No-IMG

اسلامي امارت دی افغاني تاجرانو ته لنډمهاله شرايط او سهولتونه مشخص کړي

افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته د وزارت مالیه او د افغانستان ګمرکاتو په رابطه خپل نظر او یو کوچنی وړانديز لرم. هیله مند یم چې دا ځيني مسایل په جدي شکل توجه ورته وکړي او ژر تر ژره د حللاره ورته پیدا کړي، ګني بیا به هر څه له کنټروله وتلي وي.

په مجموع کې افغانان دا مني چې د افغانستان اسلامي امارت نه په داسې بدو شرایطو او په دې لنډ وخت کې د هر څه طمع او توقع کول به یو څه بې انصافي واوسي. افغانان په دې باوري دي چې خپل وخت او زمان سره به د هیواد ټولې چارې او د ولسونو د ژوند لپاره سهولتونه او د کار او تعلیم فرصتونه به برابر کړي. ان شاءالله

د افغانستان اسلامي امارت په حکومت کې د تیر شوي نظام اکثره مامورین په وزارت ماليه او په ګمرکاتو کې اوس هم فعالې دندې لري.

مګر متاسفانه هماغه پخواني مامورینو یو ځل بیا په فساد غلا او روشوت باندې لاس پورې کړی دی، دوی په ګمرکاتو او وزارت مالیه کې د تیر په څیر د دې هڅه کوي چې د افغانستان ملي تاجران دیته مجبور کړي چې له کاروبار لاس واخلي، او یا بیت المال د دوی شخصي جېبونو ته لاړ شي. دغه او دیته ورته نور مامورین په دې شلو کلونو کې د غلا او فساد لپاره داسې مهارتونه او سیستمونه کاروي چې حیران به شئ؛ يو څوک چې مسلکي نه وي د دوی په تکتیکونو نه پوهیږي!

ډیر په سیستماتیک شکل غلا او فساد کوي. دوی د وزارت مالیه او ګمرکاتو په سيستمونو پوه دي شل کاله کیږي چې  تجربه لري، نو بناءً ډیر په اسانۍ سره کولای شي چې د بیت المال سرمایه غلا کړي او په څنګ کې هغه غیر مسلکي اشخاص چې د نظارت په شکل ورسره ناست دي فکر نه کوم چې د دوی د هغوی په مهارتونو او تکتیکونو باندې سر خلاص شي.

دلته اساسي خبره دا ده چې په افغانستان کې یو لوی بدلون رامینځ ته شوی، نو طبعي خبره ده چې په ډیرو حکومتي امورو کې ګډوډي او بې انصافي موجوده ده.

نو د دې لپاره د افغانستان اسلامي امارت نه مو هیله دا ده چې په وزارت مالیه او د افغانستان په ګمرکاتو کې خپلو افغاني تاجرانو ته د اصولو او قوانین په رڼا کې داسې یو لنډ مهاله شرایط او یو څه سهولتونه مشخص کړي چې ملي تاجران په خپل هیواد کې د کاروبار لپاره تشویق شي او خپل تجارت ته ادامه ورکړي. په ضمن کې د افغانستان اسلامي امارت په وزارت ماليه او د افغانستان په ګمرکاتو کې خپل حکومتي مامورینو باندې داسې مسلکي کدرونه وګماري چې هر څه کنترول کړی شي او په معیاري شکل د هر څه نظارت وکړي او ډیر په شفاف ډول له هر چا سره په اساس د قوانینو محاسبه او معامله وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک