مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې، دا ټول د يو بل دوستان دي
کله چې لولو د رسول الله عليه السلام لورکۍ فاطمې رضي الله عنها له علي رضي الله عنه سره په خپل ګډ ژوند کې د کور شاقه (سخت) کارونه په خپل لاس کول، تر دې چې لاسونه به يې تڼاکې شول، دا په دې معنی نه وه چې فاطمې لکه د يوې وينځې د خپل بادار (خاوند) خدمت کاوه، بلکې دا په يوه کورنۍ کې د يوې مور او مسئولیت شناسې مېرمنې د مينې، عاطفې او اخلاص څرګندونه ده چې په زيار او زحمت کولو سره د کورنۍ د ژوندۍ ساتلو په خاطر زحمت کوي.
همدا ډول د اسماء بنت أبي بکر رضي الله عنهما دا وينا چې وايي: ما به د خپل خاوند زبير بن عوام رضي الله عنه خدمت کاوه، د کور د نورو کارونو ترڅنګ د هغه د آس پالنه به مې کوله، واښه، اوبه راوړل او هر ضرورت مې ورته پوره کاوه، ما به د فرسخ دوه د دريو برخو (تقريباً ۵٫۵ کيلو متره) په اندازه له ليرې ځايونو لرګي په خپل سر بار کړي کور ته راوړل.
جمهور فقهاء پر دې نظر دي چې پر مېرمنې د کور کار (د خاوند خدمت) کول لازم نه دي، خو خبره د دې قاعدې او قانون د حتمي تطبيق د تقاضا نه ده، بلکې خبره د يو مؤمن خاوند او د يوې مؤمنې ميرمنې د ګډ کورني ژوند د مخته وړلو او د خير په کارونو کې د يو بل د حمايه کولو د تقاضا ده، په کورني ګډ ژوند کې بايد خبره پر مأمور د آمر د صلاحیتونو د أثر نه وي، بلکې دلته مهمه خبره بايد د دوه طرفه ايثار پکار ده.
د يو مؤمن او مؤمنې په کورني ګډ ژوند کې د کور د مالک (خاوند) او په کور کې د مزدورې (مېرمنې) تر منځ د فرمانونو د صادرېدو او د تطبيق خبره بايد مطرح نه وي، دا ډول فکر د عصبيت او جهالت عکاسي کوي، مؤمن خاوند او مؤمنه مېرمن خپل ګډ ژوند ته د يو مشترک مستقبَل په توګه ګوري، چېرې چې دوی خپل غمونه، ښادۍ، وياړونه او تاوانونه مشترک ګڼي، دوی خپل ګډ ژوند نه يوازې د دنیا د آبادۍ لپاره وسيله ګرځوي، بلکې خپل ازدواجي ژوند د قرآن کريم د مبارکې لارښوونې مطابق د دنيا او آخرت د سعادت وسيله ګرځوي، په دې اړه د قرآن کريم مبارکه لارښوونه داسې ده: وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتُ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ يَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓۚ أُوْلَـٰٓئِكَ سَيَرۡحَمُهُمُ ٱللَّهُۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٞ
