No-IMG

په مونږ کې يوه لويه ستونزه دا ده چې تل هڅه کوو، يو څوک کم راولو

په مونږ کې يوه لويه ستونزه دا ده چې تل هڅه کوو، يو څوک کم راولو، د خبرې توند ځواب ورکړو، ویې ډار کړو، سپک يې خلکو ته معرفي کړو او ...!

په همدې؛ يوه خبره رایاده شوه، يو وخت زمونږ يو قومي مشر چې د عمر په لحاظ مشر سړی دی، په يوه غونډه کې له نورو مشرانو سره ناست و، په مجلس کې د ډېرو کسانو نومونه چې يادېدل، ده به پرې لنډه تبصره کوله چې هغه مې په هغه ځای کې برابر کړل... فلانکی مې په هغه بل مجلس کې خړ کړ...

بستانکی په هغه بله ناسته کې بې عزته کړ...

هغه بل مې هلته بې عزته کړ!

يو بل ځوان مشر ورته وويل: حاجي صاحب! خير دی کله نا کله چا ته عزت هم ورکوه. د بې عزته کولو کار کوم د افتخار خبره نه ده.

نو حاجي چې تل بل چا ته بې عزتي ورکول افتخار ګڼلو، دلته يې خپله هم په نصيب شوه.

نو پکار دا ده چې تل د خير خبره وکړو، په نرمه استدلال وکړو، د مخالف د سپکولو هڅه ونه کړو، د قرآن کريم دا وينا بايد عملي کړو چې فرمايي: وَمَنۡ أَحۡسَنُ قَوۡلٗا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ(٣٣)

وَلَا تَسۡتَوِي ٱلۡحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّيِّئَةُۚ

ٱدۡفَعۡ بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ

فَإِذَا ٱلَّذِي بَيۡنَكَ وَبَيۡنَهُۥ عَدَٰوَةٞ كَأَنَّهُۥ وَلِيٌّ حَمِيمٞ(٣٤فصّلت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک