عجيبه پوښتنې او د شيخ محمد الغزالي رحمه الله جالب ځوابونه
مناسب ځوابونه!
عجيبه پوښتنې او د شيخ محمد الغزالي رحمه الله جالب ځوابونه
* پوښتنه: په اسلام کې د لمونځ نه کوونکي حکم څه دی؟
* ځواب: حکم يې دا دی چې مسجد ته يې له ځان سره بوځئ، مخکې له دې چې قاضيان شئ؛ بايد داعيان واوسئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* پوښتنه: شيخ صاحب! ږيره دې کمه ده، له خدای سره به په کوم مخ؛ مخ کېږې؟
* ځواب: په مخ نه، له خدای تعالی سره به ان شاءالله په روغ زړه (بقلبٍ سليم) مخ کېږم. هلته محاسبه د مخ نه، بلکې د زړه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* پوښتنه: شيخ صاحب! د عقيدة الطحاوية کتاب دې لوستی دی؟
* ځواب: زما مشوره دا ده چې مسلمانان دې د قرآن کريم لوستلو ته ډېره پاملرنه وکړي، په هغو غيبي خبرو دې عقلونه نه مصروفوي چې د ماهيت په ادراک او په اصل پوهېدل يې د عقل له توانه پورته دی، سلفو همدا کار وکړ او بريالي شول.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* پوښتنه: د مسلمان لپاره ساعت په ښي لاس کې تړل ښه دي او که په چپ لاس؟
* ځواب: مسلمان دې ساعت خپله جوړ کړي، بيا يې که په پښه تړي هم خوښه يې خپله ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* ويل کېږي د شيخ دفتر ته يو غير محجبه مېرمن راغله، ځينې پوښتنې يې وکړې او بيا لاړه. نو يو افراطي ځوان ترې په قهرېدلي لهجه وپوښتل چې دا خبيثه مېرمن ولې ستا تر دفتر راغلې وه؟
* شيخ په سړه سينه ځواب ورکړ: عادتاً د ډاکټر ځای ته روغ خلک نه، بلکې مريضان راځي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* له اسرائيلو سره د مصر د جنګ په جريان کې شيخ له يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ څو د عسکرو مورال قوي کړي. هلته يو مصري عيسوي عسکر ترې پوښتنه وکړه چې که زه په دې جنګ کې ووژل شم، ځای به مې جنت وي او که دوزخ؟!
* ټول حيران شول چې شيخ غزالي به اوس په ځواب کې څه وايي! شيخ په ډېر اطمئنان ځواب ورکړ: ځوانه! په دغسې مواردو کې هر څوک بايد له خپل مذهبي مشر نه پوښتنه وکړي او له هغه سره قناعت ته ورسېږي، ته بايد له خپل کوم مذهبي مشر نه پوښتنه وکړې، نه له ما، زما ځواب به په دې مورد کې يوازې د يو مسلمان لپاره د قناعت وړ وي.
محمد_الغزالي
رحمه_الله
