د لومړي مُخترع يا مُنکشِف هڅې او زحمتونه بايد ډېر وستايل شي
د لومړي مُخترع يا په اصطلاح د مُنکشِف هڅې او زحمتونه بايد ډېر وستايل شي، دا يې حق جوړېږي، بيا چې وروسته خلک له دغه لومړني انکشاف او اختراع نه په الهام نوي نوي شيان جوړوي، هغوی هم بايد وستايل شي، خو داسې نه چې لومړنی مخترع له خلکو هېر شي!
له بده مرغه په طبيعي لحاظ د انسانانو خاصيت داسې دی چې د وخت په تېرېدو سره لومړی مخترع له پامه غورځوي چې دا ښه کار نه دی.
همدا اوس عملاً خپل ماحول ته وګورئ چې هر څوک د نوي ورژن او نسل موبایلونو په توصيف کې يې له خولې زګونه باد باد کېږي خو د موبايل د اصلي مخترع نوم به ورته ياد نه وي، په همدې ډول مونږ د ژوند په بهير کې ډېر هغه خلک هېروو چې د لومړي ځل لپاره يې د ډېرو شيانو د ترسره کولو او زده کولو هُنر رازده کړی وي، خو په خوله به يوازې هغه څوک يادوو چې په لنډ وخت کې يې راته يو معمولي خير رسولی وي.
انسان بايد خپل زاړه مُحسنين او استاذان هېر نه کړي، که يې هېروي، دا یوه ستره بې وفايي ده، دغه خلک که ژوندي وي اقلاً په يو سلام او احترام يې ياد بايد حتماً تازه شي او که مړه وي، په دعاګانو کې يې بايد برخه معلومه وي.
او تر هر څه وړاندې خپل رب بايد هېر نه کړو چې له هيڅ يې شته کړي يو.
په انځور کې د ۱۹۹۲ ميلادي کال څخه له Motorola 8900X-2 نيولې تر ۲۰۱۴ ميلادي کال iPhone 6 پورې د ځينو مشهورو موبایلونو انځورونه وينئ چې اوس مو تقريباً هېر کړي دي.
