د افغانستان د ښځو کرکټ ټيم .....!
په ښځو کې د کرکټ شوق اچول کيږي او که له وړوکوالي پکې د کرکټ شوق وي ؟ په بله معنا دا چې کرکټ کول د ښځو لپاره هيلې کيږي يعنې د ښځو هيله جوړول کيږي او که له ماشومتوبه پکې دا هيلي وي ؟
هيلي او شوق جوړيږي، د ميډيا رسنيو، فلمونو، اخبارونو، کتابونو، خبري اژانسونو او په نورو لارو ...!
بيا همدې جوړو شويو هيلو ته رسيدل د انسان حياتي هدف وي او د دې لپاره هر ډول کار ته تيار وي .
د خبرې هدف دا دی چې پخوا به خلک جبرا غلامان کيدل او وس مهال خلک په رضا غاړه کيدي خو په دې شرط چې ته د يو چا شوق او هيلي جوړولو کې ماهره يې .
په بله معنا ازادي نشته، بلکه د ازادۍ په نامه يوه محدوده وړه ساحه جوړيګي او بنده پکې ځان ازاد حس کوي .
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
