No-IMG

د هند او پاکستان ترمنځ جګړه؛ سیمه‌ییز بحران که د نړیوالو ستراتېژیکه توطئه؟

‏د هند او پاکستان ترمنځ لانجه یوه نوې یا تصادفي پېښه نه ده، بلکې دا شخړه اوږده تاریخي، جغرافیایي او استخباراتي ریښه لري. له ۱۹۴۷م راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر مسئله، سرحدي اختلافات، او د نفوذ لپاره سیالي نه یوازې د دواړو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړی، بلکې د ټوله سیمې ثبات یې له خطر سره مخ کړی دی.

‏خو هغه څه چې دا شخړه لا پېچلې کوي، د نړۍ زبرځواکونو شوم نقش او پټ اهداف دي. داسې ښکاري چې امریکا او انګلیس د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره د سیمې تاوتریخوالی په پټه توګه مدیریت کوي، څو د چین مخ پر ودې نظامي او اقتصادي ځواک ته خنډونه رامنځته کړي. دا احتمال هم شته چې دوی د «peace maker» یا د سولې منځګړي په نوم دلته استخباراتي یا نظامي حضور پیدا کړي، څو په اوږده مهال کې چین محاصره، تضعیف او تر ستر فشار لاندې راولي.

‏لوېدیځ سیاستوال دا درک کړي چې د چین د اقتصادي پراخېدو مخنیوی یوازې له بندیزونو سره نه‌شي کېدای، بلکې اړتیا ده چې د چین پر شاوخوا جغرافیه کې شخړې، پوځي اډې او استخباراتي فعالیتونه فعال وساتل شي. دا ډول سیاسي لوبې د سیمې پر مسلمانانو او نورو ملتونو مستقیم اغېز لري، او که هوښیار نه شو، نو زموږ خاوره هم د استخباراتي جګړو په میدان بدلېدای شي.

‏خو د تأسف ځای دا دی چې زموږ په ټولنه کې ځینې احساساتي، ساده‌، بې‌خبره یا ګمراه‌کوونکي کسان دا ډول ژور بحرانونه یوازې د هند او پاکستان ترمنځ «شخصي» مسایل ګڼي، او مذهبي اړخ ته یې بې‌پروا پاتې کېږي. دا ډول ناسم درک نه یوازې د حقیقتونو پرده پټوي، بلکې د دښمن د پلانونو د تحقق لپاره زمینه هم برابروي.

‏ای افغانانو! دا نه زموږ جګړه ده، نه زموږ غم. زموږ دنده دا نه ده چې د نورو د استخباراتي لوبو قرباني شو. اوس د دې وخت دی چې خبرې کمې، عمل زیات، او خپل ځانونه له دننه جوړ کړو. علم، اقتصاد، د ملي یووالي ټینګښت، او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا باید زموږ لومړيتوب وي، نه دا چې د نورو په جګړه کې خپل سوله‌ییز کور وسوځوو.

‏راځئ چې د حکمت، هوښیارۍ او بصیرت له لارې ملت بیدار کړو، د سیاسي شعور کچه لوړه کړو، او د نړیوالو شخړو په اړه خپل دریځ د اسلامي، ملي او منطقي اصولو پر بنسټ روښانه وساتو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

محمدتقي

تاسو په بعض مسائلو ښه ژوره څيړنه کوي خود پاکستان اودمجاهدینو لکه حکمتيار شپږوړونه چي دپاکستان دآي ايس اي په مرسته دداؤدخان اووروسته دمجاهدینو خپل مينځي جګړوکي ملت کنډواله کي ته په دي اړه بي ځايه مبالغه اوترحدزياته طرفداري کوي ته خپل داکمزوري اصلاح

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک