No-IMG

د الله تعالی له عدالته هېڅوک خوندي نه دي، ‏الله تعالی مجرمینو ته په کمین کې دی

نه زورواکي، نه خاینین، نه فاسدان، او نه هم هغه کسان چې د خپل ولس په حقونو تېری کوي. که څه هم ظالمان، مجرمین او مفسدین ښايي موقتي واک، شهرت او نعمتونه ولري، خو دا د الله تعالی له سنتونو څخه ده چې هغوی ته مهلت ورکوي، نه معافیت.

‏حقیقت دا دی چې الله تعالی هغوی ته مهلت ورکوي، خو د نیولو طریقه یې ډېره پیاوړې ده:

‏د تاریخ پاڼې له هغو کسانو ډکې دي چې د ظلم، فساد او خیانت له لارې واک ته رسېدلي وو، خو کله چې د الهي عدالت وخت راورسېد، بیا یې نه زور، نه زر، او نه هم اړیکې مرسته وکړای شوه. دا د الهي سنت له جملې څخه دی چې هر څوک، هر وخت، او هر ځای د خپلو اعمالو پایله ویني.

‏نو که څوک د ملت، دین او خاورې پر ضد جنایت کوي، فساد کوي او د الله له امرونو سرغړونه کوي، باید هېره نه کړي چې:

‏الله تعالی مجرمینو ته په کمین کې دی.

‏ای د الله بندګانو! که نن مجرمین او خاینین ازاد ګرځي، دا د الهي نظام یوه ازموینه ده، نه د هغه د عدل نه‌شتوالی. هغوی ته مهلت ورکړل شوی، خو عدالت لغوه شوی نه دی. کله چې د الهي عدالت تیغ راښکته شي، بیا نه څوک تېښته کولای شي، او نه څوک پټېدای شي.

‏راځئ چې دا یقین وساتو: عدالت به حتماً خپل ځای نیسي، که نن وي، که سبا؛ که د خلکو په محکمه وي، که د الله په محکمه کې خو دوی به حتماً مجازات کېږي!

له بده مرغه زموږ یو شمېر وروڼه د ظاهر قدیر د نیول کېدو په اړه خواخوږي څرګندوي. البته دا د دوی شخصي نظر دی، خو باید هېره نه شي چې دا ډول کسان د خپلو تېرو کړنو له امله باید محاکمه شي او د قانون مطابق مجازات شي، ځکه دا نه یوازې قانوني اړتیا ده، بلکې د ولسي عدالت هم دا غوښتنه کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک