دوکتور محمد يوسف سليم
د دوکتور محمد يوسف سليم لیکنی
دنیا، اخرت و ارزش کار در اسلام
اگر از یکسو در قرانکریم زندگی دنیا متاع غرور خوانده شده و دنیا به مقایسه اخرت ناجیز شمرده شده، و زندگی دنیا به ابی که از اسمان میبارد تشبیه شده که باعث سرسبزی میگردد و بعد از مدتی خشک میگردد و باد میبرش.
از سوی دیگر در قرانکریم به ایه هایی برمیخوریم که در ان رهبانیت و ترک نمودن دنیا ار بدعتهایی راهبین مسیحی شمرده شده و از مسلمانان خواسته شده که از رب تان دنیای حسنه و اخرت حسنه بخواهید. همچنان دنیا یک مزرعه اخرت پنداشته شده.
از این و دیگر ایات قرانی متعدد، احادیث شریف نبوی، و زندگی صحابه و سلف صالحین میتوانیم نتیجه بگیریم که ما مسلمانان باید در امور دنیوی بکوشیم اما دید ما در مورد دنیا باید یک دید قرانی باشد. یعنی زندگی دنیا یک متاع زودگذر است که با...
نور ولوله
د اغنیاو په منځ کې د مال د دوران او ترکیز مخه نيول تر څو مال په ټولنه کې راتاو شي
کَىْ لَا يَكُونَ دُولَةًۢ بَيْنَ الْأَغْنِيَآءِ مِنكُمْ ۚ سُوۡرَةُ الحَشر : 7
"تر څو چي هغه(مال) يوازي ستاسي د بډايانو تر منځ لاس په لاس نه شي." او په مال کې د یتیمانو, فقیرانو, مساکینو او د بیځایه شوو مسافرو برخه هم وشي.
ددې مبارک ایت نه فقهاو او د اسلامي اقتصاد پوهانو د شریعت هغه مقصد استنباط کړی دی د کوم په اساس چې باید مال په څو محدودو لاسونو کې متمرکز نشي او په ټولنه کې وویشل شي. په ټولنه کې د مال د ویشل کیدو او خوریدو لارې ډېري دی. د مثال په توګه مال کیدای شي د زکات, وقف او صدقاتو له لارې وویشل شي. د میراث له لارې هم د مرګ وروسته د یو کس مال په مستحقینو ویشل کیږي.
لدې نه علاوه باید مال یوازې د بډایانو...
نور ولوله
سوالګر او کارګر ماشومان
واړه تنکي لاسونه یې د سوال لپاره اوږده کړي ؤو. د خوارځواکۍ نخښې يې په معصومه څیره کې له ورایه ښکاریدې. په هر چا پسې به یې منډې وهلې. خو چې یو به څه ورنکړل نو بل ته به یې لاسونه اوږده کړل.
خوا کې راسره بل ماشوم د لاس ګاډې سره ولاړ دی. دا مې هم ځوروي چې دی راته درانه پیټي ویسي. که همداسې څه پیسې ورکړم سوال کولو او خیرات اخستلو ته تشویقیږي.
هغه بل ماشوم بیا خلکو ته سپيلني لوګی کوي. یو پلاستیکي کڅوړې خرڅوې. بل بوټان رنګوي, هغه بل بیا په تشه ګيډه بوجۍ په شا په لارو کې پلاستیکي بوتلې ټولوي. بل د موټرو شیشې پاکوي. په زرونو نور ماشومان په دکانونو, هوټلونو, نانوایانو, بسونو او نورو ځایونو کې په کارونو اخته دي.
یو وایي پ...
نور ولوله
ایا ډېجیټل یا برښنایي اشکال او جوړښتونه مال او پیسې دي؟
تر ټولو لومړی د پکتیکا, پکتیا اوخوست په ولایتونو کې د وروستیو زلزلو قربانیانو ته د الله (ج) څخه د مغفرت غوښتنه کوم, کورنیو ته یې صبر جمیل غواړم او لکه د ټول افغان اولس په څير ځان ورسره پدي لوی غم کې شریک بولم.
ډيجېټ په لغت کې عدد او رقم ته وایي.
ډېجیټل د بریښنایي تکنالوجۍ په واسطه د اعدادو او ارقامو یا ډيټا د تولید, ذخیرې او پروسیس په نتیجه کې یو رامنځته شوی جوړښت او شکل دی چې فزیکي موجودیت نه لري.
نوموړي ډېجيټلي جوړښتونه او ارقام هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې نورو ته يې د استعمال حق ورکړل شي, د خاصو شمیرو په واسطه مشخص او په ډيجیټلي توګه یې د ساتلو او ذخیره کیدو امکان وي. چې پدې صورت کې اخستونکی یې د استعمال او په بل چا د پلو...
نور ولوله
لاړې تو کول
سړی ولاړ ؤو, لاړې يې تو کړي. یوه برخه یې په ږیره ونښته, بله برخه یې د خیټې د پاسه کمیس ونیوله او پاتې لږه برخه یې سرک ته ورسیده.
د ټکسي موټر شا ته درې کسان ناست ؤو. د منځ سړي خپې دواړو خواو ته پرانستې, سر یې ښکته او ډکه خوله لاړې يې تو کړلې.
ډرایور د روان موټر له شیشې دوه ځلې سر راوویست او په سرک یې لاړې تو کړې. باد یې لاړې د موټر شا او نورو څایونو ته ویوړې
په لاره به روان یې ناڅاپه به یو کس بې له دې چې شاوخوا وګوري لاړې تو کړي. ډير چالاکه سړی به په سختۍ ځان له دې سپری Spray بچ کړي.
دلته په عام محضر کې لاړې تو کول یو انفرادي عادت نه بلکه یو ټولنیز عرف او رواج ګرځیدلی دی...
نور ولوله
پرمختګ، سرعت او ناڅاپي بریکونه
ډیر داسې لیدل کیږي چې موټر ته زیاد سرعت ورکړ شي او بیا په ناڅاپي توګه بریک ونیول شي چې په نتیجه کې ئې موټر په بله اوښتی وي، له بل موټر، غر یا بل څه سره ئې ټکر کړی وې او سورلیو او نورو ته یې د سر او مال زیان اوښتی وي.
دا قصه د یوې ټولنې د پرمختګ قصه هم ده. هغه کسان چې غواړي ټولنه په سرعت مخې ته ولاړه شي مجبوره دي چې ناڅاپې بریکونه ونیسي چې په نتیجه کې یې د پرمختګ مخکښانو خپل سرونه خوړلي دې او اولس ته يې نه جبرانیدونکي زیانونه رسولي دي.
زما په نظر د پرمختګ لفظ خلکو ته دا ذهنیت ورکوي چې باید په ډیرې عجلې سره مخې ته منډه ووهو او عواقبو ته یې توجه ونکړو. دا لفظ د انګلیسي ژبې د (Development) او د عربي ژبې د توسعی سره هیڅ...
نور ولوله
سهولتونه او دامونه
یو موږک د غنمو نه ډک د یو مرتبان له پاسه کیښودل شو. موږک ډير خوښ ؤو چې شاوخوا یې له خوراکي موادو ډکه ده او دی ته ضرورت نه لري چې د خوراک په لټه کې ښکته پورته وځغلي. خوشحاله ژوند یې تیراوه. خو یو څو ورځې په مړه ګيډه له خوراک نه وروسته هغه د مرتبان بیخ ته ورسید.
موږک ناڅاپه متوجه شو چې په دام کې حصار او ترې وتلای نشي. هغه اوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره بل ته احتیاج دی چې غنم او نور خوراکي توکې ورواچوي. اوس هغه مجبور دی چې هغه څه وخوري چې نور یې ورته اچوي.
له دې مثال نه یو څو درسونه زده کولای شو:
۱ لنډ مهاله لذت اوږد مهاله اسارت ته لاره هواروي.
۲ که چیرې څیزونه په اسانه تر ګوتو شي او ته د را...
نور ولوله
په مرستو او خیراتونو اعتیاد
خلکو ته په دوامداره توګه د خیرات او صدقاتو ورکول په دوی کې د کار کولو حس وژني او په مرستو يې معتادوي.
دا معتادین بیا نه غواړي چې د روزۍ د ګټلو لپاره هڅه او کار وکړي. او په پایله کې دوی د فقر په یوه شریره حلقه کې راګير شي.
داخلي او بهرني خیریه مؤسسات باید د صدقاتو او مرستو لپاره د راټولو شوو پیسو څخه داسې استفاده وکړي چې هم فقیرانو او مساکینو کې د کار کولو حس ژوندی او هم له دوی سره مرسته وشي.
د مثال په توګه دوی کولای شي فقیرانو او مساکینو ته د عام المنفعه کارونو لکه د سرکونو, جادو, لارو, ویالو او سیندونو څخه د پلاستیکو او نورو کثافاتو د پاکولو په بدل کې پیسې ورکړي چې ددې کار ګټه هم فقیرانو او مساکینو ته او هم ټولنې ته رسیږ...
نور ولوله
انساني ابتغا، نوې تکنالوجې او فقر
په تیر پسې
الله ج هر انسان ته د خپلې بقا او ګټې لپاره د یو څه د لاسته راوړلو فطري غریزه ورکړې ده. دا فطري غریزه انسان هڅوي چې د خپلې بقا، هوساینې او سعادت لپاره لټون وکړي او یو څه لاسته راوړې. دې لټون ته په قرانې اصطلاح کې ابتغا وایي. د ابتغا د لا مؤثرتوب لپاره، الله ج انسان ته پوهه، فزیکي او غیر فزیکي استعدادونه هم ورکړې دي.
څومره چې په یوه ټولنه کې د افرادو ابتغا په علم او تکنالوژۍ کې د پرمختګونو سره همغږې او ملګرې وي هومره په هغه ټولنه کې د خلکو لاسته راوړنې ډيرې او د فقر کچه کمه وي.
د مثال په توګه که یو بزګر له یو جریب ځمکې څخه پنځه خرواره غنم حاصل اخلي، د زراعت په برخه کې د نوې پوهې او تکنالوجۍ د استعمال له لارې دا حاصل لس خروارو ته رسولی ش...
نور ولوله
هغه غذایي مواد چې صحت ته ګټور او د امراضو په مخنیوی کې مرسته کوي
اوه داسې غذایي مواد او طبي بوټي چې عمومي صحت ته ګټور او د مختلفو امراضو په مخنیوی کې مرسته کوي.
۱ حبة السودا یا سیا دانه چې د مرضونو په وړاندې د بدن وقایه او عمومي دفاعې نظام قوي کوي.
۲ د ماهیانو غوړ چې په ډيره اندازه اومیګا 3 لري چی د زړه د تقویی او د کلوسترول په کمولو کې مرسته کوي.
۳ ادرک د جسم څخه د سمومیاتو او زهرجنو موادو په لیری کولو او د شریانونو په پاکولو کې مرسته کوي. لدینه علاوه ادرک د دردونو, د عضلاتو سوزش یا inflamation او د بدو کولیسترولو لپاره هم ښه دي. تاسې کولای شۍ چې ادرک د چایو په یوه پیاله کې ګډ کړی او یا يي همداسې وژوۍ.
۴ قهوه او یا هم ش...
نور ولوله
فقر او د هغه ځنې اسباب او عوامل
فقر یو داسې حالت ته وایي چې په هغه کې یو کس د ځان او کورنۍ اساسې ضرورتونه لکه ډوډۍ, لباس او یا د اوسیدو مناسب ځای نشې پوره کولی. فقر په قرانکریم او نبوي احادیثو کې غندل شوی دی. په قرانکریم کې فقر د شیطان وعده ګڼل شوې ده (الشیطان یعدکم الفقر) او په حدیث شریف کې فقر یو داسې حالت ګڼل شوی دی کوم چې کفر ته لاره هواروي. (کاد الفقر ای یکون الکفر). رسول اکرم (ص) د الله (ج) څخه د کفر او فقر نه پناه غوښتې ده: اللهم انِّی اعوذ بک من الکفر و الفقر.
په اقتصادي بحثونو کې هغه چا ته چې ورځنی عاید یې له یوې معلومې اندازې, د مثال په توګه په ورځ کې له سلو افغانیو کم وي, فقیر یا مسکین ویل کبږې. داسې کسان د فقر له کرښې ښکته کسان ګڼل کیږي. د فقر کرښه یا Poverty Line له یو ملکه تر بل ملکه...
نور ولوله
زه بیا تا له درځمه
یا الله زه بیا تا له درځم
د ګناه پیټی په اوږو
امیدوار دې د رحمت
راغلی یم په امیدو
یم ښپیمان په خپلو کړو
زه بیا تا له درځم
شیطان مې مخ
بل خوا له واړو
زه لیرې لاړم په تیارو
عمر مې تیر کړ په غفلت
هغه کړم منع د درتلو
ربه نن بیا تا له درځمه
زه په ژړا او په توبو
زړه مې بند په شهواتو
د ګناه کړۍ
په لاسونو خپو
تا له درځمه خو غورځیږم
ربه خلاص مې کړه
له ځنځیرو
زه بیا تا له درځم
زه بیا تا له درځم
په غورځیدو په پاڅیدو
کله په منډو کله په ګونډو
چې د وخت لمن کې
نخښې پریږدم
...
نور ولوله
