د سيمې هیوادونه دې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړيکې تنظيم کړي
هغه هیوادونه چې د پردیو سیاستونو، پالیسیو او د دوی د شومو پروژو ښکار شوي؛ نن له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دي، بلکې په انزوا کې ژوند کوي.
زه خو وایم چې د سيمې هیوادونه دې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړيکې د قوانینو او د یو بل متقابل احترام په چوکاټ کې تنظيم کړي او خپلې ستونزې دې په همدې اصولو حلوفصل کړي. د یو بل د منزوي کولو هڅه دې نه کوي. خصوصاً هغه هېوادونه چې خپله په انزوا او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي.
که په دې خطه کې یو هیواد سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ شي طبعي خبره ده چې د سيمې نور هیوادونه به ترې خپله متضرره کیږي. که چیرې مونږ سیاسي او اقتصادي استقلالیت ولرو، نو ښه به دا وي چې په اوسنيو شرایطو کې خپل ټول ګاونډي هیوادونه په داسې یو سیاسي او اقتصادي محور باندې راټول کړو چې ټولو ته د منلو وړ وي، څو له شته بحران او راروانو ناخوالو نه خپل هیوادو او خلک وژغورو.
