د اغنیاو په منځ کې د مال د دوران او ترکیز مخه نيول تر څو مال په ټولنه کې راتاو شي
کَىْ لَا يَكُونَ دُولَةًۢ بَيْنَ الْأَغْنِيَآءِ مِنكُمْ ۚ سُوۡرَةُ الحَشر : 7
"تر څو چي هغه(مال) يوازي ستاسي د بډايانو تر منځ لاس په لاس نه شي." او په مال کې د یتیمانو, فقیرانو, مساکینو او د بیځایه شوو مسافرو برخه هم وشي.
ددې مبارک ایت نه فقهاو او د اسلامي اقتصاد پوهانو د شریعت هغه مقصد استنباط کړی دی د کوم په اساس چې باید مال په څو محدودو لاسونو کې متمرکز نشي او په ټولنه کې وویشل شي. په ټولنه کې د مال د ویشل کیدو او خوریدو لارې ډېري دی. د مثال په توګه مال کیدای شي د زکات, وقف او صدقاتو له لارې وویشل شي. د میراث له لارې هم د مرګ وروسته د یو کس مال په مستحقینو ویشل کیږي.
لدې نه علاوه باید مال یوازې د بډایانو او شتمنو تر منځ لاس په لاس نشي او په ټولنه کې د مال تاویدل او لاس په لاس کیدل (Circulation) داسې عام شي چې د ټولنې ټولې برخې ترې ګټه واخلي.
څرنګه کولای شو چې د اغنیاو په منځ کې د مال د دوران او ترکیز مخه ونیسو تر څو مال په ټولنه کې راتاو شي او د فقیرانو, مسکینانو, کونډو, یتیمانو, او بی ځایه شوو مسافرینو تر منځ هم لاس په لاس شي.
ددې یوه لاره داده چې په پانګه اچونه کې د سهم اندازه وړه وي تر څو د ډيرو لږو شتمنیو خاوندان او د ټولنې محروم قشرونه هم په پانګه اچونه او ګټه کې شریکان شي.
خو د داسې ډَول پانګې اچونې د رایجیدو لپاره باید یو مناسب قانوني او مقرراتي چاپیریال جوړ شي تر څو د خلکو اکثریت د اسهامو د بازار د لارې په لویو صنعتونو او تجارتونو کې شریکان شي او پدې وسیله په څو محدودو لاسونو او کورنیو کې د مال د ترکیز او لاس په لاس کیدو مخه ونیول شي او د شریعت مقصد تر ګوتو شي.»
