No-IMG

په غريبو هيوادونو کې ځان له غربته ويستل د خټو يو ډنډ وي

په غريبو هيوادونو کې ځان له غربته ويستل د خټو يو ډنډ وي، چې انسان ترې ځان وباسي ډېره موده او انرجي پکار وي، د دې برعکس په مالداره هيوادونو کې له غربته ځان ويستل ډېر اسانه وي ، په چاپيريال کې دې ټول دوستان او خپلوان په دندو وي، د ملګرو تجارتونه وي، يو څه لاره درښودلی شي يا قرض درکولی شي، هغه چې بيخی چيشي نه وي نو هم يو ځای کې لس اته ډالره ساعت په سر کار پيدا کيږي.

غريبو هيوادونو کې لوړ استعداد په کمه بيه پلورل کيږي خو مالداره هيوادونو کې ټيټ استعداد هم ښه بيه لري .

همدا لامل دې چې د نړۍ د لويو سرمايه دارانو ليکل شوي کتابونه د وروسته پاتې هيوادونو وګړو لپاره ډېر کم مفيد تماميږي.

مثال: په کتاب کې به يې ليکلي وي چې جيکسن د صفر نه پيل وکړ او يوازې يو ميليون ډالر يې ولږول او شپږ کاله بعد يې اتيا ميليونه ډالرو کمپنۍ جوړه کړه .

يا به يې ليکې وي چې فلانکي له بانکه دومره قرض واخيست او ډېر کامياب کاروبار يې وکړ .

يعنې ټول هغه څه يې ليکلي وي چې هغه په غربي يا مالداره ټولنه کې ميشت انسان لپاره ممکن او ګټور وي، د يادو کتابونو ګټې نه بيخي انکار نشي کيدلی البته د انسان يو مناسب کاروبار نه بعد ياد کتابونه يو څه مفید وي .

خو بل طرف زموږ په ټولنو کې مشکل دا دی چې وطني کاميابه تاجران چاته د خپلې کاميابۍ لاره نه ښايي، په افغانستان کې زرګونو خلک د غربت له ډنډونو وتلي خو تر اوسه يو کتاب نه دی ليکل شوی چې څنګه يو افغاني ځوان ته ممکنه ده چې د ننګرهار يا کابل په څير محيط نه وده وکړي .

بنده ته که الله توفيق او وخت ورکړ نو ان شاء الله د فکري کار ترڅنګ به په دغه موضوع هم کار کوم .

يقين وکړۍ چې دا څونه موده کيږي  ډېر فکري او علمي اشخاص مو  د غربت دلاسه په ګډو وډو ويلو وليدل .

دې ملت سره ستره ښېګړه اقتصادي دلدل نه ويستل دي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک