No-IMG

لاړې تو کول

سړی ولاړ ؤو, لاړې يې تو کړي. یوه برخه یې په ږیره ونښته, بله برخه یې د خیټې د پاسه کمیس ونیوله او پاتې لږه برخه یې سرک ته ورسیده.

د ټکسي موټر شا ته درې کسان ناست ؤو. د منځ سړي خپې دواړو خواو ته پرانستې, سر یې ښکته او ډکه خوله لاړې يې تو کړلې.

ډرایور د روان موټر له شیشې دوه ځلې سر راوویست او په سرک یې لاړې تو کړې.  باد یې لاړې د موټر شا او نورو څایونو ته ویوړې

په لاره به روان یې ناڅاپه به یو کس بې له دې چې شاوخوا وګوري لاړې تو کړي. ډير چالاکه سړی به په سختۍ ځان له دې سپری Spray بچ کړي.

دلته په عام محضر کې لاړې تو کول یو انفرادي عادت نه بلکه یو ټولنیز عرف او رواج ګرځیدلی دی.

نظافت د ایمان جز دی. له بلې خوا د لاړو له لارې ډير ساري امراض هم خپریږي.

لطفاً په عامو ځایونو, سرکونو, بازارونو او د دکانونو او دفترونو مخې ته د لاړو له اچولو څخه ډډه وکړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک