No-IMG

په اسلامي ټولنو کې چې کوم سیکولران يا ملحدين ژوند کوي، تقريباً اکثره يې رواني ستونزې لري

ځکه دوئ فکرا د دين سره جوړ نه وي، هره لحظه يو ديني رسم يا عمل د دوئ تر سترګو کيږي، دوئ ته پرې قهر ورځي او خصوصاً کله چي ملا لږ ښه وګوري نو بيا بيخي د بنيادي مسائلو ښکار شي .

لهذا دوئ سرو کال مکمل ديغت کيفيت کې وي .

د دې په نتيجه کې دوئ د يو ډېر عجيب مرض ښکار وي او هغه دا چې په وړه وړه خبره د دې ټول ديغت انتقام اخیستل غواړي، يعنې دوئ غير طبيعي ردعمل ښکاره کوي .

مثال: کله د ۵۱ اسلامي هيوادونو د نه پرمختګ پړه د پرنټر په يو فتوی واچوي، کله يې د لسپيکر په خلاف فتوی باندې واچوي، کله حجاب سره په جنګ وي، کله کله د رباب په سر انډوخر جوړ کړي، کله د کوم ساده ګل ځوان خبرو باندې دود واخلي، کله د کوم ملا موټر نه په تکليف وي، په ويلنټاين، قرباني، حج، ګيره، عمره، خيريه موسسو او کله د ډاکټر ذاکر نائيک صاحب وړې خبرې نه پوره سفسطه جوړه کړي .

وړه خبره به وي، عادي مسله به وي خو دوئ پرې ځانته ډېر زور ورکوي او دا دوئ صحت ته نقص هم کوي، همدا لامل وي چې د دوئ اکثره رد عملونه ډېر زيات جذباتي او په سايکو بناء وي، د نه خبرې نه به کونجاړه جوړ او تر هفتو به پرې شخوند وهي .

دا ټول د رواني تکلیف نه پيدا کيږي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک