مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلي حکمتیار حفظه الله نن د رمضان المبارک په شپږویشتمه د یاد حزب د ځوانانو چارو ریاست له خوا د روژه ماتي په جوړ شوي پروګرام کي ګډون وکړ.
✒: د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد له ملي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په نوې ملي اردو کې تر اوسه ۱۱۰ زره سرتېري جذب شوي او په هېواد کې د یوې منظمې اردو د رامنځته کولو هڅې راونې دي.
✒: په کابل کې د روسیې سفارت د کابل-مسکو تر منځ د اریانا هوايي شرکت د الوتنو پیلولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د دوشنبې په ورځو به له کابل څخه مسکو ته او د سهشنبې په ورځو به له مسکو نه بېرته کابل ته الوتنې تر سره کېږي.
✒: د افغانستان بانک وایي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام نن د ۳۲ میلیون ډالري بشري مرستې ۲۶مه کڅوړه هم کابل ته را رسېدلې ده.
✒: چین په افغانستان کې د امریکا پر شل کلن حضور نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې ظلمونه او وحشتونه کړي او باید د خپلو جنایتونو غرامت ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا پر افغانستان د یرغل پرمهال تر ۳۰ زرو ډیر ملکي وګړي وژلي او تر ۱۷۴ زرو نور یې ټپيان کړي دي.
د مسوولانو په خبره، امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په وخت کې افغانان له بدبختیو سره مخ کړل او بیا یې دا هیواد پریښود، چې اوس يې په غیرقانوني ډول د افغانانو شتمنۍ هم کنګل کړې دي.
بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزیر هم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې یوکراین کې د جګړې له امله افغانستان له پامه ونه غورځوي، ځکه افغانان په سختو شرایطو کې پرېښودل شوي.
✒: هند او ناروې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هند ته سفر کړی دی او د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ یې له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.
✒: د جرمني حکومت اوکرایین ته د ۵۰ الوتکو ضد ټانکونو د ورکولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د ناټو له غړو او خپلو ځینو نورو نړیوالو متحدينو سره د جرمني په رامشټاين پوځي اډه کې ولیدل.
✒: په جنوبي وزیرستان کې د يوه وسله وال برید په پايله کې دوه پاکستاني پوځيان وژلي دي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې اعلامیې ويلي چې بريد پرون د جنوبي وزيرستان په سراروغه سيمه کې شوی دی.
✒: د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې، د دې هېواد د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې په پاکستان کې د اګسټ له لومړۍ نېټې د سرشمېرنې پروسې د پیلېدو له کبله، پهدې هېواد کې د ۲۰۲۳ له مې میاشتې وړاندې ټولټاکنې نهشي تر سره کېدای.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د سويډني چارواکو سره یې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او له دې هېواد سره د بشرپاله مرستو پر دوام خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
✒: ایران پر امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو تور پورې کړی، چې د افغانستان او ایران د اړیکو خرابولو ته لمن وهي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي،امریکا په افغانستان کې ناکامه شوه او اوس هڅه کوي د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شي خو دوی به بریالي نه شي.
✒: د ایران د کورنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان سره په پوله کې نښته نه ده شوې بلکې څه چې شوي هغه د غلط فهمۍ په اساس رامنځ ته شوي.
هغه ویلي، د اسلامي امارت سرتېري فکر کوي، چې باید په پوله کې ځینې نقطې د دوی په اختیار کې وي، چې په خبره یې دا غلط فهمي ده.
✒: د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون په نوي ډیلي کې جیو پولیټیکل غونډې ته د خپلې خبرو پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په یوکراین کې د روانې جګړې د تمرکز پر مهال دې افغانستان هم له یاده نه باسي.
✒: انتونیو گوتریش سرمنشی سازمان ملل در سفرش به مسکو گفته است که وزارت مالیه امریکا در همکاری با د افغانستان بانک بر سر آزاد سازی پول منجمد شده افغانستان کار میکنند.
وی از جامعۀ جهانی خواسته است که برای نجات اقتصاد افغانستان، روند انتقال پول به این کشور را تسهیل کنند.
وی همچنان گفته است که سازمان ملل ۵۰۰ میلیون دالر در بیش از ۸ ماه گذشته به افغانستان فرستاده است.
✒: امریکایي سناتور مایکل والتز وایي چې امریکا به نیږدې راتلونکي کې د داعش او القاعدې د ځپلو لپاره یوځل بیا افغانستان ته خپل سرتیري واستوي.
مایکل والتز د نیوزمیکس سره په مرکه کې ویلي، چې د بایډن ادارې افغانستان کې ډیر شمیر وسلې پریښودې چې په وینا یې داعش او القاعده به د دغو وسلو نه د امریکا په خلاف کار واخلي او د دغو ډلو د ځپلو لپاره به امریکایي سرتیري یوځل بیا افغانستان ته لاړ شي.
تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلد ترمپ هم افغانستان کې د پریښودل شویو امریکایي وسلو په اړه اندیښنه څرگنده کړې وه او ویلي یې و چې که بل ځل ولسمشر وټاکل شي نو له طالبانو د امریکایي وسلو د بیرته اخیستو لپاره به افغانستان ته د دې هیواد سرتیري ولیږي.
همداراز د ح.ا.ا امیر ښاغلي حکمتیار هم په مکرره توګه د جمعې د لمانځه په خطبو کي له یادې موضوع څخه پرده پورته کړې وه او تفصیلي ډول یې رسنیو سره معلومات شریک کړي.
