کرزی د یرغلګرو انتصابي مهره وه.!
کرزی هغه څوک و چې د یرغلګرو په نظامي الوتکو او ټانګونو کې کابل ته راوستل شو. هغه د اشغالګرو د خوښې پر بنسټ، د یوه تحمیلي او انتصابي “مشر” په توګه پر افغانانو وتپل شو.
حقیقت دا دی چې د کرزي په واکمنۍ کې زرګونه بېګناه افغانان ووژل شول، په لکونو نور له خپلو کورونو، کلیو او وطنونو بېکوره شول. د ده د حکومت پر مهال، د بهرنیانو بمبار، شپنۍ چاپې، د انسانانو توهین، او د ملي ارزښتونو سپکاوی عادي مسأله وګرځېده.
د کرزي په واکمنۍ کې د پښتنو حقوق تر پښو لاندې شول، ان تر دې چې هېچا ته دا جرأت نه ورکول کېده چې د دوی د مظلومیت غږ پورته کړي. د یوه ستر ملت آواز خاموش کړای شو، درد یې پټ وساتل شو، او حقونه یې د نورو قومي اقلیتونو ترمنځ ووېشل شول؛ دا یوه لویه ملي بېعدالتي وه، نه یوازې د پښتنو، بلکې د ټول افغانستان پر وړاندې یوه ستره جفا.
پوښتنه دا ده:
• پښتانه د چا په واکمنۍ کې منزوي، زلیل او د تبعیض قرباني شول؟
• د چا په حکومت کې جګړه په ځانګړي ډول د پښتنو پر سیمو وتپل شوه؟
• په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶م کلونو کې د پکتیا په ځاځیو کې بېګناه خلک د چا د واکمنۍ پر مهال شهیدان شول؟
• د سولهييزو کلیو پر جوماتونو، مدرسو او حجرو بمبار چا رهبري کاوه؟
اسناد، شواهد، او د ملت حافظه لا ژوندې دي. د کرزي پر واکمنۍ د ظلمونو، خیانتونو او ناورینونو اوږده لړۍ لا هم د افغان ولس په ذهن کې تازه ده.
او دا هم مه هېروئ، همدغه کرزی د رباني او د نظار شورا مشر، احمدشاه مسعود، له خوا په کابل کې دنده درلوده او په داخلي جګړو کې هم ښکیل و. د همدې ډلې له خوا ورته د مرګ ګواښونه وشول او حتی زنداني شو، خو وروسته حزب اسلامي هغه له خطر او مرګه وژغوره.
نن همدا کرزی، له تېر شرم، تاریخي جنایتونو او ملي خیانتونو سترګې پټوي، او هڅه کوي ځان سپین کړي.
خو نه تاریخ هېرېږي، نه ولس غولېږي.!
