No-IMG

د دليل پر ځای يوازې نوم او آدرس ته مه ګورئ

د کويت د کوم پوهنتون د استاد په حواله مې يو چېرې عربي پوسټ لوستی و چې هغه د يوې قضيې په رابطه د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين په حواله او د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين خبرې يې د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي (حفظه الله ورحمهم اللّٰه) په آدرس بدلې کړې او د پوهنتون محصلینو ته يې ورکړې چې دا ولولئ او خپل نظرونه مو راته وليکئ.

مطلق اکثریت د محصلينو هغه خبرې تأييد کړې چې د شیخ ابن باز او شيخ عثيمين په حواله وې، خو اصل کې د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې وې او د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې يې کمزورې وبللې چې اصلا د شیخ ابن باز او شيخ عثيمين خبرې وې. (د يادونې وړ ده چې کويت کې هم اکثر پوهنتونونه لکه د سعودي؛ د سلفي منهج په نصاب تدريسېږي)

استاذ ترې پوښتنه وکړه چې ولې او په کوم دليل؟

ټولو په يوه خوله خبره وکړه؛ دا ځکه چې شیخ ابن باز او شيخ عثيمين تل په قرآن او سنت استدلال کوي او د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي په استدلال کې ډېر وخت عقلانيت غالب وي.

استاذ ورته وويل: زما ګومان مو رښتيا کړ، زه په دې باور وم چې تاسو د دليل پر ځای يوازې نوم او آدرس ته ګورئ او په همدې حساب د صواب او خطا حکمونه لګوئ، تاسو چې کوم دوه نظرونه او استدلالونه صحيح بللي دي، هغه د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي نظرونه او استدلالونه دي، خو ما يې نسبت شيخ ابن باز او شيخ عثيمين ته کړی و، مګر تاسو پرته له دې چې دلائل په دقت ولولئ؛ يوازې د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين نومونو ته په کتلو مو فيصله وکړه چې دا نظرونه سم دي او هغه دوه نور نا سم. دا کار د پوهنتون د دورې د شرعي علومو محصلينو لپاره سم نه دی، بلکې دا کار د تبين او تحقیق له اصولو سره سر نه خوري، ما غوښتل چې تاسو دې خبرې ته متوجه کړم هيله ده چې ورته متوجه شوي اوسئ.

په راتلونکي کې د دې کار د نه تکرار په هيله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک