي چي دا سد به له دې وروسته سورى شي. او په بل كي داسي راغلي « فَتَحَ اللهُ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلَ هَذَا ». وَعَقَدَ بِيَدِهِ تِسْعِينَ.)
د نوموړي پر وينا كه سره له دې ټولو تعارضاتو دا روايت صحيح وگڼو چي په سد كي سورى راپيدا شوى نو د دې معنى همغه ده چي ځينو درنو شارحينو كړې او دا ئې د دې فتنې د قرب او نږدېوالي په معنى اخيستې، نه په حقيقي معنى او په سد كي د سوري په معنى.
د يادې موضوع د لا وضاحت په پار ښاغلي حکمت-يار گڼشمېر نورو روايتونو ته هم په تفصيلي توګه إشاره وکړه او ويې ويل:
دا روايات د سند له مخي مطلق غريب دي، په دريو طبقو كي يو يو راوي لري او په څلورمي كي دوه؛ چي په داسي يوې مهمي إعتقادي موضوع کي پري استناد او استدلال نشي کيدای.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا: د ذوالقرنين د قصې په پاى كي د هغه داسي خبري راوړل شوې چي د ذوالقرنين دا قصه او ټوله سوره د هغوى پر محور څرخي، او په دې سره قريشو ته ويل شوي چي:
*ستاسو مغرور مشران په خپلي داسي مشرۍ او زور ځواك مغرور شوي چي د ذوالقرنين د پراخ ملك په پرتله د يوه واړہ كلي ملكانو ته ورته دي، هغه پر خداى او آخرت ايمان درلود، د مظلومانو مرسته ئې كوله، د نېكانو مل او ملاتړى وو، شرق، غرب او شمال ته له داسي سترو سترو فوځونو سره ولاړ چي هيڅوك ئې مخي ته نشو تم كېدى، پرديو قومونو ته ئې له بدل او اجورې پرته لوى لوى كارونه كول، خو د قريشو دا مغرور مشران بتان لمانځي، آخرت نه مني، د الله تعالى پر آيتونو ملنډي وهي، د الله پر پيغمبر استهزاء كوي، د خپل قوم پر مظلومو او بې وزلو مؤمنانو ظلمونه كوي، عملونه ئې گنده، په فساد كي تر ستوني غرق، ټول هم او غم ئې دا چي بې وزلي او مظلومان ولوټي، وېره ئې له دې چي دې ذليل او قليل اقتدار ته ئې گواښ متوجه نشي!!
*د دې بحث په ترڅ كي به تاسو ته واضح شوې وي چي يأجوج او مأجوج د انسانانو د يوه قوم نوم دئ، وحشي قوم وو، په غرونو كي اوسېدل، كوم ښار او مركزي حكومت ئې نه درلود، كه نه نو ذوالقرنين به حتماً هغه فتح كړى وو، پر نورو قومونو ئې غلچكي بريدونه كول، د يوه سد له امله ئې دا غلچكي بريدونه متوقف شول، اوس كه تاسو داسي وينا، رأيه او روايت واورئ چي وايي: دا كوم ځانگړى مخلوق وو، له نورو انسانانو سره ئې ډېر ژور توپيرونه ول، دومره ستر ستر او پلن پلن غوږونه ئې ول چي يو به توشك او نيالۍ شو او بل بړستن، نو ستا قضاوت به د دې وينا په وړاندي يا دا وي چي دا خبره په بشپړہ توگه غلطه، بې بنسټه او د قرآن خلاف ده او يا دا چي ووايې: د يوه غوږ توشك او بل غوږ بړستن معنى دا نه ده چي پلن پلن غوږونه ئې ول بلكي معنى ئې دا ده چي نه ئې توشك وو او نه بړستن، پر زمكه به داسي پرېوتل چي نه به ترې لاندي له خپل غوږ پرته بل څه وو او نه ئې له پاسه له خپل غوږ پرته كوم څادر او بړستن.
* د دې قصې په پاى كي د يوې داسي ښكلې او جامع تتمې شاهد يو چي دغه مطالب په كي ځلېږي؛ الله تعالى فرمايي: هغه ورځ راتلونكې ده چي خلك به له قبرونو راپاڅوو، ټول به د محشر په لوري داسي روان وي چي ځيني به د ځينو نورو په ليكو كي د څپو په څېر ننوځي، په شپېلۍ كي به پو شي نو ټول به يو ځاى راغونډ كړو. په همدې سره د ذوالقرنين دا روزونكې او لارښوونكې ښكلې قصه پاى ته رسوي او ورپسې د قيامت په ورځ د كافرانو حال بيانوي.
په پای کي ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
