د حزب اسلامي دریځ؛ د ایتلافونو تر شا حقیقت!
په دې وروستیو کې یو شمېر څېرې او تلویزوني خپرونې، له کره معلوماتو او تاریخي شعور پرته، د حزب اسلامي او د دغه ګوند د مشر پر ضد بېاساسه څرګندونې کوي. له دې خپرونو څخه یوه هم د «کاکتوس» په نامه تلویزوني برنامه ده، چې پکې جناب «لشکري صیب» له ښاغلي «حبیبالرحمن حکمتیار » سره د خبرو پر مهال د حزب اسلامي پر تاریخي دریځونو بېمسؤلیته او ناسم نقدونه وکړل.
دا مقاله د همدغو مغشوشو ادعاوو د رد او د حقایقو د روښانولو لپاره لیکل شوې ده. څو دا
ناسمې څرګندونې؛ نیمګړی درک او غیر مسلکي دریځونو او تحلیلونو ته ځواب وویو.
که څوک د یوه تاریخي او سیاسي جریان، لکه حزب اسلامي، په اړه لازم معلومات نه لري، نو اړتیا نه شه چې په دې ډول جدي برنامو کې ګډون وکړو. مخکې تر دې چې څرګندونې وشي، لازمه ده چې ځان د مستندو اسنادو، تاریخي واقعیتونو او اصولي دریځونو سره آشنا کړي. د بېبنسټه ادعاوو له لارې د یوه جریان قربانیو او تاریخي ثبات ته سپکاوی نه علمي دی، نه منطقي، او نه هم اخلاقي.
ایا حزب اسلامي له اشغالګرو او د دوی لاسپوځو اشخاصو سره د شخصي قدرت په موخه ایتلاف کړی؟
دا یوه مغشوشه ادعا ده، او موږ یې د کاکتوس د برنامې مسؤل، «لشکري صیب» ته په صراحت سره یادونه کوو؛
د تاریخ په اوږدو کې، حزب اسلامي ته د اشغالګرو له خوا تر ټولو ډېر د ایتلاف فرصتونه برابر شوي وو.
په (۲۰۰۱ )میلادي کال، د امریکا متحده ایالاتو استازي، کابل ته له ننوتو سره سم، د حکمتیار صیب حضور ته لاړل. د هغوی وړاندیز دا و:
“که ته زموږ ملاتړ وکړې او زموږ پر وړاندې خنډ نه جوړېږې، موږ به د افغانستان راتلونکی مشري درکړو. طالبان زموږ او ستاسو ګډ دښمنان دي، نو دا ستاسو لپاره یو تاریخي فرصت دی که موږ سره همکاري او ملاتړ وکړې.”
خو حکمتیار صیب، له سیاسي درایت، ایماني غیرت، او ملي احساس او شعور سره، دا ټول وړاندیزونه رد کړل. نهیوازې یې دا امتیازات ونه منل، بلکې سمدستي افغانستان ته راستون شو، په پوره جرأت او شجاعت یې د یرغلګرو پر ضد جهاد اعلان کړ، او له خپل مجاهد ملت سره اوږه په اوږه ودرېد. دا دریځ د هغه د استقلال، اصولي تفکر، او ملي وفادارۍ څرګند یو ثبوت دی.
د حزب اسلامي دریځ: تقابل نه، تفاهم.!
برخلاف د هغو دروغجنو ادعاوو چې ګواکي حزب اسلامي به د طالبانو پر ضد له پرديپالو وطنپلورونکو سره ایتلاف وکړي، د حزب اسلامي اصولي دریځ تل واضح ثابت او مستند پاتې شوی دی. دا ګوند د افغانانو ترمنځ د شخړو، تقابل او داخلي جګړو هر ډول هڅه د اسلامي او ملي اصولو پر بنسټ ردوي.
د حزب اسلامي هدف، د افغانانو ترمنځ تقابل نه، بلکې تفاهم او اتحاد دی. دا ګوند باوري دی چې ټول ملت باید د یو اسلامي او ملي محور تر سیوري لاندې سره راټول شي، نه دا چې یو له بله دښمن جوړ شي.
د تاریخ دروند وزن، د مبارزې رښتینې کیسې، او د اصولو پر بنسټ ولاړ دریځونه باید د سطحي او ناپییلو تبصرو قرباني نه شي. حزب اسلامي هغه اسلامي او ملي جریان دی چې نهیوازې د اشغال پر ضد کلک ودرېد، بلکې هر هغه تړون یې رد کړ چې د ملي حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، او خپلواکۍ خلاف و.
البته که څوک غواړي د حزب اسلامي او د هغه د مشر د دریځونو په اړه خبرې وکړي، نو لومړی باید ځان د تاریخي اسنادو، سیاسي تحلیلونو، او واقعي حقایقو سره بلد کړي. پرته له دې، هره تبصره به یوازې شخصي قضاوت وي، نه سیاسي درایت.
لشکري صیب ته یو یادښت؛ حقیقت او تاریخ له سترګو نه پټيږي .!
په کندهار کې د طالبانو له لوري یوه ځانګړې کړۍ فعاله ده، چې نه یوازې د حکمتیار صیب پر وړاندې له بندیزونو او ګواښونو کار اخلي او غلط سیاستونه تعقیبوي، بلکې د طالبانو شاوخوا ۸۰٪ کابینه، لوړپوړي چارواکي، او د هیواد ګڼ شمېر وګړي له ورته تهدیدونو، فشارونو او محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.
ادعا دا چې ګواکې حکمتیار صیب به د طالبانو پر ضد له وطنپلورونکو، پرديپالو او قومپالونکو ډلو سره ایتلاف وکړي.
هیڅکله نه؛ دا یو بېاساسه او مغرضانه او له واقعیته تور دی. حزب اسلامي یو اسلامي او ملي محور دی، چې ژورې ولسي ریښې او نفوذ لري او د هېواد د تاریخ، مقاومت او تحول مهمه برخه ده. نو حزب اسلامي ته اړتیا نشته چې د طالبانو پر ضد د مشکوکو عناصرو ملاتړ وغواړي.
برعکس، د حزب اسلامي مشر هڅه کوي چې د طالبانو دننه له تقابل او ټکر پرته، د ورورولۍ په فضا کې د اصلاحاتو زمینه برابره کړي. دا هڅې د سولې، تفاهم، او ملي وحدت پر بنسټ ولاړې دي، نه د بدیل دښمن جوړونې یا داخلي شخړو پر بنسټ.
ریښتینی نفوذ او تاریخي ریښې!
حقیقت دا دی چې د طالبانو د اوسني جوړښت ډېری لوړپوړي مسؤلین له حزب اسلامي سرچینه اخلي. نو یو داسې قوي جریان ته اړتیا نشته چې له پردیو لاسپوڅو سره د ایتلاف په لټه کې شي.
نو دغه حزب اسلامي»چې دومره ژور تاریخي، سیاسي او جهادي بنسټ ولري، ولې باید له پردیو وابسته ډلو سره د طالب پر وړاندی ایتلاف ته اړتیا ولري؟ حزب اسلامي لا هم د یو اصلاحي حرکت په توګه، د ملي تفاهم، اسلامي عدالت، او سالمو حللارو پلوی پاتې شوی دی.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
حزب اسلامي به په راتلونکي تاريخ کي يقيناديوه داسي تنظيم په توګه يادشی چي دداؤدخان دجمهوريت پرخلاف يه دنورو 5وړونوسره دجهادفتوي ورکړه اودپاکستان آئ ايس آئ ترچتر لاندي يه دافغانستان خلاف جهادپيل کړ خوباالاخرده 40کالوتيريدووروسته حکمتيار دجمهوريت سره سوله وکړه او دجمهوريت سره ايتلاف يه دملي ګټو اودوخت يوضرورت وسلو. موږ خوښ یوچي حکمتيار سوله وکړه خوبايدولس سخه دداؤدخان دجمهوريت پروړاندي دجهاد داعلان عمومي بښنه وغواړي.
