No-IMG

استعمار همېشه قوي وي خو بيا هم مستعمر د هغوی په خلاف مسلحه مبارزه کړې او کاميابه شوي

مولانا خانزيب صاحب عزتمند او پوهه شخصيت دی ، خو د ده له موقف سره موږ اختلاف لرو .

اوله خبره دا ده چې په تاريخ کې د استعمار سره د مستعمر توازن کله هم نه دی برابر شوی، استعمار همېشه قوي وي خو بيا هم مستعمر د هغوی په خلاف مسلحه مبارزه کړې او کاميابه شوي، لنډ مثالونه يې په پخوا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستراتيژي وه، د بدر په وخت کې هم د مشرکينو او مسلمانانو توازن نه وو برار خو بيا هم مسلمانانو ته الله بری ورکړ، په وس وخت کې ويتنام، کيوبا او افغانستان لوی مثال دی .

د عدمِ تشدد په سلسله کې کومې سترې کاميابئ نه تر سترګو کيږي، البته د عدمِ تشدد وضعیت د تشدد لپاره قوت برابرولو ته د يو پُل په حيث اختيار کړل شوی خو هغه هم په مؤقت شکل ...!

 که موږ د برطانيې نه د هندوستان ازادي د عدمِ تشدد نتيجه بولو خو دا د تاريخ يوه زاويه ده، اصلاً  برطانيه د دويمې نړیوالې جګړې نه وروسته دومره قوي نه وه پاتې چې په خپلو کالونيو کې واکمني وکړي، Freedom at midnight  کتاب کې ليکي چې هغه وخت يوازې ۲۰ لکه برطانويان بې روزګاره ګرځيدل، د اروپا او خاص کر د برطانوې اقتصاد تباه وو، نو ځکه هغوی خپلو کالونيو ته آزادي ورکړه چې په دې کې فلـسطين هم شامل وو .

دويمه خبره د ياسر عرفات ده، ياسر عرفات سره خو هم اسـرايلو په ۱۹۹۵ کې د اوسلو معاهده oslo accord وکړه ، ياسر عرفات او د ټول تنظيم PLO  موثريت ته هغوی احترام نه لري .

اسـرايلو په مقابله کې عدمِ تشدد مزاحمت هيڅ معنا نه لري، ټوله اسلامي  نړۍ د عدمِ تشدد په طريقه د اسـرايلو مخالفت کوي، اسـرايل وس هم د خپل عمل نه نه اوړي، خو آيا د اسـرايلو په خلاف د ټولې نړۍ د تشدد مبارزې په وخت به هم همدا نتيجه وه لکه څنګه چې وس د‌عدمِ تشدد په صورت کې ده ؟

زما په فکر هيڅ کله هم نه ...!

د قوت د توزان په سلسله کې زموږ تيروتنه دا ده چې غـزه او مقابله کې اسـرايل او ورسره ټوله نړۍ ودروو .

که چېرې دا شته اسلامي هيوادونه هم په توازن کې ورسره واچول شي بيا نتيجه بلکل مختلفه ده .

احترام او درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک