د هېواد نه فراري مجرمين ددې حق نه لري چې د ملت په اړه څرگندونې وکړي
د هیواد نه هغه مجرمین فراریان چې په بهر کې د ملت پر ضد ګومارل شوي دي او د بهرنه په داخل کې فعالیتونه کوي. له بده مرغه د بهر نه په ملت باندی غږ کوي چې لږ خپل ځانونه هوښیار کړئ او خپل مسؤلیت وپېژنئ، څو د فلاني استعمار نه استقلالیت تر لاسه کړئ!!!
کله چې دوی په همدغه هوښیار ملت په سر د پردېو په زور تحملي حاکم او ګومارل شوي و. نه دې ملت په غم کې و او نه ئې د ملت نه دفاع کړې، یوازې د پردیو د سلطې لاندې د غلامۍ ژوند ئې انتخاب کړې و.
بلکې دوی د همدغه ملت په سر هغه ظلم، بربریت او جنایتونه وکړل چې تاریخ او ملت د دوی په کړنو شرمیږي او لعنت پرې وائي.
دوی او دوی ته ورته پرديپاله مجرمین هیڅ د دې حق نه لري چې د ملت په اړه څرګندونې او یا ورته مشورې ورکړي، دوی د دې مستحق دي چې د ملت په لاس محاکمه شي. څو په هیواد کې راتلونکي نسلونو ته عبرت پاتې شي.!
