پرمختګ، سرعت او ناڅاپي بریکونه
ډیر داسې لیدل کیږي چې موټر ته زیاد سرعت ورکړ شي او بیا په ناڅاپي توګه بریک ونیول شي چې په نتیجه کې ئې موټر په بله اوښتی وي، له بل موټر، غر یا بل څه سره ئې ټکر کړی وې او سورلیو او نورو ته یې د سر او مال زیان اوښتی وي.
دا قصه د یوې ټولنې د پرمختګ قصه هم ده. هغه کسان چې غواړي ټولنه په سرعت مخې ته ولاړه شي مجبوره دي چې ناڅاپې بریکونه ونیسي چې په نتیجه کې یې د پرمختګ مخکښانو خپل سرونه خوړلي دې او اولس ته يې نه جبرانیدونکي زیانونه رسولي دي.
زما په نظر د پرمختګ لفظ خلکو ته دا ذهنیت ورکوي چې باید په ډیرې عجلې سره مخې ته منډه ووهو او عواقبو ته یې توجه ونکړو. دا لفظ د انګلیسي ژبې د (Development) او د عربي ژبې د توسعی سره هیڅ معقوله رابطه نه لري په کومو کې چې د خلکو په سعادت, خوشحالۍ او هوساینې ډير تأکید شوی دی.
مونږ او راتلونکو نسلونو ته په کار ده چې له دې وروسته د ټولنې د سعادت او اقتصادي توسعې او پراختیا په فکر کې ؤ اوسو, نه هغه پرمختګ او مخې ته تګ چې ګړنګو ته مو غورځوي.
