No-IMG

د خاینانو سیاسي څېرې نه پټيږي، او نه د ولسونو تاریخي قضاوتونه هیريږي.!

‏د کمونیستانو هغه زامن او لوڼې چې د کمونیستي رژیم په لمنو کې لوی شوي، او نن یې ځانونه په لوېدیځو هېوادونو کې د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، او آزادۍ تر نامه لاندې د افغانانو مجاهدینو د ميړاني تاریخونه په یو نه یو بڼه تحریفوي، موږ نه د دوی نه تمه لرو، او نه د دوی نه ګیله کوو. دا ځکه چې دوی له داسې فکري انحطاطه راوتلي خلک دي چې نه د ایمان میزان لري، نه د وطن ارزښت پېژني، او نه د خپل تاریخ او ولس د دردونو احساس لري. دوی نه شي کولای او نه د دې توان او ظرفیت لري چې د مجاهدینو د ميړانې قربانیو او د وطن‌پلورونکو د خیانتونو جرمونو تر منځ اخلاقي توپیر وکړي.

‏خو تر ټولو دردناکه او خطرناکه مسئله دا ده چې نن همدا کسان چې د ملي شتمنیو په لوټلو، او تاریخ جرمونو تورن دي، یو ځل بیا را پورته شوي دي، دوی هڅه کوي د سیاست، رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خپل تور تاریخ سپین کړي، مجاهدین تورن او بدنامه کړي، او ځانونه د ملت د نجات‌ورکوونکو په توګه معرفي کړي.

‏دا هغه جنرالان دي چې د اشغال په دوره کې د پردیو پوځونو د دروازو ساتونکي و، دا هغه د تلویزیوني سکرینونو پلورل شوي ژورنالیستانې، دي چې د اسلام، جهاد او ملي ارزښتونو پر ضد یې تبلیغ کاوه، دا هغه وزیران، وکیلانې،  او والیان دي چې د اداري فساد او ملي خیانت او سیاسي سقوط نښې یې تر ننه د افغانانو  پر زخمونو تازه دي .

د ملت سترګې بیدارې دي دا ملت هر څه په یاد او په خپلو سترګو ویني، چې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۱ پورې چا واک درلود؟ څوک یې چارواکي وو؟ څوک د تلویزونونو مشهوره ستوري وې؟ څوک یې وکیلان، والیان، سفیران او قوماندانان وو؟ دا ملت تاسې ته د حکومتدارۍ او د واک فرصت درکړ، خو تاسې د ملت په وینو، عزت، اقتصاد او ملي حاکمیت سودا وکړه.

‏نن که تاسو هڅه کوئ چې خپل تیر تور تاریخ په بډه ووهې، باید پوه شئ چې د ملت قضاوت تر ټولو قوي محکمه ده. دا ملت تاسې پېژني، ستاسې ماضي یې لوستې ده، او ستاسې خيانتونه یې پر اوږو وړي دي. ښه په خلاصو غوږونو واورې د حساب ورځ را روانه ده؛

‏په تاریخ کې ډېر داسې وختونه راغلي چې خاینان، فاسدان، او پردي‌پاله لاسپوڅي یو وخت حاکمان وو، خو بلاخره د ملت له عدالت او قصاوت نه خلاص نشول. ځینو ځانونه تباه کړل، یو شمیر پردي پالو تېښته وکړه، او ځینو د خپل خاین ضمیر په اور کې وسوځېدل.

‏خو دا ورځ به بیا راځي، تاسو به یا د خپل ضمیر په محکمه کې سوځئ ، او یا به د الله تعالی په مرسته د ملت د عدالت په محکمه کې مجازات شئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک