د لسم يا دولسم نه يو تجارت يا کسب زده کول پيل کړئ
که تاسې د پيسو ګټلو لپاره پوهنتون وايې نو ښه دا ده چې ترڅنګ يې د لسم يا دولسم نه يو تجارت يا کسب زده کول پيل کړئ
لکه مثال :
فارميسي کارونه
د رختونو پيژندل
هوټل کې اشپزي کول
موبايلونه جوړول
سبزي منډۍ په قانون ځان پوهه کول
پيزا والا سره شاګرد کيدل
برياني چل يادول
کمپيوټر زده کول (خصوصا ايډيټنګ)
زرګري زده کول
قيمتي غميو کار باندې ځان پوهه کول
مواد غذائي کاروبار باندې ځان پوهه کول( چاي غوړي، وريجه يا نور )
يو ډېر مهم کاروبار د يو هيواد خواړه په بل هيواد کې معرفي کول .
مثال ايسکريم، بيسکوټ، عربي شورما، يمني زربيان وريجه، هندي برياني، يا سبزي لرونکی سوپ، ښه نوعيت والا جوس يا دسې يو شی چې په بل هيواد کې وي او ستا په هيواد کې نه وي، اول يې په جوړولو تجربې او بيا يې خلکو ته وړاندې کړه، دا ډير اسانه او کاميابه ستراتيژي ده .
په هر کار کې يو څه موده په کمه تنخواه شاګردي وکړئ، مشکل نشته ، حتی يو مياشت دوه مفته کار وکړئ . کار په تعلقاتو پيدا کړئ، خپلو دوستانو ملګرو ته اوايي چې يو کسب راته وګوره.
شرم مه کوئ، هر کار اوله کې ستړيا، خيرن والی، سختې خبرې اوريدل، خوله باسل غواړي.
چې کار دې زده کړ بيا پرې تنخواه زياتولی شئ، يا هم خپل کاروبار پيل کړئ.
د لس زره افغانيو امدن لرونکی کاروبار د ۵۰۰۰۰ افغانيو تنخواه نه خه وي .
