No-IMG

سهولتونه او دامونه

 یو موږک د غنمو نه ډک د یو مرتبان له پاسه کیښودل شو. موږک ډير خوښ ؤو چې شاوخوا یې له خوراکي موادو ډکه ده او دی ته ضرورت نه لري چې د خوراک په لټه کې ښکته پورته وځغلي. خوشحاله ژوند یې تیراوه. خو یو څو ورځې په مړه ګيډه له خوراک نه وروسته هغه د مرتبان بیخ ته ورسید.

موږک ناڅاپه متوجه شو چې په دام کې حصار او ترې وتلای نشي. هغه اوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره بل ته احتیاج دی چې غنم او نور خوراکي توکې ورواچوي. اوس هغه مجبور دی چې هغه څه وخوري چې نور یې ورته اچوي.

له دې مثال نه یو څو درسونه زده کولای شو:

۱ لنډ مهاله لذت اوږد مهاله اسارت ته لاره هواروي.

۲ که چیرې څیزونه په اسانه تر ګوتو شي او ته د راحت احساس وکړې تاسو په نورو باندې د اتکا په دام کې نښتي یاستۍ.

۳ کله چې تاسې د خپلې بقا لپاره خپل استعدادونه او مهارتونه نه استعمالوۍ نو د انتخاب حق او ازادي به له لاسه ورکړۍ.

۴ ازادي په اسانۍ نه تر ګوتو کیږي خو په چټکۍ سره له لاسه ورکول کیږي.

۵ په ژوند کې هیڅ څه په اسانۍ نه تر ګوتو کیږي او که چیرې یو څه په اسانۍ تر ګوتو شي هغه ددې وړ نه دي چې تر لاسه شي.

۶ خپلو هلو ځلو او کړاونو ته په بده سترګه مه ګورئ دا په غلاف کې پټ برکتونه دي.

له انګلیسي منابعو نه ترجمه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک