په بهر کې د داودزي د ایتلاف خبرې؛ د بُن کنفرانس تکرار که د ملت قناعت؟
محمد عمر داودزی د پخواني جمهوریت په شل کلنه دوره کې یو له لوړپوړو چارواکو او کلیدي مامورینو څخه و. ویل کېږي چې نوموړي اوس د افغانستان څخه بهر یو سیاسي ایتلاف رامنځته کړی دی.
په دې وروستیو کې نوموړی له یوه نوي سیاسي ایتلاف سره راڅرګند شوی، چې ظاهراً موخه یې د طالبانو پر وړاندې د یوه بدیل ځواک جوړول دي. داودزي د «Hamsa Media» سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې د دوی د «ایتلافي قاعدې» اساسي هدف دا دی چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنوي، او له هغوی سره د یو ګډ حکومت پر جوړښت خبرې اترې وکړي. نوموړي په دغه مرکه کې یو لړ څرګندونې وکړې، چې نه یوازې پوښتنې راولاړې کړې، بلکې د ملت لپاره د تېرو سیاسي تاریخونو د بیا سپیناوي اړتیا یې هم بربنډه کړه.
زما دا مقاله درې اساسي پوښتنې مطرح کوي چې باید ښاغلي داودزي او د هغه همفکران پرې وضاحت ورکړي:
لومړۍ پوښتنه: د امریکا په کانګرس کې څه پټ پاتې دي؟
ښاغلي داودزي وویل، څو اونۍ مخکې یې د امریکا په کانګرس کې له سناتورانو سره مجلس درلود، چې پکې داسې خبرې وشوې، “چې نه د امریکا خلکو ته معلومې وې او نه د افغانستان ملت پرې خبر و.”
د دې خبرې تر شا کوم رازونه پټ دي؟ که دا مجلس دومره مهم و، نو ولې یې تفصیل ملت ته نه وړاندې کېږي؟ آیا افغانان یو ځل بیا د پټو معاملاتو د تکرار شاهدان دي؟ دا ډول مبهمې څرګندونې نه یوازې شکونه پیدا کوي، بلکې دا ښيي چې نوی ایتلاف هم د ولس له ملاتړ پرته، د بهرنیو تر اغېز لاندې رامنځته کېږي.
دوهمه پوښتنه: د بُن کنفرانس تاریخي تحریف؟
ښاغلي داودزي د بُن کنفرانس په اړه داسې څرګندونې وکړې چې ښيي یا خو یې حافظه کار نه کوي، یا قصداً له تاریخي واقعیتونو سترګې پټوي.
حقیقت دا دی، چې د بُن کنفرانس پر مهال نه حزب اسلامي پکې ګډون درلود او نه طالبانو. هغه کسان چې ګډونیې درلود، د یادو اسلامي حرکتونو استازیتوب يې نه کاوه، بلکې د امریکا او اروپا تر سیوري لاندې ډلې او افراد وو.
همداراز، کله چې په بُن کنفرانس کې د عبدالستار سیرت او حامد کرزي ترمنځ رأیهاخیستنه وشوه، عبدالستار سیرت تر کرزي ډېرې رأیې وګټلې. خو د امریکا د غوښتنې له مخې، حامد کرزی د ملت له رایو پرته د لنډمهالي ولسمشر په توګه اعلان شو.
نو که نن هم هماغه لوبه تکرارېږي، افغان ولس به ولې باور وکړي چې پایله به دا ځل بل ډول وي؟
درېیمه پوښتنه: په بهر کې، د پردیو په خوښه جوړ شوي ایتلافونه څومره مشروعیت لري؟
اوسنی اساسي بحث دا دی: دا «ایتلافي قاعده » چې داودزی صیب ترې یادونه کوي، آیا افغان ولس به ورباندې باور وکړي؟ که یو ایتلاف د ملت له منځه نه وي راپورته شوی، او د تېر نظام پخواني مهرې پکې شاملې وي، نو خلک به ولې بیا پر هغه اعتماد وکړي؟
تر کومه چې د ملت حافظه کار کوي، دا هماغه څېرې دي چې د اشغال تر چتر لاندې یې واکونه ترسره کړي، پراخ فسادونه یې کړي، او د ولس اعتماد یې بایللی دی.
هغه ایتلاف چې د بدلون دعوه کوي، خو د ولس له منځه نه وي راټوکېدلی، د تېر نظام له جرمونو حساب نه ورکوي، او له خلکو سره پټ او دوهمخی چلند کوي، نه اصلاح راوړي، نه بدیل جوړولی شي.
هغه حرکتونه چې د بهرنیو په اشاره، له ولس پټ، او د ناکامو څېرو پر محور ولاړ وي، نه ملي ملاتړ پیدا کولی شي، او نه د مثبت بدلون ضامن کېدلی شي. ملت نور د شعارونو، کنفرانسونو، او د پردیو له خوا د ټاکل شویو مشرتابهوو نه، بلکې د خپلواک، اسلامي او ولسي زعامت تږی دی.
