اولاد د مور او پلار لپاره د دنیا تر څنګ د آخرت د ګټې وسيله هم ده
د يو حديث شريف مطابق اولاد د مور او پلار لپاره د دنیا تر څنګ د آخرت د ګټې وسيله هم ده، مطلب دا هغه ممکن دی چې زحمت مو ویستی وي او ماشومان مو په سالم ډول روزلي وي.
دا چې مونږ او تاسو په خپلو کورونو کې ماشومان لرو، دا هر ماشوم زمونږ د دنیا او آخرت د ګټې وسيله ده او دا مو د مستقبل اميد دی. غواړم يو وړوکی مثال يې درکړم:
مسلمانان د الله په فضل د ورځې پنځه وخته لمونځونه کوي، لمونځ د مسلمانانو په ژوند کې تر ټولو ډېر تکرارېدنکی عمل دی، که چا ته مو لمونځ زده کړ، معنی دغه شخص چې د ژوند تر پايه څومره لمونځونه کوي، تاسو به په کې خپله برابره برخه اخلئ، داسې چې د دغه شخص له حسابه به هيڅ هم نه کمېږي.
ډېر بد نصيب به هغه وي چې د ده د کور ماشوم په ژوند کې د ډېر تکرارېدونکي د دغه عمل زده کړه د خپل کور څخه د باندې وکړي او په دې توګه د دغه تکرارېدونکي عمل اجر د بل چا حساب ته روان شي.
هيله ده د خپلو ماشومانو ديني او تربيوي روزنې ته د يو لوی فرصت په سترګه وګورو، که يوازې د الفاتحې سوره مو يو ماشوم ته ورزده کړه، نو د ژوند تر پايه د هر لمونځ په هر رکعت کې د ده لوستل به مو د آخرت لپاره يوه ستره پانګونه وي.
که همدا رنګه مو د سلام او د سلام ځواب ويل چې يوازې دوه جملې دي؛ ورزده کړل نو په هر چا چې سلام اچوي، په اجر کې يې برابر شريک ياست.
بايد پرې نږدو چې دا فرصتونه مو ضايع شي او د کور ګټه مو بل څوک واخلي.
ماشوم
له_بلې_زاويې
