په مرستو او خیراتونو اعتیاد
خلکو ته په دوامداره توګه د خیرات او صدقاتو ورکول په دوی کې د کار کولو حس وژني او په مرستو يې معتادوي.
دا معتادین بیا نه غواړي چې د روزۍ د ګټلو لپاره هڅه او کار وکړي. او په پایله کې دوی د فقر په یوه شریره حلقه کې راګير شي.
داخلي او بهرني خیریه مؤسسات باید د صدقاتو او مرستو لپاره د راټولو شوو پیسو څخه داسې استفاده وکړي چې هم فقیرانو او مساکینو کې د کار کولو حس ژوندی او هم له دوی سره مرسته وشي.
د مثال په توګه دوی کولای شي فقیرانو او مساکینو ته د عام المنفعه کارونو لکه د سرکونو, جادو, لارو, ویالو او سیندونو څخه د پلاستیکو او نورو کثافاتو د پاکولو په بدل کې پیسې ورکړي چې ددې کار ګټه هم فقیرانو او مساکینو ته او هم ټولنې ته رسیږي.
همدارنګه خیریه مؤسسات کولای شي د صدقاتو او مرستو په پیسو خبازیانې, رستورانونه او یا وړې کارخانې جوړې کړې چې هلته فقرا او مساکین استخدام شي. ددې تولیدي کارونو ملکیت به د خیریه مؤسسو سره وي.
د کار په بدل کې د پیسو ورکړه, نه یوازې خلک په خیراتو نه معتادوي بلکه د ملک په اقتصادي بیا رغونه کې هم مثبت اثرات لري.
