غير نظرياتي ډلې لنډمهاله مزل کونکي وي
ډېر خلک يوې ډلې سره نظرياتي نه ودريږي، بلکه وګوري چې فلانکئ ډلې اړوند که پوسټ وکړم يا چغې پورته کړم نو ډېر ژر به مشهوره شم، ژر به لایکونه واخلم او ژر به د يو رهبر بڼه خپله کړم .
په دې ترتيب يو تنظيم ډېر ژر لکه د چاودنې په څير خپور شي او ميليونونو مينوال پيدا کړي، خو په حقيقت کې ياد تنظيم کمزوري بنسټونه لري، ځکه چې مشهوره او سرکرده خلک يې نظرياتي نه وي بلکه اپرچونيسټ وي .
چونکه دوئ نظرياتي نه وي نو ځکه د دوئ مخالفت هم په نظرياتو نه وي ولاړ بلکه کنځا او مخالف شخصيت شکني باندې ولاړ وي
همدا لامل وي چې په دوئ کې اصلاح ناممکنه وي، ځکه چې د دوئ د تنقيد زغم نه لري .
يادې ډلې له رسنيزو معتادينو ډکې او لنډمهاله مزل کونکي وي، يو حده پورې د دوئ ټرينډ کې قوت وي خو بيا له ټرينډه هم قوت ختم شي او په دې ترتيب يادې ډلې يا تنظيمونه لکه د غبارې ختمې شي .
