د دوکتور محمد يوسف سليم لیکنی
د اجتماعی بدلونونو لار
په یوه ټولنه کی اجتماعې, اقتصادې او سیاسې تحولات او بدلونونه هغه وخت اغیرمن وې او مثبتی پایلې لري چی نوموړې بدلونونو خپله طبیعی لار وهلې وي. د تحولاتو میوه هغه وخت خوږه وې چې د وخت د مختلفو موسمونو په سړو او تودو کی ورو, ورو پخه شې, په خپل مناسب وخت کی راټوله شې او په خلکو وویشل شي.
هغه میوې چې د وخت له مخه راټولې شي, خامی وې. خامی میوې که په اومه شکل وخوړل شې او یا په مصنوعی توګه پخې شې, د انسان صحت ته ضرر رسوې.
همدارنګه هغه تغیرات چې خلکو په طبیعي توګه نه وې منلې او په زوره پر هغوی تحمیل شوې وې, ملتونه او اولسونه په ډول, ډول اجتماعې, اقتصادې او سیاسې امراضو او مشکلاتو اخته کوي.
د الله ج د استازو او پیغمبرانو لار ...
نور ولوله
د ټيل ماټيل رواج
تلویزیون ته ناست وو، حجره له مېلمنو ډکه وه، د کابل پاېلې اعلانېدې، زهٔ پکې ناکام وم، د ارام ساه مې واخیسته، د دوه لارو پر منځ کې تر شته اضطراب او معلق او ځوړند حالته هغه بده او ناکامه لاره ښهٔ وي.
د دندې په لټه شوم. ملګري مې پهٔ ذهن کې را وګرځول، د دوی موقف مې وتلهٔ، له ما سره په ملګرتیا/اړیکو باندې مې یې فکر وکړ... جوړ داسې یم، چې مثبت دې یم، ښهٔ نظر مې درلود، منفي انرجي به مې ولې خوروله؟
لیدل پېل شو. د جمهور رییس سلاکار استاد اسدالله غضنفر ته مې زنګ وکړ... استاد غضنفر مې استاد پاته شوی دی او په علم کې یې زموږ خاصه برخه کړې ده. استاد د تاریخ برخه او تاریخ ساز بنیادم دی، چې غږیږي، تهٔ وا کتابخانې ژبه کړې ده. موبایل سکرتر جګ کړ، د همغې ورځې پهٔ سبا یې وروغوښتم. ارګ ته لاړم ...
نور ولوله
د عظمت خبرې
یو نیکه خپل لمسي ته داسې نصیحت کاوه: د هغه چا چې ستا خوښیږي ډير صفت مه کوه, او له هغه چا سره مه ګرځه څوک چې د الله اطاعت نه کوې, په مجلسونو کې غیبت مه کوه, هغه ملګری ته د نژدي کیدو کوشش مه کوه چې غواړې له تا لیري ؤاوسې, څوک مه سپکوه, کبر مه کوه, نه ډير نرمښت کوه او نه څوک مجبوروه.
رښتنی سړی قسم خوړلو, او مؤثق سړی توجیه کولو ته ضرورت نلري. مخلص پښیمانه کیږې نه, د کرم خاوند په چا احسان نه کوي, د شوق خاوند ستړی کیږي نه. هغه څه اوسه چې یي, نه هغه څه چې نور یي غواړې.
د نورو احترام د احتیاج له امله مه کوه بلکه منشأ یي باید ستا دین او تربیه وي. د خلکو احترام کوه چې خلک ستا احترام وکړي. د اخلاقو له لارې ښکلتیا, د قناعت له لارې غنا او د تواضع له لارې لوړوالی لاسته ...
نور ولوله
زمونږ ټولنه هم د دولتي ادارو په څير هم له فساد، ټگۍ او غولونې ډک دی
له قصاب نه به غوښه اخلي, زړه غوښه او هډوکې به یي په تله کې پداسې مهارت اچولې وي چې هله به پرې پوه شې چې کور کې دې میرمن ملامته کړې.
د کراچۍ مخکې برخه کې به ماشوم رومیان داسې ایښې وي چې ستا به یي اخستو ته شوق راشې. په تورې پلاستیکې کڅوړه کې به درته سم نیم خسا رومیان له خپلې مخې واچوې. او چې وزن يي زیاد شي نو هغه څو ښه رومیان به هم ترې لیرې کړې.
مڼي, انار, مالټې او نورې میوي به په شوق واخلې, خو کور کۍ به متوجه شې چې ډيري یي د خوراک ندې.
هر خرڅونکی زاړه خوراکې مواد لومړی خرڅوې او ښه شیان سبا ته پریږدې. خو سبا ته هغه ښه شیان یي هم خراب شې.
ما داسې پلورونکی و نه لید چې د شیانو انتخاب پیرود...
نور ولوله
په اسلام کې د ميلمه ارزښت او قدر
يوه ښځه خپل ميړه نه په شکايت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله چې ميړه مې ډير ميلمه پال دي خلک را دعوت کوي ، د ميلمنو ډير احترام کوي او د ميلمنو ډيروالي او پخلي په عذاب او ستړې کړې يم.
رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅ جواب ورنه کړو ، ښځه کورته لاړه . څه وخت وروسته ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې ميړه ته جواب وليږه چې زه نن ستاسو ميلمه يم .
په دې خبره سړي ډير خوشحاله شو ، او خپلي ښځي ته يې اويل چې نن شپه ميلمه لرو او هغه هم رسول الله صلی الله عليه وسلم دي.
ښځه هم ډيره خوشحاله شوه ، په ډيرې خوښي سره يې مزيدار خواړه تيار کړل .
رسول ال...
نور ولوله
ربا یا سود څه ته وایي
په ربا یا سود کې یو پانګه وال چا ته قرض پدې شرط ورکړې چې قرض اخستونکې به د قرض د مبلغ (رأس المال) نه علاوه نورې اضافه پیسې هم ورکوي. ددي اضافه پیسو مقدار د قرض د اصلي مبلغ (رأس المال) او د قرض د مودې پورې تړلی دی. څومره چې رأس المال زیاد او د قرض موده اوږده وي هومره یي ګټه هم ډيره وې. سود خور ته دا مهمه نده چې دا پیسي د مریض د تداوی لپاره اخستل کیږي یا د تجارت لپاره. دی په دواړو حالاتو کې خپله له مخکې تعین شوې ګټه غواړې.
په صنعت یا تجارت (بیع ) کې بیا یو څوک پخپله یا له څو کسانو سره په ګډه پانګه اچونه کوې او په ګټه او تاوان کې سره شریک وي.
نو د ربا او د بیع د نظامونو تر منځ اساسي فرق دا دی:
په ربا یا سود کې سودخور خپل...
نور ولوله
کور او مسکن
کور, بیت یا مسکن چې په قران عظیم الشان کې یي هم څو ځلې یادونه شوی ده له طعام او کالو وروسته د انسانانو یو اساسي ضرورت دی. په یوه ټولنه کی ددې بنیادي ضرورت پوره کول نه یوازې خلک د کورونو خاوندان کوي بلکه خلکو ته د کارونو د پیدا کولو له لارې د یو مملکت اقتصادي څرخ هم په حرکت راوستلی شي. نو پدې اساس د افرادو د بنیادي ضرورتونو په پوره کولو کې د یوي ټولنې خیر او نیکمرغي پرته ده او د الله ج د رحمت او حکمت نخښی پکی لیدل کیږی.
د کورونو په تعمیر او جوړونه کې, معمار, خټګر, نجار او کارګر ته ضرورت شته. تیږو, خښتو, سمنټو, لرګو او اوسپني, دروازو او کړکیو, شیشو, د تشنابونو تیږو او تختو Tiles, میخونو, قلفونو, رنګونو, میز, چوکۍ یا فرنیچر او په لسهاوو نورو تعمیراتي موادو ...
نور ولوله
