ورور اسدالله هارون د حزب اسلامي یو متعهد او مبارز مجاهد دی
ورور اسدالله هارون چې د حزب اسلامي یو متعهد او مبارز مجاهد دی، پنځلس کاله وړاندې د امریکا او ناټو د إشغالګرو ځواکونو له خوا ونېول شو او له هر راز تثبيت شوي جرم پرته په غير قانوني او غير بشري ډول د ګوانتنامو د وحشي زندان د تورو تمبو شاته زنداني شو.
دا چې له همغه پيله پر نوموړي هېڅ راز جرم نه وو تثبيت شوی، پر همدې اساس له تېرو درې کلونو يې د خلاصون ټول قضايي او حقوقي مسائل حل او فصل شوي وو او پرېکړه شوې وه چې تېر نظام ته به سپارل کېږي، خو له بده مرغه د تېر نظام پرديپالو چارواکو او مسؤلینو عمداً ښاغلی اسدالله هارون له امريکايانو نه تسلیماوه.
خو لله الحمد د هغه د حقوقي او مدافع وکيل د پرلپسې هڅو او ټينګار په نتيجه تېره ورځ امريکايي چارواکو نوموړی د قطر حکومت ته وسپاره او هغوی نن سهار د اإإ ته تسليم کړ.
زه له خپله اړخه د ښاغلي هارون درنې، مجاهدې او صابرې کورنۍ، د حزب اسلامي قدرمن مشرتابه او ټولو منسوبينو ته د هغه د خلاصون په مناسبت مبارکي وايم او له هغو ټولو د زړه له کومي منندوی يم چې د نوموړي د خلاصون په مناسبت يې هلې ځلې کړي او خپلې هېڅ راز مخلصانه هڅې يې نه دي سپمولي.
